د سهار اذکار له ژباړې سره

هغه اذکار چې سهار، د سهار له لمانځه وروسته ویل کېږي، لکه څنګه چې په صحیح احادیثو کې راغلي.

۱ ۳ ځله

قُلْ هُوَ اللَّهُ أَحَدٌ ﴿١﴾ اللَّهُ الصَّمَدُ ﴿٢﴾ لَمْ يَلِدْ وَلَمْ يُولَدْ ﴿٣﴾ وَلَمْ يَكُن لَّهُ كُفُوًا أَحَدٌ ﴿٤﴾
قُلْ أَعُوذُ بِرَبِّ الْفَلَقِ ﴿١﴾ مِن شَرِّ مَا خَلَقَ ﴿٢﴾ وَمِن شَرِّ غَاسِقٍ إِذَا وَقَبَ ﴿٣﴾ وَمِن شَرِّ النَّفَّاثَاتِ فِي الْعُقَدِ ﴿٤﴾ وَمِن شَرِّ حَاسِدٍ إِذَا حَسَدَ ﴿٥﴾
قُلْ أَعُوذُ بِرَبِّ النَّاسِ ﴿١﴾ مَلِكِ النَّاسِ ﴿٢﴾ إِلَهِ النَّاسِ ﴿٣﴾ مِن شَرِّ الْوَسْوَاسِ الْخَنَّاسِ ﴿٤﴾ الَّذِي يُوَسْوِسُ فِي صُدُورِ النَّاسِ ﴿٥﴾ مِنَ الْجِنَّةِ وَالنَّاسِ ﴿٦﴾

ژباړه او سرچینه

د عبد الله بن خبیب رضي الله عنه څخه روایت دی هغه فرمایلي چې: په تیاره باراني شپه کې ووتلو، تر څو رسول الله صلی الله علیه وسلم لمونځ راکړي، وایي: پیدا مې کړ، نو ویې فرمایل: «ووایه»، نو ما هیڅ ونه وییل، بیا یې وویل: «ووایه»، نو ما هیڅ ونه وېیل، بیا یې وفرمایل: «ووایه»، نو ما وویل: څه ووایم؟ ویې فرمایل ووایه: «صبا او بېګاه {قُلْ هُوَ اللهُ أَحَدٌ}، او معوذتین درې درې ځلې وایه، نو د هر څه نه به درته بسنه کوي (د هر شر او افت نه به په امان کې وې)».

أبو داود، الترمذي او النسائي روایت کړی دی درجه: صحيح دی

شرح

جلیل القدر صحابي عبد الله بن خبیب رضي الله عنه خبر ورکوي چې هغوی په یوې تیاره او سختې باراني شپه کې د رسول الله صلی الله د پلټنې په موخه ووتل تر څو ورته لمونځ وکړي، نو هغه یې وموند، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل:"ووایه" یعنې ولوله، نو هغه هیڅ ونه لوستل، رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته خپله وینا بیا وکړه، نو عبد الله وویل: څه ولولم ای د الله رسوله؟ نو رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: د الِاخلاص سورت {قل هو الله أحد} او معوذتین: {قل أعوذ برب الفلق} او {قل أعوذ برب الناس} صبا او بیګا مهال درې درې ځلې وایه، نو له هر شر او هرې بدۍ نه به دې وساتي.

ګټې

  • صبا او بیګا د الاخلاص سورت او معوذتینو لوستل مستحب دي او د شر څخه پکې خوندیتوب دی.
  • د الاخلاص سورت او معوذتینو د لوستلو فضیلت.

په HadeethEnc.com کې یې ولولئ

۲ یو ځل

اللَّهُمَّ بِكَ أَصْبَحْنَا، وَبِكَ أَمْسَيْنَا، وَبِكَ نَحْيَا، وَبِكَ نَمُوتُ، وَإِلَيْكَ النُّشُورُ

ژباړه او سرچینه

له ابوهریره رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم به: سهار مهال (دا اذکار) ویېل: «اللهُمَّ بِكَ أَصْبَحْنَا، وَبِكَ أَمْسَيْنَا، وَبِكَ نَحْيَا، وَبِكَ نَمُوتُ، وَإِلَيْكَ النُّشُورُ» وَإِذَا أَمْسَى قَالَ: «بِكَ أَمْسَيْنَا، وَبِكَ أَصْبَحْنَا، وَبِكَ نَحْيَا، وَبِكَ نَمُوتُ، وَإِلَيْكَ النُّشُورُ» قَالَ: وَمَرَّةً أُخْرَى: «وَإِلَيْكَ الْمَصِيرُ».

يا الله! ستا په نعمتونو او واکمنۍ کې مو سهار کړ او ستا په نعمتونو او واکمنۍ کې مو بېګا کړ، ستا په نوم ژوندي کېږو او ستا په نوم مړه کېږو او (له مرګ نه وروسته ستا لور ته) بیا پاڅېدل دي، وایې او بل ځل یې وویل: «وَإِلَيْكَ الْمَصِيرُ» او ستا په لور وروستی منزل دی.

ابو داود، الترمذي او النسائي په الکبری کې او ابن ماجه روایت کړی دی درجه: حسن

شرح

کله به چې په رسول الله صلی الله علیه وسلم سهار شو؛ چې هغه د سهار له راختو سره د ورځې پېل دی نو وییل به یې:

(اللَّهُمَّ بِكَ أَصْبَحْنَا) یا الله پر تا مو سبا کړ، یعنې ستا په ساتنه او ستا په نعمت کې ډوب یو، ستا په یادولو بوخت یو، ستا پر نوم مرسته غواړو، ستا په نعمتونو کې شامل یو، ستا په مرسته او ځواک حرکت کوونکي یو، (وَبِكَ أَمْسَيْنَا، وَبِكَ نَحْيَا، وَبِكَ نَمُوتُ) (او پر تا مو بېګا کړ او پر تا ژوندي کېږو او پر تا مرو) د دې جملې معنی هم لکه د تېرې په څېر ده، سر بېره پر دې چې بېګا مهال به یې وییل: یا الله ستا پر نوم مو بېګا کړ، نو ستا په محیی (ژوند بښونکي) نوم سره ژوندي کېږو، او ستا په (الممیت) یعنې مرګ ورکوونکي نوم سره مړه کېږو. (وَإِلَيْكَ النُّشُورُ) او ستا لور ته له مرګ نه وروسته پورته کېدل دي، او له یو ځای کېدو وروسته جلا کېدل دي، زموږ دا حالات به په ټولو وختونو کې په همدې توګه مخته ځي او په هېڅ حال به ترې جلا نه شم او نه به یې پرېږدم.

او کله چې پرې له مازدیګر نه وروسته بېګا مهال راغی وییل به یې:

(اللَّهُمَّ بِكَ أَمْسَيْنَا، وبكَ أصبحنا، وَبِكَ نَحْيَا، وَبِكَ نَمُوتُ، وَإِلَيْكَ المَصِيْر)

یا الله! ستا په نوم مو بېګا کړ او ستا په نوم مو سبا کړ، ستا په نوم ژوندي کېږو او ستا په نوم مړه کېږو، او له مرګ نه وروسته ستا لور ته بېرته پورته کېدل دي، په دنیا کې بېرته ستنېدل او په اخرت کې بېرته درګرځېدل دي، نو همدا ته یې چې ژوند راکوې او همدا ته یې چې مرګ راکوې.

ګټې

  • د رسول الله صلی الله علیه وسلم پسې د پيروۍ له مخې دا دعا ویل سبا او بېګا مستحب دي.
  • بنده په ټولو حالتونو او وختونو کې الله تعالی ته محتاج دی.
  • سهار مهال د ورځې په پېل کې د اذکارو لپاره غوره دا ده چې د سهار له راختو څخه تر لمر راختو پورې وویل شي، او له مازدیګر نه وروسته د لمر ډوبېدو نه مخکې وخته پورې، که چېرته یې له دې نه وروسته وویل: یعنې سهار مهال یې د څاښت له راختو وروسته وویل- هم صحیح ده، او که د ماسپښین نه وروسته یې وویل هم صحیح ده، او که له ماښام نه وروسته یې وویل هم باک نه لري، ځکه دا ټول وختونه د ذکر لپاره مناسب دي.
  • دا چې سهار مهال "وإليك النُّشور" ولې ویل کیږي؟ نو دا د دې لپاره چې لوی پاڅون وریاد کړي، هغه چې ټول خلک به د قیامت په ورځ له مرګ نه وروسته بېرته راپورته کېږي، نو دا له سره راپورته دي، او نوي ورځ ده چې ارواګانې پکې بېرته جسدونو ته ورګرځي، او خلک به په دغه ورځ خپرېږي، او دا نوی سهار به خپلې وږمې خپرې کړي تر څو د آدم په اولادې ګواهي ورکړي، او وختونه یې زمونږ د عملونو لپاره ذخیرې وګرځي.
  • بېګا مهال د دې وینا مناسبت چې فرمایي "وإليك المصير" او ستا لور ته درګرځېدل دي، چې کله خلک له خپلو کارونو، ګټو او مصلحتونو څخه راوګرځي نو بېرته خپلو کورونو ته ورګرځي او له خپرېدو وروسته د استراحت په موخه دمه کېږي، نو الله تعالی ته په ورګرځېدو سره یې د ورګرځېدو په الفاظو سره یادونه وکړه.

په HadeethEnc.com کې یې ولولئ

۳ یو ځل

اللَّهُمَّ أَنْتَ رَبِّي لَا إِلَهَ إِلَّا أَنْتَ خَلَقْتَنِي وَأَنَا عَبْدُكَ وَأَنَا عَلَى عَهْدِكَ وَوَعْدِكَ مَا اسْتَطَعْتُ أَعُوذُ بِكَ مِنْ شَرِّ مَا صَنَعْتُ أَبُوءُ لَكَ بِنِعْمَتِكَ عَلَيَّ وَأَبُوءُ لَكَ بِذَنْبِي فَاغْفِرْ لِي فَإِنَّهُ لَا يَغْفِرُ الذُّنُوبَ إِلَّا أَنْتَ

ژباړه او سرچینه

له شداد بن اوس رضي الله عنه نه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: د استغفار وییلو سرداره دعا اللَّهُمَّ أَنْتَ رَبِّي لاَ إِلَهَ إِلَّا أَنْتَ، خَلَقْتَنِي وَأَنَا عَبْدُكَ، وَأَنَا عَلَى عَهْدِكَ وَوَعْدِكَ مَا اسْتَطَعْتُ، أَعُوذُ بِكَ مِنْ شَرِّ مَا صَنَعْتُ، أَبُوءُ لَكَ بِنِعْمَتِكَ عَلَيَّ، وَأَبُوءُ لَكَ بِذَنْبِي فَاغْفِرْ لِي، فَإِنَّهُ لاَ يَغْفِرُ الذُّنُوبَ إِلَّا أَنْتَ»

(یا الله! ته زما رب یې، نشته د عبادت وړ په حق سره پرته له تا څخه، تا زه پیدا کړی یم او زه ستا بنده یم، او زه ستا پر لوظ او ژمنه له خپل توان سره سم ولاړ یم، پناه غواړم پر تا له هغه شر نه چې ما تر سره کړی، اقرار کوم تا ته ستا په هغو نعمتونو چې تا ما ته راکړي او پر خپلو ګناهونو هم اقرار کوم، نو ماته بخښنه وکړه، ځکه چې له تا پرته بل څوک ګناهونه نه شي بخښلی. رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «وَمَنْ قَالَهَا مِنَ النَّهَارِ مُوقِنًا بِهَا، فَمَاتَ مِنْ يَوْمِهِ قَبْلَ أَنْ يُمْسِيَ، فَهُوَ مِنْ أَهْلِ الجَنَّةِ، وَمَنْ قَالَهَا مِنَ اللَّيْلِ وَهُوَ مُوقِنٌ بِهَا، فَمَاتَ قَبْلَ أَنْ يُصْبِحَ، فَهُوَ مِنْ أَهْلِ الجَنَّةِ». «او چا چې دا دعا له یقین سره د سهار له خوا وویله، او له شپې وړاندې په همدې ورځ مړ شو، نو هغه جنتي دی، او چا چې دا دعا په یقین سره د شپې له خوا وویله، او له سهار نه مخکې مړ شو، نو هغه جنتي دی».

بخاري روايت کړی دی درجه: صحيح دی

شرح

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي چې د استغفار لپاره کلمې دي او په هغو کې تر ټولو غوره او لویه د بنده لپاره دا ده چې ووایي: "اللهم أنت ربي لا إله إلا أنت خلقتني وأنا عبدك وأنا على عَهْدِكَ وَوَعْدِكَ ما اسْتَطَعْتُ أعوذ بك من شر ما صنعتُ أَبُوءُ لك بنعمتك عليَّ وأَبُوءُ لك بذنبي فَاغْفرْ لي فإنه لا يغفر الذنوب إلا أنت" نو بنده لومړی د الله جل جلاله په یووالي اقرار کوي او دا چې الله جل جلاله یې پيدا کوونکی او معبود دی، شریک نه لري او دا چې دی د الله سره په خپلو ژمنو د توان تر کچې ولاړ دی؛ ځکه بنده که څومره عبادت هم وکړي بیا هم نشي په عبادت کې د الله تعالی ټول اوامر پر ځای کړي او نه شي کولی د الله د هغو نعمتونو پوره شکر ادا کړي چې شکر ویستل یې پرې واجب دي، نو باید چې الله تعالی ته رجوع وکړي او هغه ته پناه یوسي، ځکه الله هغه ذات دی د بنده له شر څخه ورته پناه وړل کیږي. او دی هغه ته په خپله خوښه د هغه په نعمتونو اقرار کوي او په خپلې ګناه او سرغړونو اقرار کوي. الله جل جلاله ته لدې ننواتو وروسته له خپل رب څخه دا دعا غواړي چې د ګناهونو په پټولو سره ورته بښنه وکړي او په خپلې بخښنې، فضل او رحمت سره یې د ګناه له بديو وژغوري ځکه چې له هغه لوی څښتن پرته بل څوک ګناهونه نه بخښي. بیا رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل چې دا دعا د سبا او بیګا له اذکارو څخه یوه ده، نو څوک یې چې په یقین سره ووایي، له ایمان سره یې معنا په زړه کې راولي او د ورځې په پیل کې یې د لمر راختلو او زوال تر منځه ووايی، چې دا د ورځې وخت دی، بیا مړ شي نو دی به جنت ته داخل شي. او چا چې بیګا مهال وویله، یعنې د لمر له ډوبېدو څخه تر سهار راختلو پورې او بیا له سبا کېدو مخکې مړ شو، نو جنت ته داخل شو.

ګټې

  • استغفار وېل بیلابېلې بڼې لري چې ځینې یې له ځینو نورو غوره دي.
  • بنده باید په دې دعا سره له الله تعالی څخه دعا وغواړي؛ ځکه چې دا د دعاګانو سرداره دعا ده.

په HadeethEnc.com کې یې ولولئ

۴ ۳ ځله

بِسْمِ اللَّهِ الَّذِي لَا يَضُرُّ مَعَ اسْمِهِ شَيْءٌ فِي الْأَرْضِ وَلَا فِي السَّمَاءِ وَهُوَ السَّمِيعُ الْعَلِيمُ

ژباړه او سرچینه

له ابان بن عثمان څخه روایت دی وایي چې ما له عثمان بن عفان رضي الله عنه څخه اورېدلي چې ویل یې: ما له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه اورېدلي چې فرمایل یې: «مَنْ قَالَ بِسْمِ اللَّهِ الَّذِي لَا يَضُرُّ مَعَ اسْمِهِ شَيْءٌ، فِي الْأَرْضِ، وَلَا فِي السَّمَاءِ، وَهُوَ السَّمِيعُ الْعَلِيمُ، ثَلَاثَ مَرَّاتٍ، لَمْ تُصِبْهُ فَجْأَةُ بَلَاءٍ، حَتَّى يُصْبِحَ، وَمَنْ قَالَهَا حِينَ يُصْبِحُ ثَلَاثُ مَرَّاتٍ، لَمْ تُصِبْهُ فَجْأَةُ بَلَاءٍ حَتَّى يُمْسِيَ»،

«چا چې درې ځلې: بِسْمِ اللَّهِ الَّذِي لَا يَضُرُّ مَعَ اسْمِهِ شَيْءٌ، فِي الْأَرْضِ، وَلَا فِي السَّمَاءِ، وَهُوَ السَّمِيعُ الْعَلِيمُ، وویل، پر هغه به تر سهاره پورې هېڅ ناڅاپي آفت نه راځي، او چاچې سهار مهال درې ځلې وویل: نو پر هغه به بیګا پورې هېڅ ناڅاپي آفت نه راځي، وایې: نو أبان بن عثمان فالج وواهه، بیا به هغه سړي ورته کتل چې دا حدیث یې ترې اورېدلی و، نو هغه ورته وویل: څه دي چې ماته راګورې؟ قسم په الله که ما پر عثمان دروغ ویلي وي، او نه عثمان په پېغمبر صلی الله علیه وسلم دروغ ویلي دي، خو په کومه ورځ چې دا څه راورسېدل چې رارسېدلي دي په هغه ورځ غصه شوی وم او د دې دعا ویل راڅخه هېر شوي و.

ابو داود، الترمذي او النسائي په الکبری کې او ابن ماجه او احمد روایت کړی دی درجه: صحيح دی

شرح

رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: څوک چې هره ورځ د سهار له لمانځه وروسته او د هرې شپې په ماښام کې له لمر لوېدو مخکې درې ځلې (بسم الله) ووايي: یعنې د الله په نوم مرسته غواړم او ځان پرې له هر ضرري څیز څخه ساتم، هغه ذات چې له نوم سره یې هېڅ شی ضرر نه شي رسولی که څه هم هر څومره لوی وي؛ نه په ځمکه کې او هغه آفتونه چې ترې راوځي او نه په اسمان کې او هغه آفتونه چې ترې رانازلېږي، او هغه زمونږ ویناوو لره اورېدوکی او په احوالو مو پوه دی.

چا چې دا دعا د شپې له خوا وویله نو تر سهاره به ورته هېڅ آفت نه رسیږي، او چا چې د سهار له خوا وویله نو تر بېګا پوری به ورته هېڅ آفت نه رسیږي.

نو د حدیث راوي چې أبان بن عثمان دی فالج وواهه؛ هغه ناروغي چې د بدن یو اړخ پکې لوېږي، نو هغه سړي چې دا حدیث یې له أبان څخه اورېدلی و أبان ته به یې په تعجب سره کتل! نو هغه سړي وویل: ولې راګورې؟! قسم په الله چې پر عثمان مې دروغ نه دي ویلي، او نه عثمان پر پېغمبر صلی الله علیه وسلم دروغ ویلي دي، خو په کومه ورځ چې دا څه راورسېدل چې الله راته لیکلي و، داسې ورځ وه چې زه غصه شوی وم، نو راڅخه هېر شول چې دا یاد اذکار ووایم.

ګټې

  • سهار او بېګا مهال د دې ذکر ویل مستحب دي؛ تر څو انسان د الله تعالی په اذن د هغه په حفاظت کې وساتل شي، او د دې لپاره چې د ناڅاپی شر، ضرر او داسې نورو څخه یې الله تعالی وساتي.
  • پر الله تعالی د لومړنیو سلفو د ایمان پیاوړتیا او د هغه څه باورول چې رسول الله صلی الله علیه وسلم ترې خبر کړي وو.
  • د سهار او ماښام پورې د ذکر د محدودولو یوه ګټه دا ده چې د مسلمان غفلت له منځه یوسي او په دوامداره توګه هغه ته یادونه وکړي چې هغه د الله بنده ده.
  • په الله جل جلاله د ذکر کوونکي د ايمان، عاجزۍ او د زړه د حضور په اندازه، په اخلاص او يقين سره د ذکر اثر خامخا حاصليږي.

په HadeethEnc.com کې یې ولولئ

۵ یو ځل

اللَّهُمَّ إِنِّي أَسْأَلُكَ الْعَفْوَ وَالْعَافِيَةَ فِي الدُّنْيَا وَالْآخِرَةِ، اللَّهُمَّ إِنِّي أَسْأَلُكَ الْعَفْوَ وَالْعَافِيَةَ فِي دِينِي وَدُنْيَايَ وَأَهْلِي وَمَالِي، اللَّهُمَّ اسْتُرْ عَوْرَاتِي، وَآمِنْ رَوْعَاتِي، اللَّهُمَّ احْفَظْنِي مِنْ بَيْنِ يَدَيَّ، وَمِنْ خَلْفِي، وَعَنْ يَمِينِي، وَعَنْ شِمَالِي، وَمِنْ فَوْقِي، وَأَعُوذُ بِعَظَمَتِكَ أَنْ أُغْتَالَ مِنْ تَحْتِي

ژباړه او سرچینه

له ابن عمر رضي الله عنهما څخه روایت دی وایي چې: رسول الله صلی الله علیه وسلم به دا دعاګانې سبا او بیګا نه پرېښودلې: «اللَّهُمَّ إِنِّي أَسْأَلُكَ الْعَافِيَةَ فِي الدُّنْيَا وَالْآخِرَةِ، اللَّهُمَّ إِنِّي أَسْأَلُكَ الْعَفْوَ وَالْعَافِيَةَ فِي دِينِي وَدُنْيَايَ وَأَهْلِي وَمَالِي، اللَّهُمَّ اسْتُرْ عَوْرَتِي -أَو: عَوْرَاتِي- وَآمِنْ رَوْعَاتِي، اللَّهُمَّ احْفَظْنِي مِنْ بَيْنِ يَدَيَّ، وَمِنْ خَلْفِي، وَعَنْ يَمِينِي، وَعَنْ شِمَالِي، وَمِنْ فَوْقِي، وَأَعُوذُ بِعَظَمَتِكَ أَنْ أُغْتَالَ مِنْ تَحْتِي».

«یا الله! زه له تانه په دنیا او آخرت کې د سلامتیا سوال کوم، یا الله! زه له تانه په خپل دین، دنیا، کورنۍ او مال کې د بخښنې او سلامتیا سوال کوم، یا الله! زما شرمګاه - او یا شرمګاوې په پرده کې وساته، او زما وېره په امن بدله کړه، یا الله زما د مخې، زما د شا، زما د ښي اړخ، زما د چپ اړخ، زما د پاسه او د لاندې له خوا زما ساتنه وکړه، او ستا په لویۍ پناه نیسم له دې چې د لاندې له خوا ترور شم.

ابو داود، النسائي، ابن ماجه او احمد روایت کړی دی درجه: صحيح دی

شرح

رسول الله صلی الله علیه وسلم به سبا او بېګا مهال دا دعاګانې نه پرېښودلې:

(اللهم إني أسألُكَ العافيةَ) (یا الله! زه له تا څخه عافیت غواړم) له ناروغیو، مصیبتونو، دنیاوي سختیو او له دیني خواهشاتو او فتنو څخه په (دنیا او آخرت) کې، هغه فتنې چې اوس شتون لري او هغه چې په راتلونکې کې به پېښیږي.

(یا الله! زه له تا څخه بخښنه) او د ګناهونو له منځه وړل او له هغو تېرېدل غواړم، او له تا څخه له هر ډول نېمګړتیاوو څخه (زما په دين) کې لکه: له شرک، بدعت او ګناهونو څخه، (او زما په دنیا کې) له مصیبتونو، ضررونو او شرونو څخه سلامتیا غواړم، او زما په (کورنۍ کې) چې زما ښځې، اولادونه او خپلوان دي، او (زما په مال) او عمل کې درڅخه د عافیت سوال کوم.

(اللهم استرْ عَوراتي) یا الله! زما د عورتونو پرده وکړه، او هغه عیبونه او نېمګړتیاوې چې په ما کې دي، او زما ګناهونه پاک کړه، (او ما له وېرې په امن کې کړه) خوف او وېره راڅخه لرې کړه.

(اللهم احفظْني) یا الله! زما ساتنه وکړه، او ما له ضرر او مصیبت څخه وساته؛ هغه ضررونه چې (زما په وړاندې، زما د شا له خوا، زما له ښي اړخ څخه، زما له کیڼ اړخ څخه او زما له پورته خوا) ماته متوجه دي. نو (رسول الله صلی الله علیه وسلم) د الله تعالی څخه سوال وکړ چې له ټولو خواوو یې ساتنه وکړي؛ ځکه چې مصیبتونه او آفتونه انسان ته یوازې له همدې لارو رسیږي.

(وأعوذُ بعظمتك أن أُغْتَال) او ستا په لویۍ پناه نیسم چې د لاندې له خوا ونیول شم او یا هلاک شم؛ داسې چې ځمکه مې کش کړي.

ګټې

  • د رسول الله صلی الله علیه وسلم پسې د پیروۍ له مخې د دې کلماتو په ویلو پابندي.
  • لکه څنګه چې انسان ته امر شوی چې له الله تعالی څخه په دين کې خېر وغواړي همداسې ورته امر شوی چې په دنيا کې هم د عافیت سوال وکړي.
  • طیبي رحمه الله فرمایلي: شپږ خواوې یې په عامه توګه یادې کړې، ځکه چې انسان ته آفتونه له همدې خواوو رسیږي، او د لاندې له خوا مصیبت څخه یې په پنا غوښتلو کې مبالغه ځکه وکړه چې ډېر بد وي.
  • د سهار مهال اذکارو وییلو لپاره غوره ده چې د سهار له راختو څخه تر لمر راختلو پورې وویل شي چې د ورځې پيل وي، او بېګا مهال د مازدیګر د لمانځه نه وروسته تر لمر لوېدو ته نږدې وخت پورې، خو که له دې وروسته یې وویل یعنې: چې سهار مهال یې د څاښت راختلو وروسته وویل هم ترې منل کیږي، او که له ماسپښین نه وروسته یې وویل هم صحیح ده، او که له ماښام وروسته یې وویل هم صحیح ده، ځکه دا هم د ذکر لپاره وخت دی.
  • په يو خاص وخت کې چې د يو ذکر لپاره دليل وي لکه د سورت البقرې اخري دوه ايتونه نو دا به د لمر پريوتو څخه وروسته د شپې لخوا ويل کېږي.

په HadeethEnc.com کې یې ولولئ

۶ ۳ ځله

سُبْحَانَ اللَّهِ وَبِحَمْدِهِ: عَدَدَ خَلْقِهِ، وَرِضَا نَفْسِهِ، وَزِنَةَ عَرْشِهِ، وَمِدَادَ كَلِمَاتِهِ

ژباړه او سرچینه

د مومنانو له مور جویریه رضی الله عنها څخه روایت دی: نبي کریم صلی الله علیه وسلم له جویریه رضی الله عنها څخه سهار وختي، چې د سهار لمونځ یې ادا کړی و، ووت، او هغه په خپل عبادت ځای کې ناسته وه. بیا چې کله نبي کریم صلی الله علیه وسلم د څاښت له راختو وروسته بېرته راغی، هغه لا هم ناسته وه، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وویل: «ایا ته لا هم په هماغه حالت کې یې چې ما پرې پرېښودلي وي؟» هغې وویل: هو، نو نبي کریم صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «ما له تا وروسته څلور کلمې درې ځلې ویلې دي، که دا د هغو ذکرونو سره چې تا له سهاره تر دې دمه ویلې دي پرتله شي، نو دا به له هغو درنې وي: سبحان الله وبحمده، عدد خلقه، ورضا نفسه، وزنة عرشه، ومداد كلماته».

مسلم روايت کړی دی درجه: صحيح دی

شرح

نبي کریم صلی الله علیه وسلم د سهار په لومړیو کې، کله چې یې د سهار لمونځ وکړ، له خپلې مېرمنې — د مؤمنانو مور جویریه رضی الله عنها — څخه ووت، حال دا چې هغه د لمانځه په ځای کې ناسته وه، بیا چې کله د ورځې نیمایي وخت (د څاښت وخت) راغی، نبي کریم صلی الله علیه وسلم بېرته راغی، او هغه لا هم په هماغه ځای کې ناسته وه. نو رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل: ته لا هم په هماغه حالت کې یې چې ته ما پرې پرېښودلې وي؟ هغې وویل: هو، نو نبي کریم صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «ما له تا وروسته څلور کلمې درې ځلې ویلې دي، که د اجر له پلوه د هغو ذکرونو سره پرتله شي چې تا ټول وخت ویلې، نو دا به پرې درنې شي: (سبحان الله): الله تعالی له هر ډول نېمګړتیا او کمښت پرته په پاکۍ (وبحمده): او د هغه له ستاینې او ثنا سره یادوم، ځکه هماغه ذات دی چې انسان ته یې د ذکر توفیق ورکړی، (عدد خلقه): د هغه د مخلوقاتو د شمېر په اندازه، چې یوازې هغه یې شمېرلي شي، (ورضا نفسه) یعني د هغه د رضایت په اندازه، دومره تسبیح بیانول چې هغه پرې له خپلو بندګانو څخه راضي شي، او دا هغه څه دي چې احاطه پرې ناشوني ده، (وزنة عرشه): د هغه د عرش د وزن په اندازه، چې تر ټولو مخلوقاتو ستر او دروند دی، (ومداد كلماته): یعنې د هغه د کلمو د رنګ په اندازه، حال دا چې د الله تعالی کلمې نه شمېرل کېږي او نه ختمېږي، چې دا درې واړو قسمونو ته شاملېږي: ځکه د هغه کلمو رنګ پای نه لري، او نه یې د کلمو صفت او شمېر پای لري، خو دلته ترې مراد: په ذکر کې د زیادت مبالغه ده؛ ځکه لومړی یې د هغه څه یادونه وکړه چې د مخلوقاتو زیات شمیر محدودوي، بیا ورپسې لوی او عظیم شي ته ورپورته شو او له هغه څخه یې د هغه د نفس د رضایت په اندازه تعبیر وکړ، بیا یې د مخلوقاتو تر ټولو د ستر یو یادونه وکړه چې هغه د عرش وزن دی؛ نو لومړی د شمېر او کمیت لپاره، دویم د صفت او کیفیت لپاره او دریم د لوی والي او دروندوالي لپاره.

ګټې

  • د دې کلمو د فضیلت بیان او پر ویلو یې ټینګار.
  • ذکرونه یو له بله غوره والی لري، ځینې ذکرونه له ځینو نورو غوره دي.
  • امام نووي رحمه الله د «سبحان الله وبحمده مداد كلماته» په اړه وایي: مراد له دې عبارت څخه د ذکر په ډېرښت کې مبالغه ده؛ ځکه لومړی یې د مخلوقاتو د شمېر یادونه وکړه چې له زیاتوالي سره شمېرل کېدای شي؛ بیا یې د عرش وزن یاد کړ، چې ډېر دروند او ستر دی؛ بیا یې له دې هم لوړې مرتبې ته اشاره وکړه، او پدې سره یې ترې تعبیر وکړ، یعنې هغه څه چې شمېر یې نشي محدودولای، او نه شمېرل کېږي.
  • ابن القیم رحمه الله وایي: هغه معرفت، پاکي، او تعظیم چې د ذکر کوونکي په زړه کې پیدا کېږي کله چې وایي: «سبحان الله وبحمده، عدد خلقه، ورضا نفسه، وزنة عرشه، ومداد كلماته» — دا حالت او شعور د هغه ذکر کوونکي له حالته ډېر لوړ دی چې یوازې: «سبحان الله» را په زړه کړي.
  • "جوامع الکلم" یعنې لنډو او هر اخیزه ویناوو ته لارښوونه چې الفاظ یې لږ وي خو لوی فضیلت او ثواب پرې ورکول کېږي.

په HadeethEnc.com کې یې ولولئ

۷ ۱۰ ځله

لَا إِلَهَ إِلَّا اللهُ وَحْدَهُ لَا شَرِيكَ لَهُ، لَهُ الْمُلْكُ وَلَهُ الْحَمْدُ، وَهُوَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ

ژباړه او سرچینه

له ابو ایوب رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «چا چې لس ځلې: (لَا إِلَهَ إِلَّا اللهُ وَحْدَهُ لَا شَرِيكَ لَهُ، لَهُ الْمُلْكُ وَلَهُ الْحَمْدُ وَهُوَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ) وویل: نو په اجر کې داسې دی لکه چا چې د ابراهیم علیه السلام له اولادې څخه لس غلامان ازاد کړي وي».

متفق علیه دی درجه: صحيح دی

شرح

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي: چا چې «لا إله إلا الله وحده لا شريك له، له الملك، وله الحمد، وهو على كل شيء قدير» وویل: چې معنا یې ده: له الله پرته بل معبود نشته، هغه یو دی شریک نه لري، او هغه پاک ذات لره یوازې بشپړه واکمني ده، هغه له نورو پرته د محبت او تعظیم سره د ثنا او ستاینې وړ دی او دا چې هغه قادر دی او هېڅ شی یې نه شي عاجز کولای. نو چا چې دا لوی ذکر په یوه ورځ کې لس ځلې تکرار کړ؛ نو دومره اجر یې تر لاسه کړ لکه چا چې د اسماعیل علیه السلام د اولادې له څلورو غلامانو څخه د غلامۍ ولکه لرې کړي وي ( یعنې ازاد کړي یې وي )؛ او د ابراهیم علیه السلام له اولادې څخه لدې امله یادونه وشوه چې هغوی له نورو زیات شرف لري.

ګټې

  • د دې ذکر فضیلت چې په الوهیت، حاکمیت، ستاینې او بشپړ قدرت سره د الله جل جلاله یووالي ته شامل دی.
  • دا ثواب هر هغه څوک تر لاسه کوي چې دا ذکر په پرلپسې او یا په جلا جلا ډول ووایي.

په HadeethEnc.com کې یې ولولئ

۸ ۱۰۰ ځله

سُبْحَانَ اللَّهِ وَبِحَمْدِهِ

ژباړه او سرچینه

له ابو هریره رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: "څوک چې په ورځ کې سل ځلې (سُبْحَانَ اللهِ وَبِحَمْدِهِ)، ووايي، یعنې خاص الله لره پاکي او ستاینه ده، نو د هغه ګناهونه به توی شي، كه څه هم د سمندر د ځګ په څېر وي".

متفق علیه دی درجه: صحيح دی

شرح

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي، څوک چې په ورځ کې سل ځلې «سبحان الله و بحمده»: ووایي؛ د هغه ګناهونه به وبخښل شي او له مینځه به لاړ شي، که څه هم د سمندر د پاسه د سپین ځګ په څېر زیات وي؛ کله چې په څپو او هیجان راشي.

ګټې

  • دا اجر د هغه چا لپاره دی چې دا ذکر د ورځې په پرلپسې یا متفرقه ډول وکړي.
  • (تسبیح) له نیمګړتیا څخه د الله تعالی پاکوالي او (حمد) له محبت او تعظیم سره د هغه یادولو ته وایي.
  • په حدیث کې له ګناهونو بخښلو څخه مراد واړه ګناهونه دي او کوم چې لوی (کبیره) ګناهونه دي نو هغه له توبې پرته نه بخښل کیږي.

په HadeethEnc.com کې یې ولولئ

پوښتنې

په دې پاڼه کې څه دي؟

د سهار اذکار: هر یو په عربي، له ژباړې، د سرچینې حدیث، درجې او شرحې سره.

ژباړې له کومه راغلې دي؟

له HadeethEnc.com څخه، چې د ژباړل شوو نبوي احادیثو پوهنغونډ دی. هر حدیث لکه څنګه چې دوی خپور کړی، له سرچینې او درجې سره او د اصل له لینک سره ښودل کېږي.

شمېرونکی څنګه کار کوي؟

د ذکر لاندې پر شمېرونکي ټک وکړئ، دا تر صفر پورې شاته شمېري. دا یوازې په همدې پاڼه کې دی او هېڅ شی نه خوندي کېږي.

ایا زه ورځنۍ یادونه ترلاسه کولی شم؟

هو. د اندروید لپاره وړیا قبس اپ هره ورځ تاسو ته د سهار او ماښام اذکار در یادوي او همدا شمېرونکی لري.