په ورځني ژوند کې اسلام

درس 2 له 4

اسلام د مور و پلار په اړه څه وايي؟

له قرآن څخه

۞ وَقَضَىٰ رَبُّكَ أَلَّا تَعۡبُدُوٓاْ إِلَّآ إِيَّاهُ وَبِٱلۡوَٰلِدَيۡنِ إِحۡسَٰنًاۚ إِمَّا يَبۡلُغَنَّ عِندَكَ ٱلۡكِبَرَ أَحَدُهُمَآ أَوۡ كِلَاهُمَا فَلَا تَقُل لَّهُمَآ أُفّٖ وَلَا تَنۡهَرۡهُمَا وَقُل لَّهُمَا قَوۡلٗا كَرِيمٗا ﴿٢٣﴾ وَٱخۡفِضۡ لَهُمَا جَنَاحَ ٱلذُّلِّ مِنَ ٱلرَّحۡمَةِ وَقُل رَّبِّ ٱرۡحَمۡهُمَا كَمَا رَبَّيَانِي صَغِيرٗا ﴿٢٤﴾

17-23 او ستا رب حكم كړى دى چې تاسو عبادت مه كوئ (د بل هیچا) مګر يواځې د هغهٔ او له مور و پلار سره ښه احسان كوئ او كه چېرې په دوى كې یو یا دواړه له تا سره كله هم زوړوالي (بوډاوالي) ته ورسېږي، نو ته دې دواړو ته اُف (هم) مه وایه او مه دوى رټه او ته دوى ته ډېره تعظیمي خبره وایه 17-24 او ته د دوى لپاره له مهربانۍ نه د تواضع وزر ښكته كړه او وایه: اى زما ربه! ته پر دوى دواړو مهرباني وكړه، لكه څنګه چې دوى دواړو زما پالنه كړې ده، په دې حال كې چې زه وړوكى وم

الإسراء 17:23-24په قرآن کې یې ولولئ

وَوَصَّيۡنَا ٱلۡإِنسَٰنَ بِوَٰلِدَيۡهِ حَمَلَتۡهُ أُمُّهُۥ وَهۡنًا عَلَىٰ وَهۡنٖ وَفِصَٰلُهُۥ فِي عَامَيۡنِ أَنِ ٱشۡكُرۡ لِي وَلِوَٰلِدَيۡكَ إِلَيَّ ٱلۡمَصِيرُ ﴿١٤﴾

31-14 اومونږ انسان ته د خپل مور و پلار (سره د نېكي كولو) په باره كې كلك حكم كړى دى، دى خپلې مور اوچت كړى و، په داسې حال كې چې سخته كمزورې وه، له پاسه د بلې كمزورۍ نه او د ده بېلول (د تي نه) په دوه كلونو كې وو، دا چې ته زما او د خپل مور و پلار شكر كوه، خاص ما ته بېرته راتله دي

لقمان 31:14په قرآن کې یې ولولئ

له سنت څخه

له بهز بن حکیم څخه روایت دي، هغه له خپل پلار او هغه له خپل نیکه څخه روایتوي وایي چې: ما وویل: اې د الله رسوله! زه له چا سره ښه چلند وکړم؟ رسول الله ﷺ وفرمایل: «له خپلې مور سره، بیا له خپلې مور سره، بیا له خپلې مور سره، وروسته له خپل پلار سره، بیا له هغو سره چې نږدې وي، په ترتیب سره نږدې کسان».

ابو داود، الترمذي، او احمد روايت کړی دی حسن HadeethEnc.com
تشریح

نبي ﷺ څرګنده کړه چې تر ټولو زیات د نېکۍ، احسان، ښه چلند، نرمې رویې، او ښې ملګرتیا مستحقه لومړۍ مور ده،

د نورو په پرتله د مور پر حق درې ځلې ټینګار وکړ، تر څو وښيي چې د مور مقام او فضیلت له استثناء پرته له ټولو خلکو لوړ دی. بیا نبي ﷺ څرګنده کړه چې د مور وروسته هغه څوک حقدار دی چې نیکي ورسره وشي، ویې فرمایل: بیا پلار، بیا نږدې خپلوان، بیا هغه څوک چې تر نورو په خپلوئ کې نږدې وي (یعنې هر څومره چې څوک د خپلولۍ له پلوه نږدې وي، هماغومره د اړیکې او نېکۍ زیات مستحق دی).

ټول درسونه