لَا إِلَهَ إِلَّا اللَّهُ
ژباړه او سرچینه
له جابر رضي الله عنه څخه روایت دی وایې چې : ما له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه اورېدلي دي چې فرمایل یې: «تر ټولو غوره ذکر : لَا إِلَهَ إِلَّا اللهُ دی، او تر ټولو غوره دعا: الحمد لله ده».
الترمذي او النسائي په الکبری کې او ابن ماجه روایت کړی دی درجه: حسن
شرح
رسول الله صلی الله علیه وسلم مونږ ته خبر راکوي چې تر ټولو ښه ذکر: "لا إله إلا الله" دی، معنا دا چې له الله پرته بل حقیقي معبود نشته، او غوره دعا الحمد لله ده؛ چې معنا یې اعتراف کول دي پر دې چې لوروونکی هماغه الله پاک دی، هغه ذات چې د ښایسته او پوره ستاینې وړ دی.
ګټې
- د توحید په کلمې سره د الله تعالی په زیات یادولو ټینګار، او د الله په ستاینې (الحمد) سره دعا کول.