له لمانځه وروسته اذکار (د هر لمانځه وروسته)

هغه ذکر چې د فرضو لمونځونو له سلام ګرځولو وروسته کېږي.

۱ یو ځل

أَسْتَغْفِرُ اللَّهَ (٣)، اللَّهُمَّ أَنْتَ السَّلَامُ وَمِنْكَ السَّلَامُ، تَبَارَكْتَ يَا ذَا الْجَلَالِ وَالْإِكْرَامِ

ژباړه او سرچینه

له ثوبان رضي الله عنه څخه روایت دی وایي: کله به چې رسول الله صلی الله علیه وسلم خپل لمونځ پای ته ورساوه نو درې ځلې به یې استغفر الله وییل، او «اللَّهُمَّ أَنْتَ السَّلَامُ، وَمِنْكَ السَّلَامُ، تَبَارَكْتَ ذَا الْجَلَالِ وَالْإِكْرَامِ» به یې وویل، یعنې اې الله! ته سلامتیا ورکوونکی یې، او سلامتیا ستا لخوا ده، ډیر لوړ دی شان ستا، اې د جلال او عزت خاونده، ولید ویلي: ما اوزاعي ته وویل چې استغفار څنګه وي؟ هغه وویل: چې ووایي: أَسْتَغْفِرُ اللهَ، أَسْتَغْفِرُ اللهَ.

مسلم روايت کړی دی درجه: صحيح دی

شرح

رسول الله صلی الله علیه وسلم به چې کله لمونځ پای ته ورساوه نو: (أستغفر الله، أستغفر الله، أستغفر الله) به یې وییل.

بیا به یې په خپلې دې وینا سره د خپل رب لویي بیان کړه: اللَّهمَّ أنتَ السَّلامُ، ومنْكَ السَّلامُ، تباركْتَ ذا الجَلالِ والإكرامِ " نو الله جل جلاله لره د هغه په صفتونو کې سلامتیا ده او هغه د بشپړو صفتونو خاوند دی، له هر عیب او نیمګړتیا څخه پاک دی، یوازې له هغه پاک ذات څخه د دنیا او آخرت له شرونو څخه سلامتیا غواړې، ځکه په دنیا او آخرت کې د هغه پاک ذات ښېګڼې زیاتې دي، هغه د عظمت او نیکۍ خاوند دی.

ګټې

  • د لمانځه پسې استغفار وییل او دا کار په دوامداره توګه کول مستحب دي.
  • په عبادت کې د نیمګړتیاوو پوره کولو، د پیروۍ جبرانولو او په عبادت کې د نیمګړتیاوو د شتون په خاطر استغفار وییل مستحب عمل دی.

په HadeethEnc.com کې یې ولولئ

۲ یو ځل

لَا إِلَهَ إِلَّا اللهُ وَحْدَهُ لَا شَرِيكَ لَهُ، لَهُ الْمُلْكُ وَلَهُ الْحَمْدُ، وَهُوَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ

ژباړه او سرچینه

د مغیره ابن شعبه له کاتب وَرَّاد څخه روایت دی وایي چې: مغیره بن شعبه راباندې هغه لیک ولیکه چې معاویه ته یې لیږه چې: رسول الله صلی الله علیه وسلم به د هر فرضي لمانځه په پاي کې دا ذکر کاوه : «لَا إِلَهَ إِلَّا اللهُ وَحْدَهُ لَا شَرِيكَ لَهُ، لَهُ الْمُلْكُ وَلَهُ الْحَمْدُ، وَهُوَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ، اللَّهُمَّ لَا مَانِعَ لِمَا أَعْطَيْتَ، وَلَا مُعْطِيَ لِمَا مَنَعْتَ، وَلَا يَنْفَعُ ذَا الْجَدِّ مِنْكَ الْجَدُّ». یعنې

له الله تعالی پرته بل معبود بر حق نشته، هغه يو دی، شريک نلري، هغه لره (د کائناتو) پاچاهي او پوره غوره ستاينه ده، او هغه پر هر څه قادر دی، اې الله ! ته چې (چا ته ) څه ورکوې، د هغه څوک مانع بندوونکی نشته، او ته چې (له چا نه) څه بند کړې، د هغه څوک ورکوونکی نشته، او فائده نه کوي مالدار لره د هغه مال ستا د عذاب (په لرې کولو کې).

متفق علیه دی درجه: صحيح دی

شرح

رسول الله صلی الله علیه وسلم به د هر فرض لمانځه څخه وروسته دا دعا وېله: «لَا إِلَهَ إِلَّا اللهُ وَحْدَهُ لَا شَرِيكَ لَهُ، لَهُ الْمُلْكُ وَلَهُ الْحَمْدُ، وَهُوَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ، اللَّهُمَّ لَا مَانِعَ لِمَا أَعْطَيْتَ، وَلَا مُعْطِيَ لِمَا مَنَعْتَ، وَلَا يَنْفَعُ ذَا الْجَدِّ مِنْكَ الْجَدُّ».

یعنې: د توحید په کلمې؛ لا ِاله اِلا الله، اقرار او اعتراف کوم، حق عبادت الله تعالی ته ثابتوم، او له هغه پرته یې له نورو څخه نفي کوم، نو له الله جل جلاله پرته په حقه بل معبود نشته، او پدې اقرار کوونکی یم چې حقیقي او بشپړه پادشاهي یوازې الله لره ده، او الله تعالی د ځمکې او آسمانونو د خلکو د ستاینې مستحق دی، هغه پر هر څه ځواک لري، او هغه څه چې الله تعالی له ورکړې او یا منع کولو څخه مقدر کړي وي، منع کوونکی یې نشته، او د هغه په وړاندې د مالدار مالداري ګټه نه لري، بلکې یوازې نیک عمل ورته ګټه رسوي.

ګټې

  • له لمونځونو څخه وروسته دا ذکر مستحب دی ځکه چې د توحيد او ستاینې الفاظ پکې راغلي دي.
  • د سنتو په عملي کولو او خپرولو کې بیړه کول.

په HadeethEnc.com کې یې ولولئ

۳ یو ځل

لَا إِلَهَ إِلَّا اللهُ وَحْدَهُ لَا شَرِيكَ لَهُ، لَهُ الْمُلْكُ وَلَهُ الْحَمْدُ وَهُوَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ، لَا حَوْلَ وَلَا قُوَّةَ إِلَّا بِاللهِ، لَا إِلَهَ إِلَّا اللهُ، ‌وَلَا ‌نَعْبُدُ ‌إِلَّا إِيَّاهُ، لَهُ النِّعْمَةُ وَلَهُ الْفَضْلُ وَلَهُ الثَّنَاءُ الْحَسَنُ، لَا إِلَهَ إِلَّا اللهُ مُخْلِصِينَ لَهُ الدِّينَ وَلَوْ كَرِهَ الْكَافِرُونَ

ژباړه او سرچینه

له ابو الزبیر څخه روایت دی وایي: له الله پرته بل معبود نشته، هغه یو دی او هېڅ شریک نه لري، هغه لره پادشاهي او ستاینه ده او هغه پر هر څه قادر دی، له الله پرته بل هېڅ حال بدلوونکی او ځواک نشته، له الله پرته بل هېڅ معبود نشته، او مونږ له هغه پرته دبل هېچا عبادت نه کوو، هغه لره لورینې او هغه لره فضل دی، او د هغه لپاره ښه ستاینه ده، له الله پرته بل هېڅ معبود نشته، (مونږ) هغه ته په عبادت کې اخلاص کوونکي یو، که څه هم کافران (زمونږ دا کړنه) بده مني او ويې ویل چې : « رسول الله صلی الله علیه وسلم به له هر لمانځه وروسته دغه ذکر کاوه».

مسلم روايت کړی دی درجه: صحيح دی

شرح

رسول الله صلی الله علیه وسلم به د هر فرض لمانځه وروسته دغه ستر ذکر کاوه، چې معنا یې دا ده:

"لا إله إلا الله": یعنې: له الله جل جلاله پرته په حقه بل معبود نشته.

"وحده لا شريك له" یعنې: هغه لره په الوهیت، ربوبیت، نومونو او صفتونو کې هېڅ شریک نشته.

"له الملك" هغه لره پادشاهي ده" ؛ مطلقه، عامه، شامله او پراخه واکمني، چې د اسمانونو، ځمکې او څه چې د دوی تر مېنځه دي د ټولو واکمني هغه لره ده.

"وله الحمد" هغه په مطلق کمال سره یاد شوی، په هر حال کې په بشپړ محبت او لویۍ سره په آسانتیا او سختۍ کې ستایل شوی.

"وهو على كل شيء قدير" او هغه په هر څه قادر دی، ځواک یې بشپړ او هر اړخیز دی، هېڅ شی هغه لره عاجزولای نشي، او هېڅ کار د هغه لپاره ناشونی ندی.

"لا حول ولا قوة إلا بالله" یعنې له یو حالت نه بل ته او د الله جل جلاله له اطاعت څخه نافرمانۍ ته اوړېدل نشته مګر د الله په توفیق سره؛ هغه ذات توفیق ورکوونکی او پر همغه توکل دی.

"لا إله إلا الله، ولا نعبد إلا إياه": "له الله جل جلاله پرته بل معبود نشته او مونږ له هغه پرته د بل چا عبادت نه کوو" پدې کې د الوهیت پر معنا او د شرک په نفي ټینګار شوی او دا چې له هغه پرته بل څوک د عبادت مستحق ندی.

"له النعمة وله الفضل": هغه لره لورینه او مهرباني ده، دی هغه ذات دی چې نعمتونه پيدا کوي او لري یې او له خپلو بندګانو څخه یې چې چاته وغواړي هغه ته یې ورکوي.

"وله الثناء الحسن": د هغه لپاره ښایسته ستاینه ده؛ د هغه په صفتونو، افعالو، نعمتونو او هر حال باندې.

"لا إله إلا الله، مخلصين له الدين": "نشته دی لایق د عبادت مګر یو الله دی (مونږ هغه ته په عبادت کې اخلاص کوونکي یو)": یعنې په یووالي کې هغه ته اخلاص کوونکي یو، نه ځان ښودنه کوو او نه د الله تعالی په پيروي کې ځان مشهوروو.

"ولو كره الكافرون"، "که څه هم کافران له دې څخه کرکه لري" یعني: د الله جل جلاله په وحدانیت او د هغه په ​​عبادت کې ثابت قدمه یو، که څه هم کافران دا بده ګڼي.

ګټې

  • د هر فرض لمانځه نه وروسته دا ذکر کول مستحب دی.
  • مسلمان په خپل دين وياړي او د عباداتو ښودنه یې کوي، که څه هم کافر ترې کرکه کوي.
  • کله چې په حدیث کې د "دُبر الصلاة" کلمه راشي، یعنې د لمانځه په پای کې: نو که په حدیث کې له کوم ذکر څخه یادونه شوي وي، نو اصل دا دی چې هغه به له لمانځه څخه وروسته وي او که چېرته دعا وي نو هغه به په لمانځه کې له سلام ګرځولو څخه مخکې وي.

په HadeethEnc.com کې یې ولولئ

۴ یو ځل

سُبْحَانَ اللَّهِ (٣٣)، الْحَمْدُ لِلَّهِ (٣٣)، اللَّهُ أَكْبَرُ (٣٣)، لَا إِلَهَ إِلَّا اللَّهُ وَحْدَهُ لَا شَرِيكَ لَهُ، لَهُ الْمُلْكُ وَلَهُ الْحَمْدُ وَهُوَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ

ژباړه او سرچینه

ابوهریره رضي الله عنه له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه روایت کوي: "څوک چې د هر لمانځه په پای کې درې دېرش ځلې سبحان الله، درې دېرش ځلې الحمد لله او درې دیرش ځلې الله اکبر ووایي نو دا نهه نوي شول، او د سلو د پوره کولو لپاره یې: لَا إِلَهَ إِلَّا اللهُ وَحْدَهُ لَا شَرِيكَ لَهُ، لَهُ الْمُلْكُ وَلَهُ الْحَمْدُ وَهُوَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ" ووایي نو د هغه ګناهونه به وبخښل شي، که څه هم د سمندر د زګ په څېر وي.

مسلم روايت کړی دی درجه: صحيح دی

شرح

رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايي: چا چې له فرض لمانځه وروسته:

درې دیرش ځلې "سبحان الله" وویل چې دا له نېمګړتیاوو څخه د الله جل جلاله د پاکۍ بیانول دي.

او درې دیرش ځلې یې "الحمد لله" وویل چې دا له محبت او تعظیم سره د کمال په صفتونو د الله تعالی یادول دي.

او درې دیرش ځلې "الله أكبر" ویل چې (معنا یې) له هر شي څخه د الله جل جلاله لویي بیانول دي.

او سل عدد د دې ذکر په ویلو سره پوره کیږي: «لا إله إلا الله وحده لا شريك له، له الملك، وله الحمد، وهو على كل شيء قدير» چې معنا یې ده: له الله پرته بل حق معبود نشته، هغه یو دی شریک نه لري، او هغه پاک ذات لره یوازې بشپړه واکمني ده، هغه له نورو پرته د محبت او تعظیم سره د ثنا او ستاینې وړ دی، او دا چې هغه قادر دی او هېڅ شی یې نه شي عاجز کولای.

نو چا چې دا (ذِکر) ووایه ګناهونه یې پاک شول او وبخښل شول، که څه هم د هغه سپین ځګ په څېر ډېر وي چې د سمندر د اوبو په سر د څپو او هیجان پر مهال راپورته کیږي.

ګټې

  • له فرض لمانځه وروسته دا ذکر مستحب دی.
  • دا ذکر د ګناهونو د بخښلو سبب ګرځي.
  • د الله تعالی لوی فضل، رحمت او بخښنه.
  • دا ذکر د ګناهونو د بخښلو لامل دی او هدف ورڅخه: د کوچنیو ګناهونو کفاره ده، خو لوی ګناهونه له توبې پرته نه بخښل کیږي.

په HadeethEnc.com کې یې ولولئ

۵ یو ځل

ژباړه او سرچینه

له کعب بن عجره رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «د هر فرض لمانځه پسې داسې تعقیبي دعاګانې شته چې ویونکی - یا کوونکی- به یې نامراده نه شي - درې دېرش ځلې سبحان الله، درې دېرش ځلې الحمد لله او څلور دېرش ځلې الله اکبر وییل».

مسلم روايت کړی دی درجه: صحيح دی

شرح

رسول الله صلی الله علیه وسلم د هغو دعاګانو په اړه خبر ورکوي چې ویونکی به یې نه تاواني شي او نه به پښېمانه شي، بلکې د دې کلمو اجر ورته شته. او ځینې یې د ځینو نورو پسې د فرض لمانځه پسې وېیل کیږي:

۳۳ ځلې «سُبْحَانَ اللهِ» یعني الله تعالی له ټولو نیمګړتیاوو پاک دی.

او "الحمد لله" درې دېرش ځلې، چې دا له پوره محبت، عظمت او بشپړ کمال سره د الله تعالی یادول دي.

او څلور دېرش ځلې "الله اکبر" نو الله جل جلاله لوی، عظیم او له هر شي نه زیات د عزت خاوند ذات دی.

ګټې

  • د سبحان الله، الحمد لله او الله اکبر فضیلت. او همدا تلپاتې نیکۍ دي.

په HadeethEnc.com کې یې ولولئ

۶ یو ځل

اللَّهُ لَا إِلَهَ إِلَّا هُوَ الْحَيُّ الْقَيُّومُ لَا تَأْخُذُهُ سِنَةٌ وَلَا نَوْمٌ لَهُ مَا فِي السَّمَاوَاتِ وَمَا فِي الْأَرْضِ مَنْ ذَا الَّذِي يَشْفَعُ عِنْدَهُ إِلَّا بِإِذْنِهِ يَعْلَمُ مَا بَيْنَ أَيْدِيهِمْ وَمَا خَلْفَهُمْ وَلَا يُحِيطُونَ بِشَيْءٍ مِنْ عِلْمِهِ إِلَّا بِمَا شَاءَ وَسِعَ كُرْسِيُّهُ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضَ وَلَا يَئُودُهُ حِفْظُهُمَا وَهُوَ الْعَلِيُّ الْعَظِيمُ

ژباړه او سرچینه

له ابو امامه رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: "څوک چې د هر فرض لمانځه پسې آیت الکرسي ووایي، نو هېڅ شی به هغه جنت ته له ننوتلو منع نه کړي، تر څو چې مړ شي".

النسائي په الکبری کې روایت کړی درجه: صحيح دی

شرح

رسول الله صلی الله علیه وسلم خبر راکوي چې څوک د فرض لمانځه پسې آیت الکرسي ولولي نو له مرګ پرته به یې بل هېڅ شی جنت ته له ننوتلو منع نه کړي؛ او دا آیت په سورة البقره کې د الله تعالی دا وینا ده: {اللَّهُ لَا إِلَهَ إِلَّا هُوَ الْحَيُّ الْقَيُّومُ لَا تَأْخُذُهُ سِنَةٌ وَلَا نَوْمٌ لَهُ مَا فِي السَّمَاوَاتِ وَمَا فِي الْأَرْضِ مَنْ ذَا الَّذِي يَشْفَعُ عِنْدَهُ إِلَّا بِإِذْنِهِ يَعْلَمُ مَا بَيْنَ أَيْدِيهِمْ وَمَا خَلْفَهُمْ وَلَا يُحِيطُونَ بِشَيْءٍ مِنْ عِلْمِهِ إِلَّا بِمَا شَاءَ وَسِعَ كُرْسِيُّهُ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضَ وَلَا يَئُودُهُ حِفْظُهُمَا وَهُوَ الْعَلِيُّ الْعَظِيمُ}.

(الله (چې دى) نشته هېڅ لايق د عبادت مګر هم دى دى، همېشه ژوندى دى، د ټول عالم انتظام كوونكى دى، پر ده نه پركالي راځي، او نه خوب، خاص همده لره دي هغه څه چې په آسمانونو كې دي، او هغه څه چې په ځمكه كې دي، څوك دى هغه كس چې د ده په وړاندې به سفارش كوي مګر د ده په اجازت سره؟ هغه پوهېږي پر هر هغه څه چې د دوى په وړاندې دي او پر هر هغه څه چې د دوى وروسته دي، او دوى (مخلوق) د هغه له علم نه هېڅ شى هم نشي راګېرولى، مګر هغه څه چې هغه (الله) يې وغواړي، د هغه كرسۍ د اسمانونو او د ځمکې څخه پراخه ده او د دې دواړو ساتنه هغه (الله) نه ستړى كوي، او هم هغه ډېر اوچت دى، ډېر لوى دى). [البقرة: 255].

ګټې

  • (پدې آیت کې د الله تعالی) د نېکو نومونو او عالي صفتونو د شتون له امله د دې عظیم آیت فضیلت.
  • د هر فرض لمانځه پسې د دې عظیم آیت لوستل مستحب دي.
  • نیک عمل جنت ته د داخلېدو سبب ګرځي.

په HadeethEnc.com کې یې ولولئ

۷ یو ځل

اللَّهُمَّ أَعِنِّي عَلَى ذِكْرِكَ، وَشُكْرِكَ، وَحُسْنِ عِبَادَتِكَ

ژباړه او سرچینه

له معاذ بن جبل رضي الله عنه څخه روایت دی چې: رسول الله صلی الله علیه وسلم هغه له لاس څخه ونیوه او ویې ویل: "اې معاذه، په الله قسم چې زه درسره مینه لرم"، نو ویې فرمایل:«اې معاذه! زه تاته سپارښتنه کوم چې د هر لمانځه په پاي کې مه پرېږده چې ووایې: اې الله، ستا په یادولو، ستا په شکر ادا کولو او ستا په ښه عبادت کولو کې راسره مرسته وکړې».

ابو داود، النسائي او احمد روایت کړی دی درجه: صحيح دی

شرح

رسول الله صلی الله علیه وسلم د معاذ بن جبل رضي الله عنه لاس ونیوه او ورته یې وویل: قسم په الله چې زه درسره مینه لرم، او اې معاذه! زه درته سپارښتنه کوم چې د هر لمانځه په پاي کې پرې نه ږدې چې ووایې: (اللهم أَعِنّي على ذكرك) اې الله زما سره ستا په یادولو کې مرسته وکړې، په هرې وینا او عمل کې چې ستا پیروۍ ته مې نږدې کوي. (وشُكْرِك) او ستا په شکر ادا کولو، چې نعمتونه تر لاسه کړم او له نعمتونو څخه د بې برخې کېدلو پر وړاندې مانع وګرځي. (وحُسْن عبادتك) او ستا په ښایسته عبادت، چې الله تعالی ته پکې اخلاص وي او د رسول الله صلی الله علیه وسلم په طریقه برابر وي.

ګټې

  • د یو چا د خبرولو مشروعیت، کله چې ورسره د الله تعالی لپاره مینه لرې.
  • د هر فرض او نفلي لمانځه وروسته دا دعا کول مستحب دي.
  • په دې څو کلمو سره د دنیا او آخرت اړتیاوې غوښتل کیږي.
  • د الله تعالی لپاره د محبت کولو له ګټو څخه یو بل ته په حق وصیت، نصیحت او د نیکۍ او تقوا په کارونو کې د یو بل ملاتړ دی.
  • طیبي فرمایلي: د الله تعالی یادول د سینې د پراخېدو پېلامه، او د شکر ویستل یې د نعمتونو د تر لاسه کولو وسیله، او د ښایسته عبادت لپاره د هر هغه څه څخه ځان بې کاره کول دي چې د الله تعالی له یاد څخه یې مشغولوي.

په HadeethEnc.com کې یې ولولئ

پوښتنې

په دې پاڼه کې څه دي؟

له لمانځه وروسته اذکار: هر یو په عربي، له ژباړې، د سرچینې حدیث، درجې او شرحې سره.

ژباړې له کومه راغلې دي؟

له HadeethEnc.com څخه، چې د ژباړل شوو نبوي احادیثو پوهنغونډ دی. هر حدیث لکه څنګه چې دوی خپور کړی، له سرچینې او درجې سره او د اصل له لینک سره ښودل کېږي.

ایا زه ورځنۍ یادونه ترلاسه کولی شم؟

هو. د اندروید لپاره وړیا قبس اپ هره ورځ تاسو ته د سهار او ماښام اذکار در یادوي او همدا شمېرونکی لري.