دعا کله قبلېږي؟ وختونه او لاملونه

هغه وختونه او حالتونه چې پکې د دعا د قبلېدو تر ټولو ډېره هیله وي.

۱ یو ځل

ژباړه او سرچینه

له ابو هریره رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: "بنده د سجدې پر مهال خپل رب ته تر ټولو ډېر نږدې وي، نو ډېره دعا وکړئ".

مسلم روايت کړی دی درجه: صحيح دی

شرح

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي چې بنده خپل رب ته تر ټولو نږدې هغه مهال وي کله چې دی سجده کوي، ځکه چې بنده د سجدې کولو پر مهال کې د خپل بدن تر ټولو غوره او عزتمن غړي - په تواضع، عاجزي او خاکسارۍ سره - الله تعالی ته په ځمکه ږدي.

او رسول الله صلی الله علیه وسلم په سجده کې په ډېرې دعا کولو باندې امر کړی دی، (ځکه) پدې سره الله تعالی ته په وینا او عمل دواړو سره یو ځای عاجزي ترسره کیږي.

ګټې

  • اطاعت بنده الله ته ډېر نږدې کوي.
  • په سجده کې د ډېرو دعاګانو مستحب والی؛ ځکه چې (سجده) د دعا د قبلېدو له ځایونو څخه یو دی.

په HadeethEnc.com کې یې ولولئ

۲ یو ځل

ژباړه او سرچینه

له ابو امامه رضي الله عنه نه روايت دی وایي چې عمرو بن عبسة رضي الله عنه له رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه اورېدلي چې فرمايل یې: "د نیمایي شپې په وروستۍ برخه کې الله تعالی بنده ته تر ټولو زیات نږدې وي، نو که دې وکولی شول له هغو خلکو شې چې هغه شیبېه کې الله یادوي نو شه".

أبو داود، الترمذي او النسائي روایت کړی دی درجه: صحيح دی

شرح

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي چې د شپې په وروستۍ دریمه برخه کې الله تعالی بنده ته ډېر نږدې وي؛ نو اې مؤمنه! که موفَق شوې او ودې کولی شول چې په دغه وخت کې له عبادت کوونکو، لمونځ کوونکو، ذکر کوونکو او توبه کوونکو څخه شې، نو دا یو فرصت دی چې له لاسه ورکول یې په کار نه دي، او باید کوښښ پکې وشي.

ګټې

  • د شپې په وروستۍ برخه کې ذِکر کولو ته د مسلمان هڅوونه.
  • وختونه په خپلو کې د ذکر، دعا او لمانځه لپاره یو پر بل فضیلتونه لري.
  • دلته دوه روایتونه راغلي: هغه وخت چې رب پکې خپل بنده ته ډېر نږدي وي، او بل روایت کې راغلي چې بنده پکې خپل رب ته ډېر نږدي وي. د دواړو تر منځه د توپیر په اړه میرک ویلي: دلته مراد هغه وخت دی چې رب پکې خپل بنده ته ډېر نږدي وي چې هغه د شپې وروستۍ برخه ده، او په هغه بل روایت کې د بنده د حالت په اړه وضاحت دی چې الله ته پکې ډېر نږدې وي؛ چې هغه د سجدې حالت دی.

په HadeethEnc.com کې یې ولولئ

۳ یو ځل

ژباړه او سرچینه

له انس بن مالک رضي الله عنه څخه روایت دی وایې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «الدُّعَاءُ لاَ يُرَدُّ بَيْنَ الأَذَانِ وَالإِقَامَةِ».

"د اذان او اقامت تر منځ دعا نه ردیږي".

أبو داود، الترمذي او النسائي روایت کړی دی درجه: صحيح دی

شرح

رسول الله صلی الله علیه وسلم د اذان او اقامت تر منځ د دعا فضیلت بیان کړی او فرمایلي یې دي چې نه ردیږي او خامخا قبلیږي، نو په دې وخت کې د الله تعالی نه دعا وغواړئ.

ګټې

  • د دعا لپاره د دې وخت فضیلت.
  • کله چې دعا کوونکی د دعا ادبونه مراعت کړي، غوره ځایونه او وختونه وپلټي، د الله تعالی له نافرمانۍ ځان وساتي، په شکونو او شبهو کې له لویدو ځان وساتي، په الله تعالی نېک باور ولري، نو ډېره نږدې ده چې د الله تعالی په امر یې دعا قبوله شي.
  • مناوي رحمه الله د دعا د قبلېدو په اړه فرمایي: د دعا د شرطونو، ارکانو او ادابو له پوره کولو وروسته دعا قبلیږي، که چېرته له دې څخه کوم یو کم و، نو یوازې خپل ځان دې ملامته کړي.
  • د دعا قبلېدل: یا به یې دعا ژر تر ژره قبوله شي، یا به ورڅخه د ورته شر مخه ونیسي او یا به ورته اجر په آخرت کې خوندي شي، دا ټول کارونه د الله تعالی د حکمت او رحمت مطابق تر سره کیږي.

په HadeethEnc.com کې یې ولولئ

۴ یو ځل

ژباړه او سرچینه

له ام الدرداء او ابو الدرداء رضی الله عنهما څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم به فرمایل: «خپل مسلمان ورور ته پسې شا دعا کول قبلېږي، سر ته یې ګمارل شوي ملاېک وي، نو هر کله چې دی خپل مسلمان ورور ته د خېر دعا غواړي، ګمارل شوې ملاېک وایي: آمین، او د همده په څېر دې ستا لپاره هم وي».

مسلم روايت کړی دی درجه: صحيح دی

شرح

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي چې د یو مسلمان دعا خپل مسلمان ورور ته د هغه په غیابت کې ځکه قبلېږي چې ډېر مخلصه وي، او دا چې د دعا کوونکي سر ته یوه ګمارل شوې ملاېک وي، نو هر کله چې دی خپل مسلمان ورور ته دعا کوي، پرې ګمارل شوې ملاېک وایي: آمین، او تا ته دې هم ستا د دعا مطابق درکړل شي.

ګټې

  • مؤمنان له یو بل سره خپلمنځي مهربانۍ ته هڅول، که څه هم په دعا کولو سره وي.
  • په غیاب کې دعا کول د ایمان او ورورګلوۍ د رېښتېنولۍ ښکاره ثبوت دی.
  • په ځانګړې توګه د غیابي دعا یادونه لدې امله شوې چې په نهایت اخلاص او د زړه په حضور سره کېږي.
  • مسلمان ته په غیاب کې دعا کول د قبلېدو له اسبابو څخه یو دی.
  • نووي رحمه الله ویلي: خپل مسلمان ورور ته د هغه په ​​غیاب کې دعا کول فضیلت لري، او که چېرته یې د مسلمانانو یوې ډلې ته دعا وکړه نو دا فضیلت ورته بیا هم حاصلېږي، او که ټولو مسلمانانو ته یې وکړه، نو داسې ښکاري چې دا هم ترلاسه کېږي، ځینو سلفو به چې کله ځانته دعا کوله نو هماغه دعا به یې خپل مسلمان ورور ته هم کوله؛ ځکه چې قبلېږی او ده ته هم د هغه په څېر اجر ورکول کېږي.
  • د ملاېکو د ځینو اعمالو بیان او دا چې له هغوی څخه ځینې داسې دي چې الله تعالی پر همدې عمل ګمارلي دي.

په HadeethEnc.com کې یې ولولئ

۵ یو ځل

ژباړه او سرچینه

له نعمان بن بشیر رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه مې اورېدلي دي چې فرمایل یې: «دعا عبادت دی »» بیا یې - دا آیت - ولوست: «{وَقَالَ رَبُّكُمُ ادْعُونِي أَسْتَجِبْ لَكُمْ إِنَّ الَّذِينَ يَسْتَكْبِرُونَ عَنْ عِبَادَتِي سَيَدْخُلُونَ جَهَنَّمَ دَاخِرِينَ} [غافر: 60]». «او ستاسو رب فرمايي: تاسو ما وبلئ چې زه ستاسو دعا قبوله كړم، بېشكه هغه كسان چې زما له عبادت نه تكبر كوي، ژر ده چې دوى به دوزخ ته ننوځي، په داسې حال كې چې خوار او ذلیله به وي» [غافر: ۶۰].

ابو داود، الترمذي، ابن ماجه او احمد روایت کړی دی درجه: صحيح دی

شرح

رسول لله صلى الله عليه وسلم خبر ورکوي چې دعا عبادت دى، نو واجب دي چې ټوله یوازې د الله تعالی لپاره وي، برابره خبره ده که هغه دعا وي او یا غوښتنه، چې د الله تعالی څخه هغه څه وغواړي چې ګټه ورته رسوي، او له هغه څه نه یې وساتي چې په دنیا او آخرت کې ورته زیان رسوي، او یا دا چې د عبادت دعا وي، چې هغه له هر هغه څه نه عبارت ده چې الله تعالی یې له ویناوو، ښکاره او پټو کړنو، قلبي، بدني او مالي عبادتونو څخه خوښوي.

بیا رسول الله صلی الله علیه وسلم پدې خبره ثبوت وړاندې کړ، ویې ویل چې الله تعالی فرمایلي دي: {ادعوني أستجب لكم إن الذين يستكبرون عن عبادتي سيدخلون جهنم داخرين}.

{ما وبلئ چې زه ستاسو دعا قبوله كړم، بېشكه هغه كسان چې زما له عبادت نه تكبر كوي، ژر ده چې دوى به دوزخ ته ننوځي، په داسې حال كې چې خوار او ذلیله به وي}.

ګټې

  • دعا د عبادت اصل او اساس دی، نو له الله پرته یې بل چاته صرفول روا ندي.
  • په دعا کې د بندګۍ حقیقت، د څښتن تعالی بډایتوب او د هغه په قدرت اعتراف دی او دا چې بنده هغه ته محتاج دی.
  • د الله تعالی له عبادت څخه د لویي کولو او د هغه د رابللو په پرېښودلو باندې لوی ګواښ، او دا چې هر څوک د هغه له رابللو څخه تکبر کوي نو دوزخ ته به ذلیل او سپک ننوځي.

په HadeethEnc.com کې یې ولولئ

۶ یو ځل

ژباړه او سرچینه

له ابوهریره رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «هېڅ شی د الله تعالی په نیز له دعا څخه زیات عزتمن ندی».

او ابن ماجه او احمد روايت کړی دی درجه: حسن

شرح

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي چې په عبادت کې هېڅ شی د الله تعالی په نزد له دعا څخه غوره ندی. ځکه چې پدې کې د الله تعالی په بډایتوب، په عاجزۍ او هغه ته په محتاجۍ اقرار کول دي.

ګټې

  • د دعا فضیلت او دا چې څوک الله جل جلاله رابلي نو دی هغه لره تعظیم کوونکی او پدې اقرار کوونکی دی چې هغه پاک ذات بډایه دی نو فقیر نه رابلل کیږي، او دا چې هغه اورېدونکی دی نو کوڼ نه رابلل کیږي، او دا چې هغه سخي دی نو بخیل نه رابلل کیږي، او دا چې هغه مهربانه دی نو سخت نه رابلل کیږي، او دا چې هغه قادر دی نو بې وسه نه رابلل کیږي، او دا چې هغه نږدې دى نو لرې اورېدل نه کوي، او داسې نور د الله پاک د جلال او جمال صفتونه.

په HadeethEnc.com کې یې ولولئ

۷ یو ځل

ژباړه او سرچینه

له ابو هریره رضي الله عنه څخه روایت دی وایې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «بېشکه الله جل جلاله پاک دی، یوازې پاک شیان مني، او بېشکه چې الله تعالی مؤمنانو ته په هغه څه امر کړی چې پیغمبرانو ته یې پرې کړی دی، الله تعالی فرمایلي: (اې رسولانو! تاسو له پاكیزه څیزونو خورئ او نېک عملونه كوئ)، او فرمایي: (اې هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! له هغو پاكو حلالو څیزونو څخه خورئ چې مونږ تاسو ته دركړي دي). بیا یې د داسې یو سړي یادونه وکړه چې اوږد سفر یې کړی وي، سر یې ببر وي او په ګردونو ککړ وي، د اسمان لور ته لاسونه پورته کړي او ووایي چې اې ربه! اې ربه! په داسې حال کې چې خوراک یې حرام وي، څښاک یې حرام وي، لباس یې حرام وي او په حرامو تغذیه شوی وي، نو څنګه به یې دعا قبوله شي».

مسلم روايت کړی دی درجه: صحيح دی

شرح

رسول الله صلی الله علیه وسلم خبر ورکوي چې الله جل جلاله پاک، ستایل شوی او له هر ډول نېمګړتیاوو او عیبونو څخه پاک او په کمالاتو سره یاد شوی دی، او الله جل جلاله له عملونو، ویناوو او عقایدو څخه یوازې هغه قبلوي چې پاک وي، کوم چې خاص د هغه لپاره وي، د هغه د پېغمبر د لارښوونو سره برابر وي، او نه ښایي چې له هغه پرته الله تعالی ته پر بل څه سره څوک نږدې شي، او تر ټولو ستر لامل چې په هغه سره د مؤمن عملونه پاکیزه کیږي، هغه پاک او حلال خواړه دي، چې په دې سره یې عمل پاکیږي. له دې امله الله تعالی مومنانو ته پر هغه څه امر کړی چې پېغمبرانو ته یې پرې کړی و، چې هغه حلال خواړه او نېک عملونه دي، الله تعالی فرمایلي یې دي: {يَا أَيُّهَا الرُّسُلُ كُلُوا مِنَ الطَّيِّبَاتِ وَاعْمَلُوا صَالِحًا، إِنِّي بِمَا تَعْمَلُونَ عَلِيمٌ} «اې رسولانو! تاسو له پاكیزه څیزونو خورئ او نېک عملونه كوئ، بېشكه زه په هغو كارونو چې تاسو يې كوئ، ښه عالم یم». او فرمایلي یې دي: {يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا كُلُوا مِنْ طَيِّبَاتِ مَا رَزَقْنَاكُمْ}. یعنې: «اې هغو كسانو چې ایمان يې راوړی دی! له هغو پاكو حلالو څیزونو څخه خورئ چې مونږ تاسو ته دركړي دي».

بیا رسول الله صلی الله علیه وسلم د حرامو خوړلو په اړه خبرداری ورکړ، کوم چې عمل فاسدوي او د قبلېدو مخه یې نیسي، که څه هم د قبلېدو لپاره یې څومره ظاهري اسباب وکاروي لکه:

لومړی: د طاعت په مقصد د سفر اوږدول لکه حج، جهاد، کورنۍ اړیکې پالل او داسې نور.

دوهم: ګډوډ وېښتان چې ګمنځ شوي نه وي، د ځان او کالیو رنګ یې خړپړ کېدل او په خاورو ککړېدل، هغه څه چې د ده پر اړمنتیا دلالت کوي.

دریم: د اسمان لور ته په دعا سره لاسونه پورته کوي.

څلورم: الله تعالی ته د هغه نومونه وسیله کوي او زیات ټېنګار کوي لکه چې وایې: اې ربه! اې ربه!

سره له دې ټولو اسبابو یې بیا هم دعا نه اورېدل کیږي؛ ځکه چې خوراک، څښاک او لباس یې حرام دی او په حرامو سره خوراک ورکول شوی دی، نو لرې ده چې د دا ډول صفت لرونکو دعا قبوله شي، او څنګه به یې دعا قبوله شي؟!

ګټې

  • په ذات، صفتونو، افعالو او احکامو کې د الله جل جلاله کمال او بشپړتیا.
  • الله جل جلاله ته د عمل پر اخلاص او د پېغمبر صلی الله علیه وسلم په پیروي امر.
  • د هغه څه کارول چې عمل ته پرې هڅول کیږي، لکه رسول الله صلی الله علیه وسلم چې فرمایلي: "الله تعالی مومنانو ته پر هغه څه امر کړی چې پېغمبرانو ته یې پرې کړی دی"، نو کله چې مؤمن پوه شي چې په دې کار پېغمبرانو ته امر شوی، نو هغه په دې سره پیاوړی کیږي او اطاعت ته هڅول کیږي.
  • حرام خوړل د دعا د قبلېدو له موانعو څخه یو دی.
  • د دعا د قبلېدلو له اسبابو څخه پنځه اسباب: یو یې: د سفر اوږدوالی؛ په کوم سره چې په انسان کې عاجزي پیدا کیږي او عاجزي د قبلېدو له سترو لاملونو څخه یو دی، دویم: د اړتیا حالت (اضطرار)، دریم: د آسمان لور ته لاسونه پورته کول، څلورم: پر الله جل جلاله د هغه د ربوبیت په یادولو سره ټینګار کول چې دعا قبوله کړي او دا هم یو له هغو سترو اسبابو څخه یو دی چې د دعا قبلېدل پرې غوښتل کیږي، پنځم: پاکیزه خوراک او څښاک.
  • د حلال او پاکیزه خوراک خوړل د نیکو عملونو په کولو کې مرسته کوي.
  • قاضي ویلي: پاک د پلیت او ناپاک ضد دی، نو کله چې پرې الله تعالی یادل کړل شي نو موخه ترې دا وي چې هغه ذات له هر ډول نیمګړتیاوو او آفتونو څخه پاک دی، او کله چې پرې بنده په مطلق ډول یاد شي نو موخه ترې دا وي چې له ناوړه اخلاقو او عملونو څخه پاک دی او پر ضد یې موصوف دی او کله چې پرې مال یاد شي نو موخه ترې حلال او غوره مال وي.

په HadeethEnc.com کې یې ولولئ

پوښتنې

په دې پاڼه کې څه دي؟

دعا کله قبلېږي: هر یو په عربي، له ژباړې، د سرچینې حدیث، درجې او شرحې سره.

ژباړې له کومه راغلې دي؟

له HadeethEnc.com څخه، چې د ژباړل شوو نبوي احادیثو پوهنغونډ دی. هر حدیث لکه څنګه چې دوی خپور کړی، له سرچینې او درجې سره او د اصل له لینک سره ښودل کېږي.

ایا زه ورځنۍ یادونه ترلاسه کولی شم؟

هو. د اندروید لپاره وړیا قبس اپ هره ورځ تاسو ته د سهار او ماښام اذکار در یادوي او همدا شمېرونکی لري.