أَلَمۡ نَشۡرَحۡ لَكَ صَدۡرَكَ ١
94-1 ایا مونږ تا لره ستا سینه نه ده فراخه كړې
ژباړه: Pashto Translation - Abu Zakaria
بِسۡمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحۡمَٰنِ ٱلرَّحِيمِ
أَلَمۡ نَشۡرَحۡ لَكَ صَدۡرَكَ ١
94-1 ایا مونږ تا لره ستا سینه نه ده فراخه كړې
وَوَضَعۡنَا عَنكَ وِزۡرَكَ ٢
94-2 او له تا نه مو ستا دروند بار كوز كړى
ٱلَّذِيٓ أَنقَضَ ظَهۡرَكَ ٣
94-3 هغه (بار) چې ستا شا يې كږه (او) درنه كړې وه
وَرَفَعۡنَا لَكَ ذِكۡرَكَ ٤
94-4 او تا لپاره مو ستا ذكر اوچت كړ
فَإِنَّ مَعَ ٱلۡعُسۡرِ يُسۡرًا ٥
94-5 نو بېشكه له سختۍ سره اساني شته
إِنَّ مَعَ ٱلۡعُسۡرِ يُسۡرٗا ٦
94-6 بېشكه له سختۍ سره اساني شته
فَإِذَا فَرَغۡتَ فَٱنصَبۡ ٧
94-7 نو كله چې ته فارغ شې، نو (په عبادت كې،) ځان ستړى كوه
وَإِلَىٰ رَبِّكَ فَٱرۡغَب ٨
94-8 او خاص خپل رب ته رغبت (او زاري) كوه
سورت الشرح 8 آیتونه لري. دا د قرآن کریم سورت شمېره 94 دی.
سورت الشرح یو مکي سورت دی.
سورت الشرح په پاره 30 کې دی.
هو. د دې مخ په سر کې د غږولو تڼۍ کېکاږئ، یا له هر آیت څخه پیل وکړئ. د قبس په اپلیکیشن کې یې د آفلاین اورېدو لپاره ډاونلوډ هم کولی شئ.