درس 4 له 4
ایا الله به ما وبخښي؟
له قرآن څخه
۞ قُلۡ يَٰعِبَادِيَ ٱلَّذِينَ أَسۡرَفُواْ عَلَىٰٓ أَنفُسِهِمۡ لَا تَقۡنَطُواْ مِن رَّحۡمَةِ ٱللَّهِۚ إِنَّ ٱللَّهَ يَغۡفِرُ ٱلذُّنُوبَ جَمِيعًاۚ إِنَّهُۥ هُوَ ٱلۡغَفُورُ ٱلرَّحِيمُ ﴿٥٣﴾
39-53 ته (دوى) ته ووایه: اى زما هغو بنده ګانو چې په خپلو ځانونو يې زیاتى كړى دى! تاسو د الله له رحمت نه مه ناامېده كېږئ، بېشكه الله ټول ګناهونه بخښي، بېشكه دغه (الله)، هم دى ښه بخښونكى، بې حده رحم كوونكى دى
۞ وَٱكۡتُبۡ لَنَا فِي هَٰذِهِ ٱلدُّنۡيَا حَسَنَةٗ وَفِي ٱلۡأٓخِرَةِ إِنَّا هُدۡنَآ إِلَيۡكَۚ قَالَ عَذَابِيٓ أُصِيبُ بِهِۦ مَنۡ أَشَآءُۖ وَرَحۡمَتِي وَسِعَتۡ كُلَّ شَيۡءٖۚ فَسَأَكۡتُبُهَا لِلَّذِينَ يَتَّقُونَ وَيُؤۡتُونَ ٱلزَّكَوٰةَ وَٱلَّذِينَ هُم بِـَٔايَٰتِنَا يُؤۡمِنُونَ ﴿١٥٦﴾
7-156 او ته زمونږ لپاره په دې دنیا كې ښېګڼه ولیكه او په اخرت كې هم، بېشكه مونږه تا ته رجوع كړې ده، الله وویل: زه خپل عذاب رسوم چا ته چې وغواړم او زما رحمت هر شى راګېر كړى دى، نو ژر به زه ولیكم دا (رحمت) د هغو كسانو لپاره چې پرهېزګاره دي او زكات ادا كوي او هغه كسان چې هغوى زمونږ پر ایتونو ایمان لري
إِلَّا مَن تَابَ وَءَامَنَ وَعَمِلَ عَمَلٗا صَٰلِحٗا فَأُوْلَٰٓئِكَ يُبَدِّلُ ٱللَّهُ سَيِّـَٔاتِهِمۡ حَسَنَٰتٖۗ وَكَانَ ٱللَّهُ غَفُورٗا رَّحِيمٗا ﴿٧٠﴾
25-70 مګر هغه كس چې توبه وباسي او ایمان راوړي او نېك عمل وكړي، نو دغه كسان دي چې الله به د دوى بدۍ په نېكۍ سره بدلې كړي او الله له ازله ډېر بخښونكى، بې حده رحم كوونكى دى
له سنت څخه
له عبد الله بن عمرو رضي الله عنهما څخه روایت دی وایې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: «په رحم کوونکو باندې الله رحم کوي، تاسو د ځمکې پر خلکو رحم وکړئ هغه ذات چې په اسمانونو کې دی پر تاسو به رحم وکړي».
تشریح
رسول الله صلی الله علیه وسلم بیانوي چې؛ هغه خلک چې په نورو رحم کوي، نو رحمان ذات پر هغوی رحم کوي چې رحم یې له هر څه پراخه دی، بدله د عمل سره برابره.
بیا رسول الله صلی الله علیه وسلم د ځمکې په ټولو مخلوقاتو د رحم کولو امر وکړ؛ که هغه انسان، یا حیوان، یا الوتونکی مرغه او یا نور داسې ډول ډول مخلوقات وي، او د دې بدله دا ده چې الله تعالی به په تاسو باندې د اسمانونو له پاسه رحم وکړي.
له ابو موسی الاشعري رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «الله - تعالی - خپل لاس شپه مهال غوړوي تر څو د ورځې ګنهکار توبه وباسي، او د ورځې خپل لاس غوړوي تر څو د شپې ګنهکار توبه وباسي، تر دې چې لمر د لویدیځ له خوا راوخیژي».
تشریح
رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي چې: الله تعالی د خپلو بندګانو توبه قبلوي، که بنده د ورځې ګناه وکړي او د شپې توبه وباسي، نو الله یې توبه قبلوي، او که د شپې ګناه وکړي او د ورځې توبه وباسي، نو الله یې توبه قبلوي. او هغه پاک ذات د بنده په توبه خوشحالېږي نو لاس ورته غوړوي او قبلوي یې او د توبې دروازه تر هغه وخته پورې خلاصه ده چې لمر له لوېدیځ څخه راوخېژي چې دا د نړۍ د پای ته رسېدو نښه ده، نو کله چې راوخېژي د توبې دروازه بندېږي.
له انس بن مالک - رضي الله عنه څخه - روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: د آدم ټول اولادونه خطا (ګناه) کوي او تر ټولو غوره خطا کوونکي (ګناهګاران) توبه کوونکي دي ».
تشریح
انسان له ګناه نه خالي نه دی، د هغې کمزورتیا له امله چې د فطرت له مخې ورسره پیدا شوی او خپل مالک ته د غاړې نه اېښودلو له امله د هغه څه په کولو چې امر یې ورته پرې کړی او د هغه په نه کولو چې ترې منع کړی یې دی، مګر الله پاک خپلو بندګانو ته د توبې دروازې پرانستلي او خبر یې ورکړی چې : تر ټولو غوره ګناهکاران توبه کوونکي دي.
سفر بشپړ شو
شاباس!
په ورځني ژوند کې اسلام
۱ له ۶ سفرونه بشپړ شول
ټولو سفرونو ته ستنېدل