د لمانځه دعاګانې: ثنا، رکوع، سجده او تشهد

هغه دعاګانې چې نبي کریم ﷺ به په لمانځه کې، له تکبیر تحریمې څخه تر سلام پورې ویلې.

۱ یو ځل

اللهُمَّ بَاعِدْ بَيْنِي وَبَيْنَ خَطَايَايَ كَمَا بَاعَدْتَ بَيْنَ الْمَشْرِقِ وَالْمَغْرِبِ، اللهُمَّ نَقِّنِي مِنْ خَطَايَايَ كَمَا يُنَقَّى الثَّوْبُ الْأَبْيَضُ مِنَ الدَّنَسِ، اللهُمَّ اغْسِلْنِي مِنْ خَطَايَايَ بِالثَّلْجِ وَالْمَاءِ وَالْبَرَدِ

ژباړه او سرچینه

له ابو هریره رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې: رسول الله صلی الله علیه وسلم به چې کله په لمانځه کې تکبیر ووایه نو له قراءت پیلولو وړاندې به یوه لحظه چپ پاتې شو، نو ما وویل: اې د الله رسوله ! زما پلار او مور دې له تا څخه قربان شي، د تکبیر او قراءت تر منځه د چوپتیا په اړه خبر راکړه، چې څه وایې؟ هغه وفرمایل: «زه وایم: اللهُمَّ بَاعِدْ بَيْنِي وَبَيْنَ خَطَايَايَ كَمَا بَاعَدْتَ بَيْنَ الْمَشْرِقِ وَالْمَغْرِبِ، اللهُمَّ نَقِّنِي مِنْ خَطَايَايَ كَمَا يُنَقَّى الثَّوْبُ الْأَبْيَضُ مِنَ الدَّنَسِ، اللهُمَّ اغْسِلْنِي مِنْ خَطَايَايَ بِالثَّلْجِ وَالْمَاءِ وَالْبَرَدِ».اې الله زما او د ګناهونو تر منځه داسې لرې والی راوله لکه څرنګه دې چې ختیځ له لوېدیځ څخه لرې کړی دی، اې الله ما له ګناهونو څخه داسې پاک کړه لکه سپینه جامه چې له خیرو څخه پاکیږي، اې الله ما له ګناهونو څخه په اوبو، واورو او ګلۍ سره ومینځه.

متفق علیه دی درجه: صحيح دی

شرح

کله به چې رسول الله صلی الله علیه وسلم د لمانځه لپاره تکبیر وکړ، نو د فاتحې ویلو نه مخکې به یې یو لنډ ځنډ کاوه چې پدې کې به یې لمونځ په ځینو دعاګانو سره پرانیسته، او ځینې لدې دعاګانو څخه چې واردې دي د هغه دا وینا ده: «اللهم باعد بيني وبين خطاياي كما باعدت بين المشرق والمغرب، اللهم نقني من خطاياي، كما ينقى الثوب الأبيض من الدنس، اللهم اغسلني من خطاياي بالماء والثلج والبرد»، اې الله زما او زما د ګناهونو تر منځه داسې لرې والی راوله لکه څرنګه دې چې ختیځ له لوېدیځ څخه لرې کړی دی، اې الله ما له ګناهونو څخه داسې پاک کړه لکه سپینه جامه چې له خیرو څخه پاکیږي، اې الله ما له ګناهونو څخه په اوبو، واورو او ګلۍ سره ومینځه. له الله جل جلاله څخه غوښتنه کوي چې د هغه او ګناهونو تر منځه یې لرې والی راولي تر څو پکې واقع نه شي، داسې لرې والی چې هېڅکله یې تر منځه ملاقات ونه شي، لکه څنګه چې د ختيځ او لوېديځ تر منځ هېڅکله ملاقات نه کیږي، او که چېرته په ګناه کې واقع شو نو چې داسې یې ترې پاک کړي او ګناهونه ترې لرې کړي لکه څنګه چې له سپینې جامې څخه خیري لرې کیږي، او دا چې له ګناهونو یې پدې پاکیزه شیانو؛ اوبو، واورې او یخ سره پاک کړي، تر څو د ګناهونو لمبې او تودوخه سړه شي.

ګټې

  • د استفتاح دعا په پټه لوستل، که څه هم لمونځ په جهري لمانځه کې وي.
  • صحابه کرام رضی الله عنهم د رسول الله صلی الله علیه وسلم په حرکاتو او سکناتو کې د هغه د حال احوال معلومولو ته لیواله وو.
  • د استفتاح (سبحانک اللهم وبحمدک..) دعا په نورو بڼو هم راغلي دي، خو غوره دا ده چې سړی هغه الفاظ ووایي چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه ثابت دي، نو کله دې یوه بڼه وایي او کله بله بڼه.

په HadeethEnc.com کې یې ولولئ

۲ یو ځل

سَمِعَ اللهُ لِمَنْ حَمِدَهُ، اللَّهُمَّ رَبَّنَا لَكَ الْحَمْدُ، مِلْءَ السَّمَاوَاتِ وَمِلْءَ الْأَرْضِ وَمِلْءَ مَا شِئْتَ مِنْ شَيْءٍ بَعْدُ

ژباړه او سرچینه

له ابن ابي اوفی رضی الله عنه څخه روایت دی وایي چې: کله به چې رسول الله صلی الله علیه وسلم خپله ملا له رکوع څخه پورته کړه نو - دا دعا به یې وویله: «سَمِعَ اللهُ لِمَنْ حَمِدَهُ، اللَّهُمَّ رَبَّنَا لَكَ الْحَمْدُ، مِلْءَ السَّمَاوَاتِ وَمِلْءَ الْأَرْضِ وَمِلْءَ مَا شِئْتَ مِنْ شَيْءٍ بَعْدُ». الله د هغه چا - وینا - واورېده چې د هغه ثنا یې وویله، اې الله زمونږه ربه ستا لره ستاینه ده، د آسمانونو د ډکوالي او د ځمکې د ډکوالي او د هغه څه د ډکوالي په اندازه چې له دوی نه وروسته دي».

مسلم روايت کړی دی درجه: صحيح دی

شرح

رسول الله صلی الله علیه وسلم به چې کله په لمانځه کې خپله ملا له رکوع څخه راپورته کړه نو "سمع الله لِمَن حمده"، به یې وییل، یعنې چا چې د الله تعالی ستاینه وکړه، الله تعالی یې دعا قبوله کړه او د هغه ستاینه یې ومنله، بیا پدې وینا سره د الله تعالی ثنا بیانوي : اللَّهُمَّ رَبَّنَا لَكَ الْحَمْدُ، مِلْءَ السَّمَاوَاتِ وَمِلْءَ الْأَرْضِ وَمِلْءَ مَا شِئْتَ مِنْ شَيْءٍ بَعْدُ "، یعنې اې الله تا لره ستاینه ده، د آسمانونو او ځمکې د ډکوالي په اندازه او هغه څه چې لدې څخه وروسته دي، داسې ستاینه چې آسمانونه او ځمکې ډکوي او څه یې چې تر منځه دي، او هغه څه ډکوي چې الله یې وغواړي.

ګټې

  • د هغه څه بیان چې لمونځ کوونکي ته مستحب دي چې له رکوع څخه د پورته کېدلو پر مهال یې ووایي.
  • د رکوع څخه له راپورته کېدلو نه وروسته د برابرېدو او اطمینان مشروعیت؛ ځکه چې شوني نده دا ذکر ووایي پرته لدې چې برابر او مطمئن نه شي.
  • دا ذکر په ټولو لمونځونو کې مشروع دی، هغه که فرض لمونځونه وي او یا نفل.

په HadeethEnc.com کې یې ولولئ

۳ یو ځل

اللَّهمَّ اغْفِرْ لي، وارْحَمْنِي، وعافِني، واهْدِني، وارزقْنِي

ژباړه او سرچینه

له ابن عباس - رضي الله عنهما - څخه روایت دی چې: رسول الله صلی الله علیه وسلم به د دوو سجدو تر مینځه وییل. یعنې "اې الله، ما ته بخښنه وکړه، پر ما رحم وکړه، ما ته روغتیا راکړه، لارښوونه راته وکړه، او روزي راکړه".

ابو داود، الترمذي، ابن ماجه او احمد روایت کړی دی درجه: د شواهدو په اعتبار حسن دی

شرح

رسول الله صلی الله علیه وسلم به په خپل لمانځه کې د دوو سجدو تر مینځه په دغو پنځو دعاګانو سره دعا کوله چې مسلمان ورته سخته اړتیا لري او د دنیا او آخرت خیر پکې دی لکه: د بخښنې غوښتل، د ګناهونو پټول او بنده ته ترې تېرېدل، بشپړ رحمت، له شکونو، خواهشاتو، ناروغیو او مرضونو څخه نجات، د حق لپاره له الله جل جلاله څخه مرسته غوښتل او پرې ثابت پاتې کېدل، او د ایمان، علم، نیک عمل او پاکیزه حلال مال رزق غوښتل.

ګټې

  • د دوو سجدو تر منځه په ناسته کې د دې دعا مشروعیت.
  • د دې دعاګانو فضیلت، ځکه چې د دنیا او اخرت خیر پکې دی.

په HadeethEnc.com کې یې ولولئ

۴ یو ځل

اللهُمَّ اغْفِرْ لِي ذَنْبِي كُلَّهُ دِقَّهُ، وَجِلَّهُ، وَأَوَّلَهُ وَآخِرَهُ وَعَلَانِيَتَهُ وَسِرَّهُ

ژباړه او سرچینه

له ابو هریره - رضي الله عنه - څخه روایت دی چې: رسول الله صلی الله علیه وسلم به په خپلې رکوع او سجده کې «اللهُمَّ اغْفِرْ لِي ذَنْبِي كُلَّهُ دِقَّهُ، وَجِلَّهُ، وَأَوَّلَهُ وَآخِرَهُ وَعَلَانِيَتَهُ وَسِرَّهُ». ویل، یعنې «ای الله! ماته مې ټول واړه او غټ، اول او آخر، ښکاره او پټ ګناهونه وبخښه».

مسلم روايت کړی دی درجه: صحيح دی

شرح

نبي صلی الله علیه وسلم به سجده کې دعا کوله او ویل به یې: (اللهم اغفر لي ذنبي) یا الله زما ګناهونه وبخښه، پرده پرې واچوه او د هغې له پایلو مې وساته؛ (له ګناه) راته تېر شه، راته یې وبخښه او معاف مې کړه، (كله)، یعنې ټول (دِقّه) واړه او لږ، (وجِلّه) لوی او زیات، (وأوله) لومړۍ ګناه، (وآخره) او وروستۍ یې او هغه چې د دواړو تر منځه دي؛ هغه چې ستا پرته پرې بل څوک خبر نه دی.

ګټې

  • ابن القيم ویلي: د ګناهونو د بخښنې غوښتنه ـ کوچني او لوی، دقیق او روښان، لومړي او وروستي، پټ او ښکاره، دا عمومیت او پراخوالی د دې لپاره دی چې توبه د بنده هغو ګناهونو ته شامله شي چې دی پرې پوهېږي، او هم هغو ته چې دی پرې نه پوهېږي.
  • ویل شوي چې (الدِّق) یې ځکه په (الجِلّ) مخکې کړ، ځکه چې سوال کوونکی د سوال کولو پر مهال لږ لږ پورته کېږي، بل دا چې لوی ګناهونه ډېری وختونه هغه مهال رامنځته کېږي چې په وړو ګناهونو اصرار وشي او په اړه یې انسان بې پروا شي، نو داسې شول لکه چې د غټو ګناهونو لپاره وسیله وګرځېدل، او دا د وسیلې حق دی چې څه شي مخکې یاد کړي او څه شی وروسته.
  • د الله تعالی په وړاندې عاجزي کول، او ترې د ټولو کوچنیو او لویو ګناهونو بخښنه غوښتل.
  • نووي ویلي: پدې (حديث) کې پر دعا او د الفاظو په زیاتوالي یې ټینګار شوی، که څه هم ځینې (الفاظ) یې د نورو لپاره کفایت کوي.

په HadeethEnc.com کې یې ولولئ

۵ یو ځل

اللهُمَّ أَعُوذُ بِرِضَاكَ مِنْ سَخَطِكَ، وَبِمُعَافَاتِكَ مِنْ عُقُوبَتِكَ، وَأَعُوذُ بِكَ مِنْكَ لَا أُحْصِي ثَنَاءً عَلَيْكَ أَنْتَ كَمَا أَثْنَيْتَ عَلَى نَفْسِكَ

ژباړه او سرچینه

له عائشې رضي الله عنها څخه روایت دی وایې چې: یوه شپه مې رسول الله صلی الله علیه وسلم په بستر کې ونه موند نو زه یې په لټه کې شوم، تر دې چې زما لاس د هغه د پښو په تلو ولږېده، په داسې حال کې چې هغه په ​​جومات کې و، او پښې یې ودرولې وې (د سجدې په حالت کې و) او داسې یې ویل:«اللهُمَّ أَعُوذُ بِرِضَاكَ مِنْ سَخَطِكَ، وَبِمُعَافَاتِكَ مِنْ عُقُوبَتِكَ، وَأَعُوذُ بِكَ مِنْكَ لَا أُحْصِي ثَنَاءً عَلَيْكَ أَنْتَ كَمَا أَثْنَيْتَ عَلَى نَفْسِكَ». «اې الله! زه ستا له غضب څخه ستا په رضایت او ستا له عذاب څخه ستا په بخښنې پناه غواړم، او له تا نه پر تا پناه نیسم، او زه پر تا ستاینې نه شمېرم (دومره ستاینه دې نه شم کولی) لکه څومره چې تا پر خپل ځان ستاینه کړې ده (لکه څومره چې ته د ستاینې وړ یې)

مسلم روايت کړی دی درجه: صحيح دی

شرح

عائشه رضي الله عنها وایې چې: زه د رسول الله صلی الله علیه وسلم څنګ ته ویده وم، هغه مې د شپې ونه موند، نو لاسونه مې د کوټې هغه ځای ته ورتېر کړل چې لمونځ به یې پکې کاوه؛ ګورم چې په سجده دی او دواړه قدمونه یې درولي دي او وایې:

زه تا وسیله ګرځوم او پر تا پناه غواړم، (برضاك من سخطك)، ستا په رضایت ستا له قهر څخه- پر ما او زما پر امت - پناه غواړم، او زه ستا له عذاب څخه ستا په عفوې او ستا په زیاتې بخښنې سره پناه غواړم. او پناه نیسم پر تا او ستا د جمال په صفتونو چې ستا د جلال له صفتونو څخه دي، ځکه چې پناه یوازې هم ستا څخه غوښتل کېږي، نو نه خو د خلاصي ځای شته او نه د الله څخه د تېښتې پناه ګاه شته پرته له هغه څخه. زه د دې وړتیا نه لرم چې پر تا ستاینې وشمېرم، او له دې عاجز یم چې ستا نعمتونه او احسانونه چې ته یې مستحق یې په شمېر کې راولم، که څه هم هر څومره کوښښ وکړم. لکه څومره چې تا د خپل ځان ستاینه کړې ده، نو همدا ته هغه ذات یې چې د ځان ستاینه دې هغه ډول کړې لکه څنګه چې ستا د شان سره ښایي، نو څوک دی چې ستا د ثنا حق به ادا کړي؟!

ګټې

  • د دې دعاګانو ویل په سجده کې مستحب دي.
  • میرک فرمایلي: د نسائي په یو روایت کې راغلي چې: دا دعا به یې هغه مهال ویله چې کله به د لمانځه نه وزګار شو او خوب ځای ته به ولاړ.
  • د الله تعالی په صفتونو یې ستاینه کول او د هغه په نومونو دعا غوښتل مستحب دي؛ البته هغه نومونه چې په قرآن او سنت سره ثابت دي.
  • پدې کې په رکوع او سجده کې د خالق عظمت بیان شوی دی.
  • د الله تعالی په صفتونو پناه غوښتل جایز دي، لکه څنګه یې چې په ذات سره پناه غوښتل جایز دي.
  • خطابي رحمه الله فرمایلي چې: پدې وینا کې لطیفه معنا پرته ده، هغه دا چې په الله یې پناه وغوښته چې په خپل رضایت یې له خپل عذابه وژغوري، او په بخښنې سره یې له سزا وژغوري، او رضایت او قهر یو د بل ضد کلمې دي، همدا رنګه بخښل او په سزا نیول یو د بل ضد دي، نو کله یې چې د داسې څه یادونه وکړه چې ضد نه لري؛ او هغه د الله تعالی ذات دی نو له هغه یې پرې پناه وغوښته نه پر بل چا، د دې معنا دا ده چې: له نیمګړتیا څخه بخښنه غوښتل چې واجب یې نه دی ادا کړی؛ د هغه د عبادت حق دی، او پر هغه ثنا ویل. او دا وینا یې چې وایي: زه پر تا ستاینې نه شمېرم، یعنې نه دا کار کولی نشم او نه مې له وسې پوره دی.

په HadeethEnc.com کې یې ولولئ

۶ یو ځل

اللَّهُمَّ صَلِّ عَلَى مُحَمَّدٍ وَعَلَى آلِ مُحَمَّدٍ، كَمَا صَلَّيْتَ عَلَى آلِ إِبْرَاهِيمَ، إِنَّكَ حَمِيدٌ مَجِيدٌ، اللَّهُمَّ بَارِكْ عَلَى مُحَمَّدٍ وَعَلَى آلِ مُحَمَّدٍ، كَمَا بَارَكْتَ عَلَى آلِ إِبْرَاهِيمَ، إِنَّكَ حَمِيدٌ مَجِيدٌ

ژباړه او سرچینه

له عبدالرحمن بن ابي لیلی څخه روایت دی، وایي چې: کعب بن عجره راسره مخ شو، نو ویې وییل: ایا زه تاته ډالۍ در نه کړم؟ رسول الله صلى الله عليه وسلم موږ ته بهر راووت نو ویې فرمایل: اى د الله جل جلاله رسوله، یقینا دا مو زده کړی چې څرنګه پر تا سلام ووایو، خو درود درباندې څنګه ووایو؟ ویې فرمایل: « نو وایئ: اللَّهُمَّ صَلِّ عَلَى مُحَمَّدٍ وَعَلَى آلِ مُحَمَّدٍ، كَمَا صَلَّيْتَ عَلَى آلِ إِبْرَاهِيمَ، إِنَّكَ حَمِيدٌ مَجِيدٌ، اللَّهُمَّ بَارِكْ عَلَى مُحَمَّدٍ وَعَلَى آلِ مُحَمَّدٍ، كَمَا بَارَكْتَ عَلَى آلِ إِبْرَاهِيمَ، إِنَّكَ حَمِيدٌ مَجِيدٌ».«یا الله! پر محمد - صلی الله علیه وسلم - او د هغه پرکورنۍ رحمت ووروه، لکه پر ابراهیم -علیه السلام- او د هغه پرکورنۍ دې چې ورولی و، بېشکه ته ستایل شوی او لوی یې. یا الله! پر محمد صلی الله علیه وسلم او د هغه پر کورنۍ برکتونه ووروه، لکه پر ابراهیم - علیه السلام - او د هغه پرکورنۍ دې چې ورولي و، بېشکه ته ستایل شوی او لوی یې».

متفق علیه دی درجه: صحيح دی

شرح

صحابه کرامو له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه پوښتنه وکړه چې پر هغه څنګه درود ووایي؟ وروسته له دې چې په التحیات کې یې پرې سلام اچول زده کړي وو: "السلام عليك أيها النبي ورحمة الله وبركاته..."؟ نو رسول الله صلی الله علیه وسلم هغوی ته د درود وییلو او معنی په اړه یې خبر ورکړ: "اللهم صلِّ على محمدٍ وعلى آل محمد"

«اې الله! پر محمد صلی الله علیه وسلم او د هغه پرکورنۍ رحمت ووروه». یعنې: په لوړ مجلس کې یې په ښایسته وینا سره یاد کړه، او په دین کې د هغه د پیروانو او له خپلوانو څخه یې د مؤمنانو تر منځه. "كما صلَّيتَ على آل إبراهيم"

"لکه څنګه دې چې د ​​​​ابراهيم پر کورنۍ درود ویلی دی" لکه څنګه چې تا د ابراهیم علیه السلام پر کورنۍ، یعنی ابراهیم، ​​اسماعیل، اسحاق او د هغوی په اولاده او د هغوی په وفادارو پیروانو خپل احسانونه نازل کړي دي، همدغسې په محمد صلی الله علیه وسلم باندې هم خپل رحمت نازل کړه. "إنك حميد مجيد"

"په يقين سره چې ته ستايل شوی او شرافت والا ذات يې" يعنې: هغه چې په خپل ذات، صفاتو او کړنو کې ستايل شوی یې، او په عظمت، واکمنۍ او سخاوت کې پراخه یې. "اللهم بارك على محمدٍ وعلى آل محمد كما باركتَ على آل إبراهيم"

«ای الله! برکت نازل کړه پر محمد صلی الله عليه وسلم او د محمد صلی الله عليه وسلم پر آل باندې، لکه څنګه چې دې برکت نازل کړی د ابراهیم عليه السلام پر آل باندې». يعنې هغه ته تر ټولو لوى خير او شرف وركړه او ورته یې زیات او ثابت کړه.

ګټې

  • سلفو به د علماوو د علم په اړه سره بحثونه کول.
  • د لمانځه په وروستي تشهد کې په رسول الله صلی الله علیه وسلم درود وېیل واجب دي.
  • رسول الله صلی الله علیه وسلم خپلو ملګرو ته پر هغه سلام او درود وېیل ورزده کړي وو.
  • دا په رسول الله صلی الله علیه وسلم د درود وېیلو تر ټولو بشپړه صیغه ده.

په HadeethEnc.com کې یې ولولئ

۷ یو ځل

اللَّهُمَّ إِنِّي أَعُوذُ بِكَ مِنْ عَذَابِ القَبْرِ، وَمِنْ عَذَابِ النَّارِ، وَمِنْ فِتْنَةِ المَحْيَا وَالمَمَاتِ، وَمِنْ فِتْنَةِ المَسِيحِ الدَّجَّالِ

ژباړه او سرچینه

له ابو هریره رضي الله عنه څخه روایت دی هغه فرمایلي: رسول الله صلی الله علیه وسلم به دعا کوله او وېیل به یې: « اې الله! زه پر تا د قبر له عذاب څخه پناه نیسم او د اور له عذاب څخه، او پناه نیسم پر تا د ژوند او مرګ او مسحه شوي دجال له فتنې څخه». او د مسلم په لفظ کې راځي «کله چې ستاسو څخه یو له وروستي تشهد څخه فارغ شو، نو له څلورو شیانو څخه دې الله ته پناه یوسي: د دوزخ له عذابه، د قبر له عذابه، د ژوند او مرګ له فتنې او د مسحه شوي دجال له فتنې څخه».

متفق علیه دی درجه: صحيح دی

شرح

رسول الله صلی الله علیه وسلم به په لمانځه کې د وروستي تشهد پسې او له سلام ګرځولو څخه مخکې له څلورو شیانو څخه په الله جل جلاله پناه غوښتله او مونږ ته یې امر کړی چې مونږ هم ترې پناه وغواړو،

لومړی: د قبر له عذاب څخه.

دویم: او د قیامت په ورځ د اور له عذاب څخه.

دریم: د ژوند له فتنې څخه، یعنې د دنیا له حرامو خواهشاتو او ګمراه کوونکو شکونو څخه او د مرګ له فتنې څخه، یعنې د ځنکندن پر مهال، چې هغه له اسلام او سنت څخه اوړېدل دي، او د قبر له فتنې (امتحان) څخه لکه د دوو پرښتو پوښتنه.

څلورم: د دجال فتنه چې په اخر وخت کې به راڅرګند شي، او الله تعالی به پرې خپل بندګان وازمايي؛ له هغه څخه یې د لوې فتنې او ګمراهۍ له امله په ځانګړي توګه یادونه وکړه.

ګټې

  • دا پناه غوښتل له مهمو او جامعه دعاګانو څخه دي، ځکه چې د دنیا او آخرت له شر څخه پناه غوښتلو ته شاملېږي.
  • د قبر د عذاب ثبوت او دا چې حق دی.
  • د فتنو خطر او له هغو څخه د خلاصون لپاره له الله تعالی څخه د مرستې او دعا غوښتلو اهمیت.
  • د دجال د راوتلو او د هغه د فتنې د لوی والي ثبوت.
  • د وروستي تشهد پسې د دې دعا ویل مستحب والی.
  • د هر نېک عمل پسې د دې دعا ویل مستحب والی.

په HadeethEnc.com کې یې ولولئ

۸ یو ځل

ژباړه او سرچینه

له ابو هریره رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: "بنده د سجدې پر مهال خپل رب ته تر ټولو ډېر نږدې وي، نو ډېره دعا وکړئ".

مسلم روايت کړی دی درجه: صحيح دی

شرح

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي چې بنده خپل رب ته تر ټولو نږدې هغه مهال وي کله چې دی سجده کوي، ځکه چې بنده د سجدې کولو پر مهال کې د خپل بدن تر ټولو غوره او عزتمن غړي - په تواضع، عاجزي او خاکسارۍ سره - الله تعالی ته په ځمکه ږدي.

او رسول الله صلی الله علیه وسلم په سجده کې په ډېرې دعا کولو باندې امر کړی دی، (ځکه) پدې سره الله تعالی ته په وینا او عمل دواړو سره یو ځای عاجزي ترسره کیږي.

ګټې

  • اطاعت بنده الله ته ډېر نږدې کوي.
  • په سجده کې د ډېرو دعاګانو مستحب والی؛ ځکه چې (سجده) د دعا د قبلېدو له ځایونو څخه یو دی.

په HadeethEnc.com کې یې ولولئ

پوښتنې

په دې پاڼه کې څه دي؟

په لمانځه کې دعاګانې: هر یو په عربي، له ژباړې، د سرچینې حدیث، درجې او شرحې سره.

ژباړې له کومه راغلې دي؟

له HadeethEnc.com څخه، چې د ژباړل شوو نبوي احادیثو پوهنغونډ دی. هر حدیث لکه څنګه چې دوی خپور کړی، له سرچینې او درجې سره او د اصل له لینک سره ښودل کېږي.

ایا زه ورځنۍ یادونه ترلاسه کولی شم؟

هو. د اندروید لپاره وړیا قبس اپ هره ورځ تاسو ته د سهار او ماښام اذکار در یادوي او همدا شمېرونکی لري.