درس 3 له 4
مسلمان باید څنګه خبرې وکړي او له ګاونډیانو سره څنګه چلند وکړي؟
له قرآن څخه
يَٰٓأَيُّهَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُواْ لَا يَسۡخَرۡ قَوۡمٞ مِّن قَوۡمٍ عَسَىٰٓ أَن يَكُونُواْ خَيۡرٗا مِّنۡهُمۡ وَلَا نِسَآءٞ مِّن نِّسَآءٍ عَسَىٰٓ أَن يَكُنَّ خَيۡرٗا مِّنۡهُنَّۖ وَلَا تَلۡمِزُوٓاْ أَنفُسَكُمۡ وَلَا تَنَابَزُواْ بِٱلۡأَلۡقَٰبِۖ بِئۡسَ ٱلِٱسۡمُ ٱلۡفُسُوقُ بَعۡدَ ٱلۡإِيمَٰنِۚ وَمَن لَّمۡ يَتُبۡ فَأُوْلَٰٓئِكَ هُمُ ٱلظَّٰلِمُونَ ﴿١١﴾ يَٰٓأَيُّهَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُواْ ٱجۡتَنِبُواْ كَثِيرٗا مِّنَ ٱلظَّنِّ إِنَّ بَعۡضَ ٱلظَّنِّ إِثۡمٞۖ وَلَا تَجَسَّسُواْ وَلَا يَغۡتَب بَّعۡضُكُم بَعۡضًاۚ أَيُحِبُّ أَحَدُكُمۡ أَن يَأۡكُلَ لَحۡمَ أَخِيهِ مَيۡتٗا فَكَرِهۡتُمُوهُۚ وَٱتَّقُواْ ٱللَّهَۚ إِنَّ ٱللَّهَ تَوَّابٞ رَّحِيمٞ ﴿١٢﴾
49-11 اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! هېڅ قوم دې په بل قوم پورې مسخرې نه كوي، كېدى شي چې هغوى له ده نه ډېر غوره وي، او نه (دې) ښځې په نورو ښځو پورې (مسخرې كوي)، كېدى شي چې هغوى له دوى نه ډېرې غوره وي او تاسو د خپلو ځانونو عیب جويي مه كوئ او یو بل په بدو لقبونو (او نومونو) سره مه بلئ، له ایمان راوړو نه بعد د فسق نامه بده ده او چا چې توبه ونه وېستله، نو هم دغه كسان ظالمان دي 49-12 اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! تاسو له ډېرو (بدو) ګمانونو نه ځان وساتئ، بېشكه ځینې ګمانونه ګناه ده او پټ عیبونه مه لټوئ او ستاسو ځینې دې د ځینو نورو غیبت نه كوي، ایا په تاسو كې یو كس دا خوښوي چې د خپل ورور غوښه وخوري، په دې حال كې چې هغه مړى وي، نو تاسو دغه (خوراك) بدګڼئ او له الله نه ووېرېږئ، بېشكه الله ښه توبه قبلوونكى، بې حده رحم كوونكى دى
له سنت څخه
له ابوهریره رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «څوک چې په الله او د آخرت په ورځ ایمان لري، نو هغه دې یا د خیر وینا وکړي او یا دې چوپ پاتې شي، او څوک چې په الله او د آخرت په ورځ ایمان لري، نو هغه دې د خپل ګاونډي درناوی وکړي، او څوک چې په الله او د آخرت په ورځ ایمان لري نو هغه دې د خپل میلمه پالنه وکړي».
تشریح
رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايي: هغه بنده چې په الله او د آخرت پر هغې ورځې ايمان لري چې هغې ته به ورګرځي او په هغې کې به د عملونو بدله ورکړل کیږي، نو هغه لره به یې ایمان دې خویونو ته هڅوي:
لومړی: ښه وینا: د الله تعالی له حمد او ثنا ویلو څخه، په نیکۍ امر کول، له بدیو څخه منع کول او د خلکو تر منځ روغه کول، که چېرته یې داسې ونه کړل؛ نو غلی دې پاتې شي، له اذیته دې لاس واخلي او د خپلې ژبې ساتنه دې وکړي.
دویم: د ګاونډي عزت کول: له هغه سره ښه کول او ضرر ورته نه رسول.
دریم: ستا د لیدو لپاره د راغلو میلمنو عزت کول: په ښایسته خبرو، خوړو ورکولو او داسې نورو - کارونو - سره.
له عبدالله بن عمرو رضي الله عنهما څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «مسلمان هغه څوک دی چې نور مسلمانان يې د ژبې او لاس له ضرر څخه په امان کې وي او مهاجر هغه څوک دی چې هغه څه پریږدي چې الله پاک ورڅخه منعه کړی وي».
تشریح
رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي چې د کامل اسلام خاوند هغه څوک دی چې د هغه له ژبې څخه مسلمانان په امن کې وي، نه ورته کنځلې کوي، نه پرې لعنت وايي، نه یې غیبت کوي او نه یې تر منځه یو بل ته د هېڅ ډول ضرر رسولو هڅه کوي. او د لاس څخه یې په امن کې وي، نو تېری پرې نه کوي، له حق پرته یې مالونه نه اخلي او داسې نور. او مهاجر هغه دی چې هر هغه څه پرېږدي چې الله تعالی ترې منع کړی دی.
له ابن عمر - رضي الله عنهما - څخه روایت دی وایې چې: رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: «جبریل -علیه السلام- راته همېشه په ګاونډي سره وصیت کاوه تر دې چې ما ګمان وکړ د میراث مستحق به یې وګرځوي».
تشریح
رسول الله صلی الله علیه وسلم خبر ورکوي چې جبرائیل علیه السلام ورته په تکرار سره د ګاونډي په حق ټینګار وکړ - او ګاونډي هغه څوک دی چې کور ته دې نږدې وي؛ خواه که هغه مسلمان وي یا کافر، خپلوان وي او که نه وي - چې حق یې وساتل شي او ازار نه شي، نیکي ورسره وشي او په آزار یې صبر وشي، ( ټینګار تر دې حده و چې ) رسول الله صلی الله علیه وسلم ګمان وکړ چې د ګاونډي لوی حق او د جبرائیل علیه السلام ټینګار کیدی شي د دې لامل وګرځي چې وحي پرې نازله شي او ګاونډي ته له مرګ نه وروسته په پاتې مال کې برخه ورکړل شي.