اللَّهُمَّ رَبَّنَا آتِنَا فِي الدُّنْيَا حَسَنَةً، وَفِي الآخِرَةِ حَسَنَةً، وَقِنَا عَذَابَ النَّارِ
ژباړه او سرچینه
له انس رضي الله عنه څخه روایت دی وایي: "اې الله زموږ ربه، موږ ته په دنيا او اخرت کې خېر راکړه، او د اور له عذابه مو وساته".
متفق علیه دی درجه: صحيح دی
شرح
رسول الله صلی الله علیه وسلم به ډیری وخت جامعه دعاګانې کولې چې له هغو څخه یوه دا ده: "اللهم ربنا آتنا في الدنيا حسنة، وفي الآخرة حسنة، وقنا عذاب النار"، دا دعا د دنيا ښېګڼو ته شامله ده، لکه خوندور، پراخه او حلال رزق، صالحه مېرمن، داسې اولادونه چې سترګې پرې یخیږي، هوساینه، ګټور علم، نيک عمل او داسې نورې مطلوبې او روا غوښتنې او د آخرت خېر لکه: د قبر او آخرت سختو حالاتو او د جهنم له عذابونو څخه په امن کې پاتې کېدل، د الله جل جلاله خوښي او ابدي نعمتونو تر لاسه کول او ډېر مهربان رب ته نږدې کېدل.
ګټې
- دا غوره ده چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم پسې د پيروۍ له مخې جامعه دعاګانې وغوښتل شي.
- ښه ده چې انسان په خپله دعا کې د دنیا او آخرت خیرونه سره یوځای کړي.