د بښنې دعا (استغفار)

سید الاستغفار او د سنتو نورې د بښنې غوښتلو کلمې.

۱ یو ځل

اللَّهُمَّ أَنْتَ رَبِّي لَا إِلَهَ إِلَّا أَنْتَ خَلَقْتَنِي وَأَنَا عَبْدُكَ وَأَنَا عَلَى عَهْدِكَ وَوَعْدِكَ مَا اسْتَطَعْتُ أَعُوذُ بِكَ مِنْ شَرِّ مَا صَنَعْتُ أَبُوءُ لَكَ بِنِعْمَتِكَ عَلَيَّ وَأَبُوءُ لَكَ بِذَنْبِي فَاغْفِرْ لِي فَإِنَّهُ لَا يَغْفِرُ الذُّنُوبَ إِلَّا أَنْتَ

ژباړه او سرچینه

له شداد بن اوس رضي الله عنه نه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: د استغفار وییلو سرداره دعا اللَّهُمَّ أَنْتَ رَبِّي لاَ إِلَهَ إِلَّا أَنْتَ، خَلَقْتَنِي وَأَنَا عَبْدُكَ، وَأَنَا عَلَى عَهْدِكَ وَوَعْدِكَ مَا اسْتَطَعْتُ، أَعُوذُ بِكَ مِنْ شَرِّ مَا صَنَعْتُ، أَبُوءُ لَكَ بِنِعْمَتِكَ عَلَيَّ، وَأَبُوءُ لَكَ بِذَنْبِي فَاغْفِرْ لِي، فَإِنَّهُ لاَ يَغْفِرُ الذُّنُوبَ إِلَّا أَنْتَ»

(یا الله! ته زما رب یې، نشته د عبادت وړ په حق سره پرته له تا څخه، تا زه پیدا کړی یم او زه ستا بنده یم، او زه ستا پر لوظ او ژمنه له خپل توان سره سم ولاړ یم، پناه غواړم پر تا له هغه شر نه چې ما تر سره کړی، اقرار کوم تا ته ستا په هغو نعمتونو چې تا ما ته راکړي او پر خپلو ګناهونو هم اقرار کوم، نو ماته بخښنه وکړه، ځکه چې له تا پرته بل څوک ګناهونه نه شي بخښلی. رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «وَمَنْ قَالَهَا مِنَ النَّهَارِ مُوقِنًا بِهَا، فَمَاتَ مِنْ يَوْمِهِ قَبْلَ أَنْ يُمْسِيَ، فَهُوَ مِنْ أَهْلِ الجَنَّةِ، وَمَنْ قَالَهَا مِنَ اللَّيْلِ وَهُوَ مُوقِنٌ بِهَا، فَمَاتَ قَبْلَ أَنْ يُصْبِحَ، فَهُوَ مِنْ أَهْلِ الجَنَّةِ». «او چا چې دا دعا له یقین سره د سهار له خوا وویله، او له شپې وړاندې په همدې ورځ مړ شو، نو هغه جنتي دی، او چا چې دا دعا په یقین سره د شپې له خوا وویله، او له سهار نه مخکې مړ شو، نو هغه جنتي دی».

بخاري روايت کړی دی درجه: صحيح دی

شرح

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي چې د استغفار لپاره کلمې دي او په هغو کې تر ټولو غوره او لویه د بنده لپاره دا ده چې ووایي: "اللهم أنت ربي لا إله إلا أنت خلقتني وأنا عبدك وأنا على عَهْدِكَ وَوَعْدِكَ ما اسْتَطَعْتُ أعوذ بك من شر ما صنعتُ أَبُوءُ لك بنعمتك عليَّ وأَبُوءُ لك بذنبي فَاغْفرْ لي فإنه لا يغفر الذنوب إلا أنت" نو بنده لومړی د الله جل جلاله په یووالي اقرار کوي او دا چې الله جل جلاله یې پيدا کوونکی او معبود دی، شریک نه لري او دا چې دی د الله سره په خپلو ژمنو د توان تر کچې ولاړ دی؛ ځکه بنده که څومره عبادت هم وکړي بیا هم نشي په عبادت کې د الله تعالی ټول اوامر پر ځای کړي او نه شي کولی د الله د هغو نعمتونو پوره شکر ادا کړي چې شکر ویستل یې پرې واجب دي، نو باید چې الله تعالی ته رجوع وکړي او هغه ته پناه یوسي، ځکه الله هغه ذات دی د بنده له شر څخه ورته پناه وړل کیږي. او دی هغه ته په خپله خوښه د هغه په نعمتونو اقرار کوي او په خپلې ګناه او سرغړونو اقرار کوي. الله جل جلاله ته لدې ننواتو وروسته له خپل رب څخه دا دعا غواړي چې د ګناهونو په پټولو سره ورته بښنه وکړي او په خپلې بخښنې، فضل او رحمت سره یې د ګناه له بديو وژغوري ځکه چې له هغه لوی څښتن پرته بل څوک ګناهونه نه بخښي. بیا رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل چې دا دعا د سبا او بیګا له اذکارو څخه یوه ده، نو څوک یې چې په یقین سره ووایي، له ایمان سره یې معنا په زړه کې راولي او د ورځې په پیل کې یې د لمر راختلو او زوال تر منځه ووايی، چې دا د ورځې وخت دی، بیا مړ شي نو دی به جنت ته داخل شي. او چا چې بیګا مهال وویله، یعنې د لمر له ډوبېدو څخه تر سهار راختلو پورې او بیا له سبا کېدو مخکې مړ شو، نو جنت ته داخل شو.

ګټې

  • استغفار وېل بیلابېلې بڼې لري چې ځینې یې له ځینو نورو غوره دي.
  • بنده باید په دې دعا سره له الله تعالی څخه دعا وغواړي؛ ځکه چې دا د دعاګانو سرداره دعا ده.

په HadeethEnc.com کې یې ولولئ

۲ یو ځل

رَبِّ اغْفِرْ لِي خَطِيئَتِي وَجَهْلِي، وَإِسْرَافِي فِي أَمْرِي كُلِّهِ، وَمَا أَنْتَ أَعْلَمُ بِهِ مِنِّي، اللَّهُمَّ اغْفِرْ لِي خَطَايَايَ، وَعَمْدِي وَجَهْلِي وَهَزْلِي، وَكُلُّ ذَلِكَ عِنْدِي، اللَّهُمَّ اغْفِرْ لِي مَا قَدَّمْتُ وَمَا أَخَّرْتُ، وَمَا أَسْرَرْتُ وَمَا أَعْلَنْتُ، أَنْتَ المُقَدِّمُ وَأَنْتَ المُؤَخِّرُ، وَأَنْتَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ

ژباړه او سرچینه

له ابو موسی رضي الله عنه نه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم به په دې دعا سره دعا کوله: «رَبِّ اغْفِرْ لِي خَطِيئَتِي وَجَهْلِي، وَإِسْرَافِي فِي أَمْرِي كُلِّهِ، وَمَا أَنْتَ أَعْلَمُ بِهِ مِنِّي، اللَّهُمَّ اغْفِرْ لِي خَطَايَايَ، وَعَمْدِي وَجَهْلِي وَهَزْلِي، وَكُلُّ ذَلِكَ عِنْدِي، اللَّهُمَّ اغْفِرْ لِي مَا قَدَّمْتُ وَمَا أَخَّرْتُ، وَمَا أَسْرَرْتُ وَمَا أَعْلَنْتُ، أَنْتَ المُقَدِّمُ وَأَنْتَ المُؤَخِّرُ، وَأَنْتَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ».

"زما ربه! ماته زما ګناهونه او ناپوهي، په ټولو چارو کې زما اسراف او هغه څه چې ته پرې زما څخه ښه پوهېږې وبښې، یا الله ما ته زما ګناهونه وبښې؛ هغه چې ما په قصد او یا سهوې او خطا سره کړي دي، او دا ټول زما سره دي، یا الله ما ته زما هغه ګناهونه وبښې چې ما پخوا کړي دي او یا یې وروسته کوم، هغه چې ما په ښکاره کړي او هغه چې ما پټ کړي، ته مخکې کوونکی (د خېر د کارونو توفیق ورکوونکی) او ( د خېر له کارونو وروسته کوونکی یې چالره چې وغواړې)او ته پر هر څه قادر یې.

متفق علیه دی درجه: صحيح دی

شرح

د رسول الله صلى الله عليه وسلم له هر اړخيزه دعاګانو څخه يوه دا هم وه:

"رب اغفر لي خطيئتي" وذنبي، "وجهلي" وما وَقَع مِنِّي بدون علم.

"ربه، زما ګناه وبخښه" او زما "ناپوهي" او هغه څه چې زما په ناپوهۍ شوي دي.

"او زما په ټولو چارو کې زما اسراف" او زما غفلت او له حده تېرېدل.

"او هغه څه چې ته پرې زما څخه ښه خبر یې" ته پرې پوه شوی یې یا الله، او زما هېر دی.

"اې الله، ماته زما تېروتنې او قصدي ګناهونه وبخښه" او هغه چې په قصدي توګه زما څخه شوي دي، او هغه چې زه پوهېدم چې دا ګناه ده.

" زما قصدي ګناهونه او هغه چې په ټوکه کې شوي دي " او هغه چې زما څخه په ټوکو او په دواړو حالتونو کې شوي دي.

"وكل ذلك عندي" او دا ټول زما سره دي، ځکه چې ټول یاد شوي ګناهونه او عیبونه یې راونغاړل.

"اللهم اغفر لي ما قدمت" یا الله ماته د مخکنیو(ګناهونو) بخښنه وکړې، هغه چې تېر شوي، "وما أخرت" او هغه چې وروسته راڅخه کېږي، چې په راتلونکي کې به راځي.

"وما أسررت" او هغه چې ما پټ کړي" "وما أعلنت" او هغه چې ما ښکاره کړي.

"أنت المقدم وأنت المؤخر" " ته مخته کوونکی او ته وروسته کوونکی یې، له خپلو بندګانو څخه چې چالره وغواړې نو په خپل توفیق سره یې مهربانۍ او ستا د خوښې وړ کړنو ته ورمخکې کوې، او چا لره چې وغواړې نو په ذلیل کولو سره یې وروسته کوې، نو څوک چې تا وروسته کړی وي هغه لره مخته کوونکی نشته، او څوک دې چې تا مخته کړی وي هغه لره وروسته کوونکی نشته.

"وأنت على كل شيء قدير" او ته په هر څه قادر یې، قدرت دې پوره او اراده دې بشپړه ده، هر څه چې وغواړې هغه کولی شې.

ګټې

  • د دې دعا فضیلت او د رسول الله صلی الله علیه وسلم پر پیروۍ ټینګار.
  • له اسراف څخه ممانعت او دا چې اسراف کوونکی د سزا وړ دی.
  • الله تعالی د انسان پر حال له هغه څخه ښه پوه دی، نو باید چې خپل کارونه الله ته وسپاري؛ ځکه کېدی شي چې غلط شي په داسې حال کې چې نه به پوهیږي.
  • کله انسان په ټوکه هم نیول کیږي لکه څنګه چې په قصدي ګناه سره نیول کیږي، نو انسان باید په ټوکو کې پاملرنه وکړي او له احتیاط نه کار واخلي.
  • ابن حجر العسقلاني وايي: ما (د دې حدیث) په ​​هېڅ روايت کې د دې دعا لپاره ځای نه دی موندلی مګر دا چې د ډېری روایتونو په وروستۍ برخه کې راغلي چې... هغه به دا دعا د شپې (تهجد) لمانځه کې وییله، او دا هم راغلي چې هغه به د لمانځه په اخر کې ویله، او په دې اړه په رواياتو کې اختلاف دی چې آيا له سلام نه مخکې يې ويله که وروسته؟ دواړه روایتونه راغلي دي.
  • آیا رسول الله صلی الله علیه وسلم تېروتنه کوله چې بخښنه یې غوښتله؟ویل کېږي چې هغه دا کار د عاجزۍ او نفس په زغم عادت کولو لپاره کاوه، او یا دا چې هغه صلی الله علیه وسلم په بشپړه توګه د یو عمل نه تر سره کول او یا د هغه کار پرېښودل چې لومړیتوب یې درلوده ګناه شمېرلې ده، یا دا چې موخه هغه کارونه و چې په سهوه کې ترې تر سره شوي دي، یا هغه چې له نبوت څخه وړاندې وو، او داسې هم ویل شوي چې: بښنه غوښتل عبادت دی نو کول یې واجب دي، نه دا چې د بخښنې غوښتلو په موخه وي بلکه د عبادت په موخه. او داسې هم ویل شوي چې: پدې کې یې د امت لپاره خبرداری او تعلیم دی؛ هسې نه چې ځان خوندي احساس کړي او بخښنه غوښتل پرېږدي.

په HadeethEnc.com کې یې ولولئ

۳ یو ځل

ژباړه او سرچینه

له ابو هریره - رضي الله عنه - څخه روایت دی (هغه) له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه په هغه څه کې روایت کوي چې هغه یې له خپل رب څخه حکایت کوي، وایي: « یوه بنده په ګناه کولو سره ګناه وکړه او ویې ویل: اې الله ماته زما ګناه وبخښه، نو الله تبارک وتعالی وفرمایل: زما بنده ګناه وکړه او پوهه شو چې یو رب یې شته چې ګناهونه بخښي او په ګناه نیول کوي، بیا راوګرځید او ګناه یې وکړه، ویې ویل: اې ربه! ماته زما ګناه وبخښه، رب العزت وفرمایل: زما بنده ګناه وکړه، او پوهه شو چې هغه یو رب لري چې ګناهونه بخښي، او په ګناه نیول کوي، بیا راوګرځېده ګناه یې وکړه او ویې وییل: اې ربه ! ماته زما ګناه وبخښه، نو الله تبارک و تعالی وفرمایل: زما بنده په ګناه کولو سره ګناه وکړه، نو پوهه شو چې هغه یو رب لري چې ګناهونه بخښي او په ګناه نیول کوي، څه دې چې خوښه وي هغه وکړه، ځکه چې ما تاته بخښنه کړې ده».

متفق علیه دی درجه: صحيح دی

شرح

رسول الله صلی الله علیه وسلم له خپل رب څخه روایت کوي چې کله یو بنده ګناه وکړي او بیا ووایي چې: اې الله! ما ته زما ګناه وبخښه، الله تعالی وفرمایي- زما بنده ګناه وکړه او پوهه شو چې هغه یو رب لري چې ګناه بخښی، نو پرده پرې واچوي او ورته ترې تېر شي، او یا پرې سزا ورکوي، - (بیا وفرمایي) ما هغه ته بخښنه وکړه. بیا بنده راوګرځېد او ګناه یې وکړه، ویې وییل: اې ربه زما! ماته زما ګناه وبخښه، نو الله تعالی وفرمایل: زما بنده ګناه وکړه، نو پوهه شو چې هغه یو رب لري چې ګناه بخښي - نو پرده پرې واچوي او ورته ترې تېر شي - او یا پرې سزا ورکوي (نو وفرمایي) یقینا چې ما مې خپل بنده ته بخښنه وکړه. بیا راوګرځېد ګناه یې وکړه، ویې وییل: ربه ماته زما ګناه وبخښه، نو الله تعالی وفرمایل: بنده مې ګناه وکړه، نو پوهه شو چې هغه یو رب لري چې ګناه بخښي، نو پرده پرې واچوي او ورته ترې تېر شي، او یا پرې سزا ورکړي (نو وفرمایي) یقینا چې ما مې بنده ته بخښنه وکړه، نو څه چې غواړي هغه دې وکړي تر څو پورې چې هغه ګناه وکړي، نو ګناه پرېږدي، پښېمانه شي او هوډ وکړي چې بیا به (ګناه کولو ته) نه ورګرځي، خو نفس پرې غالبه شي، نو په ګناه کې یو ځل بیا ښکېل شي، نو تر څو پورې چې داسې کوي؛ چې ګناه کوي او توبه وباسي، نو زه به ورته بخښنه کوم، یقینا چې توبه له هغې مخکې هر څه ویجاړوي.

ګټې

  • پر بندګانو باندې د الله تعالی لوی رحمت، او دا چې که انسان څومره ګناهونه وکړي او هر څه وکړي نو الله تعالی یې توبه قبلوي کله چې هغه ته توبه وباسي او هغه ته بېرته وروګرځي.
  • مؤمن له خپل رب څخه د بخښنې تمه لري، د هغه له عذابه وېرېږي، نو په تېزۍ سره توبه وباسي او ګناه ته دوام نه ورکوي.
  • د ریښتینې توبې شرطونه: د ګناه پرېښودل، پر (ګناه) پښېمانه کېدل، او ګناه ته د بیرته نه راګرځیدلو هوډ کول، او که چېرته توبه د بندګانو د مال، عزت او نفس په اړه وي (یعنې د بندګانو حقونه ورپورې تړلي وي)، نو څلورم شرط پکې اضافه کېږي، چې هغه: د حق له خاوند څخه ځان خلاصول دي، او یا یې هغه ته حق ورکول دي.
  • د الله تعالی د پېژندنې اهمیت، چې له امله یې بنده د خپل دین په چارو کې پوهه تر لاسه کوي نو کله چې ګناه وکړي، توبه وباسي، نو نه ناهیلی کېږي او نه په ګناه کې وړاندې ځي.

په HadeethEnc.com کې یې ولولئ

۴ یو ځل

ژباړه او سرچینه

له انس بن مالک رضي الله عنه څخه روایت دی وایې چې: ما له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه اوریدلي چې فرمایل یې: الله پاک فرمایلي: يَا ابْنَ آدَمَ إِنَّكَ مَا دَعَوْتَنِي وَرَجَوْتَنِي غَفَرْتُ لَكَ عَلَى مَا كَانَ فِيكَ وَلاَ أُبَالِي، يَا ابْنَ آدَمَ لَوْ بَلَغَتْ ذُنُوبُكَ عَنَانَ السَّمَاءِ ثُمَّ اسْتَغْفَرْتَنِي غَفَرْتُ لَكَ، وَلاَ أُبَالِي، يَا ابْنَ آدَمَ إِنَّكَ لَوْ أَتَيْتَنِي بِقُرَابِ الأَرْضِ خَطَايَا ثُمَّ لَقِيتَنِي لاَ تُشْرِكُ بِي شَيْئًا لأَتَيْتُكَ بِقُرَابِهَا مَغْفِرَةً»،

«اې د آدم زویه، تر څو چې ته ما رابلې او ماته امید ساتې، زه درته بخښنه کوم که هر څومره ګناهکار وې او پروا نه ساتم، اې د آدم زویه، که ستا ګناهونه د آسمان تر کنارو ورسېږي او بیا له ما څخه بخښنه وغواړې، زه درته بښنه کوم او پروا نه ساتم، اې د آدم زویه که ته ماته د ځمکې په اندازه له ګناهونو سره راشې او بیا زما سره مخ شې په داسې حال کې چې ماسره دې شرک نه وي کړی، نو په همدې اندازه به درته بخښنه وکړم».

الترمذي روایت کړی دی درجه: حسن

شرح

رسول الله صلی الله علیه وسلم په دې اړه خبر ورکړ چې الله تعالی په قدسي حدیث کې فرمایلي: « اې د آدم زویه! تر څو چې ما رابلې او زما مهربانۍ ته هیله مند یې او مایوسه نه یې؛ په ګناه دې پرده اچوم، درڅخه یې پاکوم او په اړه یې هېڅ پروا نه ساتم؛ که څه هم دا ګناه او نافرماني له کبیره ګناهونو څخه وي. اې د آدم زویه: که ستا ګناهونه دومره زیات شي چې د آسمان او ځمکې تر منځ واټن ډک کړي، تر دې چې کنارو ته یې ورسیږي او اړخونه یې هم ونیسي او بیا له ما څخه بخښنه وغواړې، نو ګناهونه به دې له منځه یوسم او ټول به درته وبخښم، پرته له دې چې ډېروالي ته یې وګورم.

اې د ادم زویه: که ته له مرګه وروسته ماته له دومره ګناهونو او نافرمانیو سره راشې چې د ځمکې د ډکوالي په اندازه وي او ته موحد مړ شوی یې او زما سره دې شرک نه وي کړی؛ نو زه به یې په مقابل کې د ځمکې د ډکوالي په اندازه بخښنه وکړم؛ ځکه چې زه د لوی مغفرت خاوند یم او له شرک پرته ټول ګناهونه بخښم.

ګټې

  • د الله تعالی د رحمت، بخښنې او فضل پراخوالی.
  • د توحید فضیلت، او دا چې الله تعالی موحدینو ته ګناهونه او تېروتنې بخښي.
  • د شرک خطر او دا چې الله مشرک ته بخښنه نه کوي.
  • ابن رجب وايي: په دې حدیث کې هغه درې لاملونه شامل دي چې له مخې یې ګناهونه بخښل کیږي: لومړی: له امید سره دعا، دویم: استغفار او د توبې غوښتل، دریم: د توحید له (عقیدې سره) مړینه.
  • دا هغه حدیث دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم یې له خپل رب څخه روایتوي او قدسي یا الهي حدیث ورته ویل کیږي او دا هغه ډول حدیث دی چې الفاظ او معنا یې د الله له طرفه دي، خو د قرآن کریم هغه ځانګړتیاوې نه لري چې له نورو یې جلا کوي، لکه: په تلاوت سره یې عبادت کول، طهارت ورته کول، ننګونه، معجزه او داسې نور.
  • ګناهونه په درې ډوله دي: لومړی: له الله سره شرک کول؛ چې الله تعالی یې نه بښي، الله جل جلاله فرمایلي: {إنه من يُشرك بالله فقد حرم الله عليه الجنة}(بیشکه څوک چې په الله شرک وکړي، نو یقینا چې الله پرې جنت حرام کړ)، دویم: پر خپل ځان د بنده ظلم چې ګناهونه او تېروتنې کوي، نو دا د هغه او د هغه د رب تر منځ خبره ده؛ نو الله تعالی یې ورته بښي او که وغواړي نو ورته ترې تېریږي، دریم: هغه ګناهونه چې الله تعالی ترې هېڅ نه تېرېږي لکه: د بندګانو خپلمنځي ظلمونه، چې پدې کې خامخا قصاص اخېستل کېږي.

په HadeethEnc.com کې یې ولولئ

پوښتنې

په دې پاڼه کې څه دي؟

د استغفار دعا: هر یو په عربي، له ژباړې، د سرچینې حدیث، درجې او شرحې سره.

ژباړې له کومه راغلې دي؟

له HadeethEnc.com څخه، چې د ژباړل شوو نبوي احادیثو پوهنغونډ دی. هر حدیث لکه څنګه چې دوی خپور کړی، له سرچینې او درجې سره او د اصل له لینک سره ښودل کېږي.

ایا زه ورځنۍ یادونه ترلاسه کولی شم؟

هو. د اندروید لپاره وړیا قبس اپ هره ورځ تاسو ته د سهار او ماښام اذکار در یادوي او همدا شمېرونکی لري.