درود: پر نبي کریم ﷺ درود ویل

پر نبي کریم ﷺ څنګه درود ووایو، او ثواب یې.

۱ یو ځل

اللَّهُمَّ صَلِّ عَلَى مُحَمَّدٍ وَعَلَى آلِ مُحَمَّدٍ، كَمَا صَلَّيْتَ عَلَى آلِ إِبْرَاهِيمَ، إِنَّكَ حَمِيدٌ مَجِيدٌ، اللَّهُمَّ بَارِكْ عَلَى مُحَمَّدٍ وَعَلَى آلِ مُحَمَّدٍ، كَمَا بَارَكْتَ عَلَى آلِ إِبْرَاهِيمَ، إِنَّكَ حَمِيدٌ مَجِيدٌ

ژباړه او سرچینه

له عبدالرحمن بن ابي لیلی څخه روایت دی، وایي چې: کعب بن عجره راسره مخ شو، نو ویې وییل: ایا زه تاته ډالۍ در نه کړم؟ رسول الله صلى الله عليه وسلم موږ ته بهر راووت نو ویې فرمایل: اى د الله جل جلاله رسوله، یقینا دا مو زده کړی چې څرنګه پر تا سلام ووایو، خو درود درباندې څنګه ووایو؟ ویې فرمایل: « نو وایئ: اللَّهُمَّ صَلِّ عَلَى مُحَمَّدٍ وَعَلَى آلِ مُحَمَّدٍ، كَمَا صَلَّيْتَ عَلَى آلِ إِبْرَاهِيمَ، إِنَّكَ حَمِيدٌ مَجِيدٌ، اللَّهُمَّ بَارِكْ عَلَى مُحَمَّدٍ وَعَلَى آلِ مُحَمَّدٍ، كَمَا بَارَكْتَ عَلَى آلِ إِبْرَاهِيمَ، إِنَّكَ حَمِيدٌ مَجِيدٌ».«یا الله! پر محمد - صلی الله علیه وسلم - او د هغه پرکورنۍ رحمت ووروه، لکه پر ابراهیم -علیه السلام- او د هغه پرکورنۍ دې چې ورولی و، بېشکه ته ستایل شوی او لوی یې. یا الله! پر محمد صلی الله علیه وسلم او د هغه پر کورنۍ برکتونه ووروه، لکه پر ابراهیم - علیه السلام - او د هغه پرکورنۍ دې چې ورولي و، بېشکه ته ستایل شوی او لوی یې».

متفق علیه دی درجه: صحيح دی

شرح

صحابه کرامو له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه پوښتنه وکړه چې پر هغه څنګه درود ووایي؟ وروسته له دې چې په التحیات کې یې پرې سلام اچول زده کړي وو: "السلام عليك أيها النبي ورحمة الله وبركاته..."؟ نو رسول الله صلی الله علیه وسلم هغوی ته د درود وییلو او معنی په اړه یې خبر ورکړ: "اللهم صلِّ على محمدٍ وعلى آل محمد"

«اې الله! پر محمد صلی الله علیه وسلم او د هغه پرکورنۍ رحمت ووروه». یعنې: په لوړ مجلس کې یې په ښایسته وینا سره یاد کړه، او په دین کې د هغه د پیروانو او له خپلوانو څخه یې د مؤمنانو تر منځه. "كما صلَّيتَ على آل إبراهيم"

"لکه څنګه دې چې د ​​​​ابراهيم پر کورنۍ درود ویلی دی" لکه څنګه چې تا د ابراهیم علیه السلام پر کورنۍ، یعنی ابراهیم، ​​اسماعیل، اسحاق او د هغوی په اولاده او د هغوی په وفادارو پیروانو خپل احسانونه نازل کړي دي، همدغسې په محمد صلی الله علیه وسلم باندې هم خپل رحمت نازل کړه. "إنك حميد مجيد"

"په يقين سره چې ته ستايل شوی او شرافت والا ذات يې" يعنې: هغه چې په خپل ذات، صفاتو او کړنو کې ستايل شوی یې، او په عظمت، واکمنۍ او سخاوت کې پراخه یې. "اللهم بارك على محمدٍ وعلى آل محمد كما باركتَ على آل إبراهيم"

«ای الله! برکت نازل کړه پر محمد صلی الله عليه وسلم او د محمد صلی الله عليه وسلم پر آل باندې، لکه څنګه چې دې برکت نازل کړی د ابراهیم عليه السلام پر آل باندې». يعنې هغه ته تر ټولو لوى خير او شرف وركړه او ورته یې زیات او ثابت کړه.

ګټې

  • سلفو به د علماوو د علم په اړه سره بحثونه کول.
  • د لمانځه په وروستي تشهد کې په رسول الله صلی الله علیه وسلم درود وېیل واجب دي.
  • رسول الله صلی الله علیه وسلم خپلو ملګرو ته پر هغه سلام او درود وېیل ورزده کړي وو.
  • دا په رسول الله صلی الله علیه وسلم د درود وېیلو تر ټولو بشپړه صیغه ده.

په HadeethEnc.com کې یې ولولئ

۲ یو ځل

ژباړه او سرچینه

له حسین بن علي بن ابي طالب رضي الله عنهما څخه روایت دی وایې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «الْبَخِيلُ مَنْ ذُكِرْتُ عِنْدَهُ فَلَمْ يُصَلِّ عَلَيَّ».

«بخیل هغه څوک دی چې زه ئې په وړاندې یاد شم او درود راباندې ونه وایي».

الترمذي او النسائي په سنن الکبری او احمد هم روايت کړی دی درجه: صحيح دی

شرح

رسول الله صلی الله علیه وسلم د هغه د نوم، لقب او صفت په اورېدلو سره پر هغه د درود نه ویلو په اړه خبردارى ورکړی او فرمايلي یې دي چې: بشپړ بخيل هغه څوک چې زه یې پر وړاندې یاد شم او درود راباندې ونه وایي، ځکه چې:

لومړی: دا په داسې یو څه بخل دی چې له امله یې هیڅ شی له لاسه نه ورکوي؛ نه لږ او نه ډېر، نه پرې پیسي ورکوي او نه پرې زیات زیار باسي.

دویم: دې انسان په خپل ځان بخل وکړ او په رسول الله صلی الله علیه وسلم د درود ویلو له امله یې له ثواب څخه محروم کړ؛ ځکه چې په درود نه ویلو سره یې د داسې یو حق له ادا کولو ډډه وکړه چې ادا کول یې پرې لازم و، ځکه چې امر ورته شوی او ثواب پرې تر لاسه کیږي.

دریم: په درود وییلو کې د رسول الله صلی الله علیه وسلم د حق یوه برخه ادا کېږي، ځکه چې هغه موږ پوه کړي یو، موږ ته یې لارښوونه کړې، او همغه موږ د الله جل جلاله لارې ته بللي یو، او دا وحی او دا شریعت یې موږ ته راوړی، نو هغه -له الله جل جلاله وروسته- زموږ د هدایت لامل دی، نو څوک چې پرې درود نه وایي هغه په خپل ځان او خپل نبي صلی الله علیه وسلم بخل کوي، او تر ټولو کوچنی حق یې نه ادا کوي.

ګټې

  • په رسول الله صلی الله علیه وسلم د درود ویلو نه انکار کول د بخل او کنجوسۍ نښه ده.
  • په رسول الله صلی الله علیه وسلم درود ویل په هر وخت کې الله تعالی ته د نږدې تر ټولو غوره عمل او پیروي ده او د هغه د نوم د یادېدو پر مهال پرې زیات ټینګار کیږي.
  • نووي فرمایلي دي چې: په رسول الله صلی الله علیه وسلم د درود وییلو پر مهال دې ورسره سلام هم یو ځای شي، او یوازې یو دې: صلی الله علیه ) او (علیه السلام) نه وایي.
  • ابو العالیة د الله تعالی د دې وینا په اړه فرمایلي: (إن الله وملائكته يصلون على النبي) یعنې الله او ملايکې یې په نبي درود وایي، فرمایي چې: په خپل نبي د الله تعالی له درود څخه موخه د هغه ستاینه ده، او د انسانانو او ملاېکو لخوا درود؛ دعا ده.
  • حلیمي فرمایلي دي چې د «اللهم صلّ على محمد» معنا دا ده چې: اې الله په دنیا کې یې یاد لوړ کړې، دین ته یې بریا ورکړې، او شریعت یې تلپاتې کړې، او په آخرت کې یې: د خپل امت سفارش کوونکی وګرځوې، دروند ثواب او بدله ورکړې، اولینو او آخرینو ته فضیلت د مقام محمود په ورکولو سره څرګند کړې او پر ټولو مقربو بندګانو یې مخکښ وګرځوې.

په HadeethEnc.com کې یې ولولئ

۳ یو ځل

ژباړه او سرچینه

له ابو هریرة رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «د هغه چا پوزه دې په خاورو ککړه شي چې پر وړاندې یې زما یادونه وشي او پر ما درود و نه ووایي، د هغه چا پوزه دې په خاورو ککړه شي چې رمضان پرې راشي او مخکې له دې ترې ووځي چې بخښنه ورته نه وي شوي، او د هغه چا پوزه دې په خاورو ککړه شي چې مور او پلار یې زړښت ته ورسېږي او د هغوی د (خدمت په پایله) کې جنت ته داخل نه شي».

الترمذي او احمد روايت کړی دی درجه: صحيح دی

شرح

رسول الله صلی الله علیه وسلم درې ډوله خلکو ته ښېراوې وکړې چې پوزه دې یې په خاورو ککړه شي یعنې په ذلت، سپکوالي او تاوان کولو سره: لومړی ډول: هغه څوک چې پر وړاندې یې د رسول الله صلی الله علیه وسلم یادونه وشي خو هغه پرې درود و نه وايي، یعنې: «صلى الله عليه وسلم» یا ورته نورو الفاظو سره. په چا چې د روژې میاشت راشي او مخکې لدې چې بخښنه ورته وشي میاشت ترې لاړه شي، یعنې په عبادت کې د نېمګړتیاوو له امله. درېیم: هغه سړی چې مور او پلار یې د زړښت پر مهال ژوندي وو، خو د ده د نافرمانۍ او په حق کې یې د کوتاهۍ له امله هغوی دواړه دده لپاره جنت ته د داخلېدو سبب ونه ګرځېدل.

ګټې

  • السندي ويلي: پایله دا چې هر یو له دې کسانو داسې یو فرصت درلوده چې که کوتاهي یې نه وای کړې، نو ډېر خېر به یې تر لاسه کړی و، خو چې کوتاهي یې وکړه او فرصت یې له لاسه ورکړ، نو ناکام او زیانمن شو.
  • کله چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم نوم یادېږي، نو پر هغه درود ویلو ته هڅول.
  • په رمضان میاشت کې د عبادت لپاره جدي هڅه کول او ورته په ملا تړلو ټینګار.
  • د والدینو په حق کې سخت کوښښ کول، هغوی ته درناوی کول، په ځانګړې توګه د هغوی د زړښت پرمهال.

په HadeethEnc.com کې یې ولولئ

پوښتنې

په دې پاڼه کې څه دي؟

پر نبي کریم ﷺ درود: هر یو په عربي، له ژباړې، د سرچینې حدیث، درجې او شرحې سره.

ژباړې له کومه راغلې دي؟

له HadeethEnc.com څخه، چې د ژباړل شوو نبوي احادیثو پوهنغونډ دی. هر حدیث لکه څنګه چې دوی خپور کړی، له سرچینې او درجې سره او د اصل له لینک سره ښودل کېږي.

ایا زه ورځنۍ یادونه ترلاسه کولی شم؟

هو. د اندروید لپاره وړیا قبس اپ هره ورځ تاسو ته د سهار او ماښام اذکار در یادوي او همدا شمېرونکی لري.