په الله د پناه غوښتلو دعاګانې

هغه شیان چې نبي کریم ﷺ به ترې په الله پناه غوښته.

۱ یو ځل

اللهُمَّ إِنِّي أَعُوذُ بِكَ مِنْ زَوَالِ نِعْمَتِكَ، وَتَحَوُّلِ عَافِيَتِكَ، وَفُجَاءَةِ نِقْمَتِكَ، وَجَمِيعِ سَخَطِكَ

ژباړه او سرچینه

له عبد الله بن عمر رضی الله عنهما څخه روایت دی وایې چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم له دعاګانو څخه یوه دا وه: «اللهُمَّ إِنِّي أَعُوذُ بِكَ مِنْ زَوَالِ نِعْمَتِكَ، وَتَحَوُّلِ عَافِيَتِكَ، وَفُجَاءَةِ نِقْمَتِكَ، وَجَمِيعِ سَخَطِكَ». «اې الله! تا پورې له دې نه پناه غواړم چې ستا نعمت رانه زوال شي، ستا عافيت راڅخه واوړي او ناخبره راباندې ستا عذاب راشي او يا راته ستا کامله غصه او غضب راوپارېږي».

مسلم روايت کړی دی درجه: صحيح دی

شرح

رسول الله صلی الله علیه وسلم له څلورو شیانو څخه پناه غوښتې ده:

لومړی: (اللهم إني أعوذ بك من زوال نعمتك) اې الله! زه تاته ستا د نعمتونو له زوال څخه پناه دروړم، هغه که دیني وي او یا دنیوي، او له تانه سوال کوم چې په اسلام ثابت پاتې شم، او په ګناهونو کې له ښکېلتیا وژغورل شم، د کومو له امله چې نعمتونه له منځه ځي.

دویم: (او ستا د راکړې روغتیا بدلېدل) چې په مصیبت بدله شي؛ نو ستا څخه د دوامداره عافیت، له دردونو او ناروغیو څخه د سلامتیا سوال کوم.

دريم: (او په ناڅاپي توګه ستا له انتقام او سزا څخه) چې په ناڅاپي توګه کوم مصیبت او یا عذاب راورسېږي، عذاب چې کله په ناڅاپي توګه راشي بیا نو د توبې او جبرانولو لپاره وخت نه وي، او د هغه چا به ډېر بد او سخت حالت وي چې ورسره مخ شي.

څلورم: (او ستا له هر ډول غصې او قهر څخه) او هغه لاملونه چې ستا د قهر او غصې لامل ګرځي؛ ځکه هغه څوک چې ته پرې قهر شې نو هغه ذلیل او تاواني شو.

هغه صلی الله علیه وسلم د جمعې کلمه کارولې ده چې؛ ترڅو د الله پاک د غصې هر ډول اسبابو ته شامله شي؛ له ویناوو، کړنو او یا اعتقاداتو څخه.

ګټې

  • الله تعالی ته د پېغمبر صلی الله علیه وسلم اړتیا او احتیاج.
  • دا مبارکه استعاذه: په نعمتونو د شکر وېستلو توفیق او په ګناهونو کې له ښکېل کېدو څخه ساتنې ته شامله ده؛ ځکه چې ګناهونه نعمتونه له منځه وړي.
  • له هغو کړنو لرې پاتې کېدل چې د الله تعالی د ناخوښۍ لامل ګرځي.
  • رسول الله صلی الله علیه وسلم د الله جل جلاله له ناڅاپه غضب څخه ځکه پناه غوښتې ده چې که هغه ذات له خپل بنده څخه غچ واخېست نو په هغه به داسې مصیبتونه راشي چې بیا به یې له ځان څخه چَپ کولی نه شي او نه یې ټول مخلوق د لرې کولو توان لري، که څه هم ټول سره راغونډ شي.
  • او هغه صلی الله علیه وسلم د عافیت له بدلېدو ځکه پناه غوښتې ده چې څوک الله تعالی په سلامتیا سره ځانګړی کړي ، نو په دنیا او اخرت کې بریالی دی، او که چېرته ترې عافیت ولاړ، نو د دنیا او اخرت په مصیبتونو اخته شو، ځکه چې په عافیت او سلامتیا کې د دین او دنیا سلامتیا ده.

په HadeethEnc.com کې یې ولولئ

۲ یو ځل

اللهُمَّ إِنِّي أَعُوذُ بِكَ مِنَ الْعَجْزِ وَالْكَسَلِ وَالْجُبْنِ وَالْبُخْلِ وَالْهَرَمِ وَعَذَابِ الْقَبْرِ، اللهُمَّ آتِ نَفْسِي تَقْوَاهَا، وَزَكِّهَا أَنْتَ خَيْرُ مَنْ زَكَّاهَا، أَنْتَ وَلِيُّهَا وَمَوْلَاهَا، اللهُمَّ إِنِّي أَعُوذُ بِكَ مِنْ عِلْمٍ لَا يَنْفَعُ، وَمِنْ قَلْبٍ لَا يَخْشَعُ، وَمِنْ نَفْسٍ لَا تَشْبَعُ، وَمِنْ دَعْوَةٍ لَا يُسْتَجَابُ لَهَا

ژباړه او سرچینه

له زید بن ارقم رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې: زه تاسو ته نه وایم مګر هماغه څه چې رسول الله ﷺ به فرمایل، هغه به فرمایل: «ای الله! زه پر تا له کمزورۍ، سستۍ، بزدلۍ، بخل، زړښت او د قبر له عذابه پناه غواړم، ای الله! زما نفس ته تقوا ورکړه او پاک یې کړه، ته تر ټولو ښه پاکوونکی یې، ته د هغه ساتونکی او مالک یې، ای الله! زه پر تا له داسې علمه پناه غواړم چې ګټه ونه لري، له داسې زړه نه چې وېره پکې نه وي، له داسې نفس نه چې نه مړېږي، او له داسې دعا څخه چې نه قبلېږي».

مسلم روايت کړی دی درجه: صحيح دی

شرح

د نبي ﷺ له دعاوو څخه یوه دا وه: «اللهم إني أعوذ بك» اې الله زه پر تا پناه نیسم، یعنې تاته پناه دروړم «من العجز» له کمزوۍ څخه، داسې چې انسان د ګټور کار توان ونه لري، «والكسل» او له تمبلۍ څخه: چې د کار اراده شتون ونه لري، ځکه کمزورۍ انسان د کار لپاره کوم مهارت نه شي کارولی او تمبل یې اصلا غواړي نه، «والجبن» او له بزدلۍ څخه، چې له اړینو کارونو انکار کوي، «والبخل» او له بخل څخه: د هغه څه د ورکړې په منع کولو سره چې ورکول یې واجب وي، «والهرم» او له زړښت څخه، یعنې هغه زوړوالی چې له امله یې بدن کمزوری کېږي، «وعذاب القبر» او د قبر له عذاب څخه، یعنې هغو کړنو څخه د قبر د عذاب لامل ګرځي. «اللهم آت نفسي» ای الله! زما نفس ته د اطاعت په کولو او د ګناهونو په پرېښودلو د تقوا توفیق ورکړه، «وزكها» او له ناوړه او بدو اخلاقو څخه یې پاک کړه، «أنت خير من زكاها» بېشکه ته غوره ذات یې چې پاکوې یې، او ستا پرته بل څوک نفس لره پاکوونکی نشته، «أنت وليها» ته یې سرپرست، مرستندوی او چارسمبالی یې، «ومولاها» او ته یې بادار، چار سمبالی، رب مالک او پرې د نعمتونو لوروونکی یې. «اللهم إني أعوذ بك من علم لا ينفع» ای الله! زه پر تا له هغه علم څخه پنا غواړم چې ګټور نه وي لکه د ستوري پوهنه (هغه چې ستورو کې د لېدو له مخې غیب وایي)، کوډې جادو او هغه علم چې په اخرت کې ګټه نه لري او یا هغه چې عمل پرې نه کېږي، «ومن قلب لا يخشع» او له هغه زړه څخه چې ستا لپاره پکې عاجزي نه وي او نه درته غاړه ږدي، نه ارامېږي او نه ورته ستا په یادولو ډاډ حاصلېږي، «ومن نفس لا تشبع» او له هغه نفس څخه چې نه مړېږي، او د الله په حلاله او پاکیزه ورکړه قناعت نه کوي، «ومن دعوة» او له هغې دعا څخه چې «لا يستجاب لها» رد کېږي او نه قبلېږي».

ګټې

  • په دې حدیث کې له یادو شیانو څخه پناه غوښتل مستحب دي.
  • په تقوا ټینګار کول او د علم خپرول او عمل پرې کول.
  • ګټور علم هغه دی چې نفس ته پاکیزګي ورکوي او د الله تعالى وېره پکې پیدا کوي، چې له دې وروسته دا وېره ټولو غړو ته انتقالېږي.
  • عاجزي کوونکی زړه هغه دی چې وېرېږي او د الله تعالی د یادولو پر مهال په لړزه راځي، بیا نرم او ډاډه شي.
  • پر دنیا د حرص کولو او په خوښیو اوخوندونو یې د نه مړېدلو غندنه، ځکه هغه نفس چې په دنیا کې یوازې دحرص او تمې ترلاسه کولو لپاره هڅه کوي، د انسان تر ټولو ستر دښمن دی، لدې امله ترې رسول الله صلی الله علیه وسلم پناه غوښتلې ده.
  • بنده ته ښایي چې له هغو اسبابو ځان وساتي چې له امله یې دعا رد کېږي او نه قبلېږي.
  • نووي ویلي: دا حدیث او نورې په قافیه برابرې دعاګانې د علماوو د هغې وینا لپاره دلیل دی چې ویلي یې دي، هغه په قافیه برابرې دعاګانې ښې نه دي چې انسان یې په سختۍ سره جوړوي، ځکه له امله یې عاجزي، خشوع او اخلاص له منځه ځي، او انسان د الله تعالی پر وړاندې له خاکسارۍ، هغه ته اړمنۍ او د هغه لپاره له زړه خالي کولو څخه بې پروا کوي، خو هغه په قافیه برابرې دعاګانې چې له تکلف پرته وي، فکر یې په فصیح ډول جوړولو زیات بوخت شوی نه وي او داسې نور، یا دا چې له یادو زده وي نو باک نه لري، بلکې ښې دي.

په HadeethEnc.com کې یې ولولئ

۳ یو ځل

اللَّهُمَّ إِنِّي أَعُوذُ بِكَ مِنْ مُنْكَرَاتِ الأَخْلاَقِ وَالأَعْمَالِ وَالأَهْوَاءِ

ژباړه او سرچینه

له قطبه بن مالک رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې رسول الله ﷺ به ویل: «اې الله! زه له بدو اخلاقو، بدو عملونو او له بدو خواهشاتو څخه په تا پورې پناه غواړم».

الترمذي روایت کړی دی درجه: صحيح دی

شرح

رسول ﷺ به دا دعا کوله: (اې الله! زه تا پورې له هغو بدیو پناه نیسم، چې الله او رسول یې ترې له بدو ( اخلاقو) منع فرمایلې ده لکه: کینه، حسد او تکبر او بدو عملونو لکه: پوچې ویناوې او ښکنځلې او له هغو خواهشاتو چې نفس یې غواړي، حال دا چې د شریعت خلاف وي.

ګټې

  • د دې دعاء فضیلت او مستحبوالی.
  • مؤمن هڅه کوي چې له بدو اخلاقو او بدو اعمالو څخه ځان وساتي او ويريږي چې هسې نه د هوی او شهوتونو ښکار شي.
  • اخلاق، عملونه او خواهشات په بدو او ښو وېشل.

په HadeethEnc.com کې یې ولولئ

پوښتنې

په دې پاڼه کې څه دي؟

د پناه غوښتلو دعاګانې: هر یو په عربي، له ژباړې، د سرچینې حدیث، درجې او شرحې سره.

ژباړې له کومه راغلې دي؟

له HadeethEnc.com څخه، چې د ژباړل شوو نبوي احادیثو پوهنغونډ دی. هر حدیث لکه څنګه چې دوی خپور کړی، له سرچینې او درجې سره او د اصل له لینک سره ښودل کېږي.

ایا زه ورځنۍ یادونه ترلاسه کولی شم؟

هو. د اندروید لپاره وړیا قبس اپ هره ورځ تاسو ته د سهار او ماښام اذکار در یادوي او همدا شمېرونکی لري.