سورت الضحى الضحى

ژباړه: Pashto Translation - Abu Zakaria

بِسۡمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحۡمَٰنِ ٱلرَّحِيمِ

وَٱلضُّحَىٰ ١

93-1 قسم دى په څاښت باندې

وَٱلَّيۡلِ إِذَا سَجَىٰ ٢

93-2 او په شپه باندې كله چې قراره شي

مَا وَدَّعَكَ رَبُّكَ وَمَا قَلَىٰ ٣

93-3 چې ته خپل رب نه پریښى يې او نه يې (درسره) بغض ساتلى دى

وَلَلۡأٓخِرَةُ خَيۡرٞ لَّكَ مِنَ ٱلۡأُولَىٰ ٤

93-4 او خامخا اخرت تا لپاره له دنیا نه ډېر غوره دى

وَلَسَوۡفَ يُعۡطِيكَ رَبُّكَ فَتَرۡضَىٰٓ ٥

93-5 او خامخا ژر به تا ته ستا رب دركړي، نو ته به راضي (خوشحاله) شې

أَلَمۡ يَجِدۡكَ يَتِيمٗا فَـَٔاوَىٰ ٦

93-6 ایا ته يې یتیم نه وې موندلى؟ پس پناه ځاى يې دركړ

وَوَجَدَكَ ضَآلّٗا فَهَدَىٰ ٧

93-7 او ته يې ناخبره (او ناپوه) وموندلې، نو لار ښوونه يې (درته) وكړه

وَوَجَدَكَ عَآئِلٗا فَأَغۡنَىٰ ٨

93-8 او ته يې فقیر وموندلې، نو غني يې كړې

فَأَمَّا ٱلۡيَتِيمَ فَلَا تَقۡهَرۡ ٩

93-9 نو هر چې یتیم دى، نو ته (ده ته) قهر مه كوه

وَأَمَّا ٱلسَّآئِلَ فَلَا تَنۡهَرۡ ١٠

93-10 او هر چې سوالګرى دى، نو ته يې مه رټه

وَأَمَّا بِنِعۡمَةِ رَبِّكَ فَحَدِّثۡ ١١

93-11 او پاتې شو (نعمت) نو ته د خپل رب نعمت بیانوه

پوښتنې

سورت الضحى څو آیتونه لري؟

سورت الضحى 11 آیتونه لري. دا د قرآن کریم سورت شمېره 93 دی.

ایا سورت الضحى مکي دی که مدني؟

سورت الضحى یو مکي سورت دی.

سورت الضحى په کومه پاره کې دی؟

سورت الضحى په پاره 30 کې دی.

ایا زه کولی شم سورت الضحى واورم؟

هو. د دې مخ په سر کې د غږولو تڼۍ کېکاږئ، یا له هر آیت څخه پیل وکړئ. د قبس په اپلیکیشن کې یې د آفلاین اورېدو لپاره ډاونلوډ هم کولی شئ.