له اذان وروسته دعا

د اذان پر مهال څه وویل شي، او له اذان وروسته دعا.

۱ یو ځل

ژباړه او سرچینه

له ابو سعید الخدری رضی الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: "کله چې تاسو اذان واورئ، نو تاسو هم د موذن په څېر هغه څه ووایئ چې هغه يې وایي".

متفق علیه دی درجه: صحيح دی

شرح

رسول الله صلی الله علیه وسلم موذن ته په ځواب ورکولو تاکید کوي کله چې ورڅخه د اذان الفاظ واورېدل شي، داسې چې مونږ هم هغه څه ووایو چې هغه یې وایي، جمله په جمله، کله چې هغه تکبیر وایي، مونږ ورپسې تکبیر ووایو، او کله چې شهادتین ووایي، مونږ هم ورپسې دواړه شهادتین ووایو، لدې څخه د ( حي علی الصلاة، او : حي علی الفلاح ) الفاظ مستثنا دي، ځکه د هغوي پسې : لا حول و لا قوة إلا بالله، وییل کیږي.

ګټې

  • او که چېرته اذان کوونکي له یو څخه زیات وو، نو کله چې لومړي موذن خلاص شي، دویم پسې به ځواب وییل پیل کړي؛ دلیل یې د حدیث عموم دی.
  • اذان کوونکي ته به په هر حالت کې باید ځواب وویل شي، پدې شرط چې تشناب او یا د حاجت د رفع کولو په حالت کې نه وي.

په HadeethEnc.com کې یې ولولئ

۲ یو ځل

ژباړه او سرچینه

له عمر بن الخطاب رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې: رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «کله چې اذان کوونکی: اللهُ أَكْبَرُ اللهُ أَكْبَرُ ووایي: نو ستاسو څخه دې یو اللهُ أَكْبَرُ اللهُ أَكْبَرُ ، ووایي، بیا چې (اذان کوونکی) أَشْهَدُ أَنْ لَا إِلَهَ إِلَّا اللهُ ووایي، دا دې هم : أَشْهَدُ أَنْ لَا إِلَهَ إِلَّا اللهُ ووایي. بیا چې (اذان کوونکی) أَشْهَدُ أَنَّ مُحَمَّدًا رَسُولُ اللهِ ووايی، نو دا دې هم : أَشْهَدُ أَنَّ مُحَمَّدًا رَسُولُ اللهِ ووايي، بیا چې (اذان کوونکی) حَيَّ عَلَى الصَّلَاةِ ووایي او دې به: لَا حَوْلَ وَلَا قُوَّةَ إِلَّا بِاللهِ ووایي. بیا چې (اذان کوونکی) حَيَّ عَلَى الْفَلَاحِ ووایي، دا به: لَا حَوْلَ وَلَا قُوَّةَ إِلَّا بِاللهِ ووایي، بیا چې مؤذن: اللهُ أَكْبَرُ اللهُ أَكْبَرُ ووايي، دا به هم: اللهُ أَكْبَرُ اللهُ أَكْبَرُ ووايي. بیا چې (اذان کوونکی) لَا إِلَهَ إِلَّا اللهُ ووایي، او دا د زړه نه: لَا إِلَهَ إِلَّا اللهُ، ووایي، نو جنت ته داخل شو».

مسلم روايت کړی دی درجه: صحيح دی

شرح

اذان خلکو ته د وخت د داخلېدلو په اړه خبر ورکوي، او د آذان کلمې د ایماني عقیدې ټولګه ده.

په دې حدیث کې رسول الله صلی الله علیه وسلم د اذان د اورېدو پر مهال بیانوي چې اورېدونکی به د اذان کوونکي په څېر الفاظ ووایي، کله چې اذان کوونکی " الله أكبر" ووایي: نو اورېدنکی هم: " الله أكبر" وایي او همداسې ورپسې، تر دې چې کله اذان کوونکی "حي على الصلاة" او "حي على الفلاح"، ووایي نو اورېدونکی به "لا حول ولا قوة إلا بالله" ووایي.

او رسول الله صلی الله علیه وسلم دا هم بیان کړه چې چا له مؤذن سره د زړه له اخلاصه (د اذان کلمې) تکرار کړې، نو جنت ته به داخل شي.

او د اذان د کلمو معنا (په لاندې ډول ده) "الله أكبر": یعنې دا چې هغه پاک ذات تر ټولو لوی، معزز او له هر شي څخه ستر دی.

"أشهد أن لا إله إلا الله": یعنې له الله پرته پر حقه بل معبود نشته.

"أشهد أن محمّدًا رسول الله": یعنې زه په خپله ژبه او زړه اعتراف کوم او شاهدي ورکوم چې محمد د الله رسول دی، د الله لخوا رالیږل شوی او اطاعت یې واجب دی.

"حيَّ على الصَّلاة" یعنې لمانځه ته راشئ، او د اورېدونکي دا وینا "لا حول ولا قوَّة إلّا بالله"، دا معنا لري چې د اطاعت له موانعو څخه د خلاصون لپاره حیله او یا د کولو لپاره یې ځواک او قدرت نشته مګر د الله تعالی په توفیق سره.

"حيَّ على الفلاح" یعنې د کامیابۍ سبب ته راشئ، چې هغه جنت ګټل او له اور څخه ژغورل دي.

ګټې

  • اذان کوونکي ته د هغه د وینا په څېر په الفاظو سره جواب ورکول، پرته له حي علی الصلاة او حي الفلاح څخه، چې هلته به یې په ځواب کې " لا حول ولا قوة إلا بالله" وایي.

په HadeethEnc.com کې یې ولولئ

۳ یو ځل

أَشْهَدُ أَنْ لَا إِلَهَ إِلَّا اللهُ وَحْدَهُ لَا شَرِيكَ لَهُ، وَأَنَّ مُحَمَّدًا عَبْدُهُ وَرَسُولُهُ، رَضِيتُ بِاللهِ رَبًّا وَبِمُحَمَّدٍ رَسُولًا، وَبِالْإِسْلَامِ دِينًا

ژباړه او سرچینه

سعد بن أبی وقاص رضي الله عنه له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه روایت کوي چې هغه فرمایلي دي: چاچې کله اذان واورید، او ویې وېیل: «أَشْهَدُ أَنْ لَا إِلَهَ إِلَّا اللهُ وَحْدَهُ لَا شَرِيكَ لَهُ، وَأَنَّ مُحَمَّدًا عَبْدُهُ وَرَسُولُهُ، رَضِيتُ بِاللهِ رَبًّا وَبِمُحَمَّدٍ رَسُولًا، وَبِالْإِسْلَامِ دِينًا، غُفِرَ لَهُ ذَنْبُهُ». «یعنې زه ګواهي ورکوم چې له الله جل جلاله پرته په حقه بل معبود نشته او شریک نه لري. او پدې چې محمد - صلی الله علیه وسلم د الله جل جلاله بنده او رسول دی. پدې خوښ یم چې الله مې رب دی او پدې چې محمد صلی الله علیه وسلم مې رسول دی او پدې چې اسلام مې دین دی، نو ګناه به یې ورته وبښل شي».

مسلم روايت کړی دی درجه: صحيح دی

شرح

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي، څوک چې له مؤذن څخه د اورېدو پر مهال ووایي: "أشهد أن لا إله إلا الله وحده لا شريك له" یعنې، زه اقرار کوم او خبر ورکوم چې له الله پرته په حقه بل معبود نشته، او له هغه پرته بل هر معبود باطل دی، "وأن محمدًا عبده ورسوله" او محمد د الله بنده او رسول دی یعنې محمد صلی الله علیه وسلم بنده دی؛ عبادت یې نه کیږي، او رسول دی دروغ نه وایی. "رضيت بالله ربًّا" زه په الله د څښتن په توګه راضي یم، یعنې د هغه په ربوبیت، الوهیت، نومونو او صفتونو. "وبمحمد رسولًا" او په محمد صلی الله علیه وسلم د رسول په توګه، یعنې، د هر هغه څه سره چې هغه رالیږل شوی او موږ ته یې رارسولي دي. "وبالإسلام" او په اسلام، یعنې د اسلام له ټولو حکمونو او منهیاتو سره، "دينًا" یعنې باور او پيروي په توګه، "نو هغه ته یې ګناهونه وبخښل شول،" یعنې: له وړو ګناهونو څخه.

ګټې

  • د اذان پر مهال د دې دعا تکرارول د ګناهونو کفاره ده.

په HadeethEnc.com کې یې ولولئ

۴ یو ځل

اللَّهُمَّ رَبَّ هَذِهِ الدَّعْوَةِ التَّامَّةِ، وَالصَّلاَةِ القَائِمَةِ، آتِ مُحَمَّدًا الوَسِيلَةَ وَالفَضِيلَةَ، وَابْعَثْهُ مَقَامًا مَحْمُودًا الَّذِي وَعَدْتَهُ

ژباړه او سرچینه

له جابر رضي الله عنهما څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: څوک چې اذان واوري او بیا ووایي: اللَّهُمَّ رَبَّ هَذِهِ الدَّعْوَةِ التَّامَّةِ، وَالصَّلاَةِ القَائِمَةِ، آتِ مُحَمَّدًا الوَسِيلَةَ وَالفَضِيلَةَ، وَابْعَثْهُ مَقَامًا مَحْمُودًا الَّذِي وَعَدْتَهُ».

«اې د دې بشپړې بلنې او د دې ودریدونکي لمونځ (مالکه)؛ محمد - صلی الله علیه وسلم - ته وسیله او فضیلت ورکړه، او هغه ستایل شوي مقام ته یې ولېږه چې تا یې ورسره ژمنه کړې ده. (چا چې د اذان پسې دا دعا وویله نو ) هغه د قیامت په ورځ زما د شفاعت مستحق وګرځېده».

بخاري روايت کړی دی درجه: صحيح دی

شرح

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي: کله چې اذان کوونکی له اذان څخه فارغ شي او اورېدونکی دا دعا ووایي:

(اللَّهُمَّ رَبَّ هَذِهِ الدَّعْوَةِ)، اې د دې بلنې ربه! دا د اذان هغه الفاظ دي چې د الله تعالی عبادت او لمانځه ته پرې بلنه ورکول کیږي، (التَّامَّةِ) یعنې بشپړې بلنې چې د توحید او رسالت بلنه ده، (وَالصَّلاَةِ القَائِمَةِ) او اې د هغه لمونځ ربه چې تل تر تله به ادا کېږي، (آتِ) ورکړه، (مُحَمَّدًا الوَسِيلَةَ) محمد صلی الله علیه وسلم ته په جنت کې هغه لوړ مقام او منزلت ورکړه چې له هغه پرته بل چاته نه ښایي، (وَالفَضِيلَةَ) او هغه رتبه چې د مخلوقاتو له رتبې څخه ښه او غوره ده (وَابْعَثْهُ) او ورکړه (مَقَامًا مَحْمُودًا) هغه ستایل شوې رتبه چې استوګن یې ستایل کېږي، کومه چې د قیامت په ورځ لوی شفاعت دی (چې دی به یې کوي)، (الَّذِي وَعَدْتَهُ) هغه چې تا یې ورسره په خپله دې وینا کې ژمنه کړې ده چې: {عسى أن يبعثك ربك مقامًا محمودًا} لرې نه ده چې ستا رب به تا د ستاينې وړ مقام خاوند كړي. تر څو دا مقام د هغه صلی الله علیه وسلم شي.

نو څوک چې دا دعا ووايي د قيامت په ورځ به د رسول الله صلى الله عليه وسلم د شفاعت مستحق وي.

ګټې

  • دا دعا هغه مهال ویل کېږي چې کله اورېدونکی د مؤذن پسې د اذان د کلمو له تکرارولو خلاص شي، او چا چې اذان نه وي اورېدلی نو هغه به دا دعا نه وایي.
  • د رسول الله صلی الله علیه وسلم دفضیلت بیان چې د مخلوقاتو تر منځ د پرېکړې پر مهال به وسیله، فضیلت، ستایل شوی مقام او لوی شفاعت ورکول کېږي.
  • رسول الله صلی الله علیه وسلم ته د دې وینا پر بنسټ د شفاعت اثبات چې فرمایي: "حلَّت له شفاعتي يوم القيامة" یعنې زما د شفاعت مستحق وګرځید.
  • رسول الله صلی الله علیه وسلم به د خپلو هغه امتیانو شفاعت کوي چې کبیره ګناهونه یې کړي وي تر څو دوزخ ته لاړ نه شي او یا هغوی چې ورننوتي وي تر څو ترې بېرته راووځي، او یا دا چې بې حسابه یې جنت ته داخل کړي او یا د دې لپاره چې څوک جنت ته ننوتی وي مرتبې یې پکې لوړې کړي.
  • طیبي رحمه الله فرمایلي: د اذان له پیله تر دې وینا پورې "محمدًا رسول الله" دا بشپړه بلنه ده، او حي علی الصلاة چې دی نو دا هغه لمونځ دی چې ادا کولو ته یې په : (يُقيمون الصلاة) کې اشاره شوې، او کېدی شي چې د الصلاة څخه مراد دعا او له (القائمة) څخه مراد تل ادا کېدونکی لمونځ وي، لکه چې وایي (قام الشئ) یعنې په دوامداره توګه یې یو کار تر سره کړ، او په دې سره د رسول الله صلی الله علیه وسلم دا وینا : "والصلاة القائمة" بشپړه بلنه ده، او کېدی شي چې په الصلاة سره هغه معمول لمونځ مراد وي کوم ته چې هغه مهال بلنه ورکول کېږي او همدا یې ظاهره معنا ده.
  • المهلب ویلي: په حدیث کې د لمونځونو په وختونو کې پر دعا ټینګار شوی؛ ځکه چې د قبلېدو لپاره د امید حالت دی.

په HadeethEnc.com کې یې ولولئ

۵ یو ځل

ژباړه او سرچینه

له عبد الله بن عمرو بن العاص رضي الله عنهما څخه روایت دی چې هغه له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه اورېدلي دي چې وییل یې: «إِذَا سَمِعْتُمُ الْمُؤَذِّنَ فَقُولُوا مِثْلَ مَا يَقُولُ، ثُمَّ صَلُّوا عَلَيَّ، فَإِنَّهُ مَنْ صَلَّى عَلَيَّ صَلَاةً صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ بِهَا عَشْرًا، ثُمَّ سَلُوا اللهَ لِيَ الْوَسِيلَةَ، فَإِنَّهَا مَنْزِلَةٌ فِي الْجَنَّةِ، لَا تَنْبَغِي إِلَّا لِعَبْدٍ مِنْ عِبَادِ اللهِ، وَأَرْجُو أَنْ أَكُونَ أَنَا هُوَ، فَمَنْ سَأَلَ لِيَ الْوَسِيلَةَ حَلَّتْ لَهُ الشَّفَاعَةُ».

«کله چې مو له اذان کوونکي څخه (د اذان الفاظ) واورېدل نو تاسو هم هغه څه وایئ چې هغه یې وایي، بیا پر ما درود ووایئ ، ځکه څوک چې پر ما درود ووایي، نو الله تعالی به پر هغه لس ځلې درود وایي، بیا ماته له الله جل جلاله څخه د وسیلې سوال وکړئ، چې هغه په جنت کې یو مقام دی، او د الله په بندګانو کې یوازې یو تن ته ورکول کیږي او له هغه پرته بل چاته نه ښایي، زه امېد لرم چې هغه به زه یم، او څوک چې زما لپاره وسیله وغواړي نو شفاعت به یې کیږي».

مسلم روايت کړی دی درجه: صحيح دی

شرح

رسول الله صلی الله علیه وسلم لارښوونه کوي چې چا د لمانځه لپاره له اذان کوونکي څخه د اذان الفاظ واورېدل نو ورپسې دي همغه الفاظ تکرار کړي پرته له : حي علی الصلاة، او : حي علی الفلاح څخه، ځکه له هغوی وروسته به: لا حول ولا قوة الا بالله وایي، بیا به د اذان په پای کې په رسول الله صلی الله علیه وسلم درود ووایي، ځکه چې چا په رسول الله صلی الله علیه وسلم یو ځل درود ووایي، نو الله تعالی به پرې د هغه له امله لس ځلې درودونه ووایي، او د الله تعالی لخوا پر بنده باندې د درود وییلو معنا: د ملایکو پر وړاندې د بنده ستاینه کول دي.

بیا یې امر وکړ چې د هغه صلی الله علیه وسلم لپاره له الله تعالی څخه د وسیلې سوال وشي، چې هغه په جنت کې یو مقام دی او تر ټولو لوړ دی، چې د الله تعالی په ټولو بندګانو کې یوازې د یو بنده سره ښایي او ورته ورکول کیږي، او زه تمه لرم چې هغه زه اوسم، او رسول الله صلی الله علیه وسلم دا خبره د عاجزۍ او تواضع له مخې کړې ده؛ ځکه چې کله هغه مقام یوازې د یو چا لپاره وي، نو هغه یو تن به لده صلی الله علیه وسلم پرته بل څوک نه وي، ځکه چې هغه د مخلوقاتو تر ټولو غوره دی.

بیا هغه صلی الله علیه وسلم څرګنده کړه چې چا رسول الله صلی الله علیه وسلم ته د وسیلې دعا وکړه نو هغه انسان ته د هغه صلی الله علیه وسلم شفاعت حاصل دی.

ګټې

  • اذان کوونکي ته په ځواب وییلو ټینګار.
  • اذان کوونکي ته له ځواب ویلو وروسته په رسول الله صلی الله علیه وسلم باندې د درود وییلو فضیلت.
  • په رسول الله صلی الله علیه وسلم له درود وییلو وروسته هغه ته د وسیلې پر غوښتنه ټینګار.
  • د وسیلې د معنا بیان، د هغې لوړ شان، چې له یو بنده پرته بل چاته نه ښایي.
  • د رسول الله صلی الله علیه وسلم د فضیلت بیان، چې پر دغه لوړ مقام سره ځانګړی شوی دی.
  • چا چې له الله تعالی څخه د رسول الله صلی الله علیه وسلم لپاره د وسیلې غوښتنه وکړه نو هغه انسان ته یې شفاعت یقیني شو.
  • د رسول الله صلی الله علیه وسلم د تواضع او عاجزۍ بیان چې له خپل امت څخه یې د نوموړي مقام د لاسته راوړلو لپاره دعا وغوښته، پداسې حال کې چې هغه مقام د همده لپاره دی.
  • د الله تعالی لوی فضل او رحمت، چې نیکي په لس چنده ده.

په HadeethEnc.com کې یې ولولئ

۶ یو ځل

ژباړه او سرچینه

له انس بن مالک رضي الله عنه څخه روایت دی وایې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «الدُّعَاءُ لاَ يُرَدُّ بَيْنَ الأَذَانِ وَالإِقَامَةِ».

"د اذان او اقامت تر منځ دعا نه ردیږي".

أبو داود، الترمذي او النسائي روایت کړی دی درجه: صحيح دی

شرح

رسول الله صلی الله علیه وسلم د اذان او اقامت تر منځ د دعا فضیلت بیان کړی او فرمایلي یې دي چې نه ردیږي او خامخا قبلیږي، نو په دې وخت کې د الله تعالی نه دعا وغواړئ.

ګټې

  • د دعا لپاره د دې وخت فضیلت.
  • کله چې دعا کوونکی د دعا ادبونه مراعت کړي، غوره ځایونه او وختونه وپلټي، د الله تعالی له نافرمانۍ ځان وساتي، په شکونو او شبهو کې له لویدو ځان وساتي، په الله تعالی نېک باور ولري، نو ډېره نږدې ده چې د الله تعالی په امر یې دعا قبوله شي.
  • مناوي رحمه الله د دعا د قبلېدو په اړه فرمایي: د دعا د شرطونو، ارکانو او ادابو له پوره کولو وروسته دعا قبلیږي، که چېرته له دې څخه کوم یو کم و، نو یوازې خپل ځان دې ملامته کړي.
  • د دعا قبلېدل: یا به یې دعا ژر تر ژره قبوله شي، یا به ورڅخه د ورته شر مخه ونیسي او یا به ورته اجر په آخرت کې خوندي شي، دا ټول کارونه د الله تعالی د حکمت او رحمت مطابق تر سره کیږي.

په HadeethEnc.com کې یې ولولئ

پوښتنې

په دې پاڼه کې څه دي؟

له اذان وروسته دعا: هر یو په عربي، له ژباړې، د سرچینې حدیث، درجې او شرحې سره.

ژباړې له کومه راغلې دي؟

له HadeethEnc.com څخه، چې د ژباړل شوو نبوي احادیثو پوهنغونډ دی. هر حدیث لکه څنګه چې دوی خپور کړی، له سرچینې او درجې سره او د اصل له لینک سره ښودل کېږي.

ایا زه ورځنۍ یادونه ترلاسه کولی شم؟

هو. د اندروید لپاره وړیا قبس اپ هره ورځ تاسو ته د سهار او ماښام اذکار در یادوي او همدا شمېرونکی لري.