سورت الشرح، آیت 6

94:6

إِنَّ مَعَ ٱلۡعُسۡرِ يُسۡرٗا ٦

94-6 بېشكه له سختۍ سره اساني شته

تفسیر

بېشکه له سختۍ او تنګۍ سره آساني، پراخي او ژغورل هم وي، کله چې پر دې پوه شوې؛ نو د خپل قوم ازار دې تا خپه نه کړي او نه دې تا الله ته له رابلنې راوګرځوي.