جومات ته د ننوتلو او ترې د وتلو دعا

هغه کلمې چې د جومات پر دروازه، د ننوتلو او وتلو پر مهال ویل کېږي.

۱ یو ځل

أعوذ بالله العظيم، وبوجهه الكريم، وسلطانه القديم، من الشيطان الرَّجِيم

ژباړه او سرچینه

له عبد الله بن عمرو بن العاص رضي الله عنهما څخه روایت دی: له پېغمبر صلی الله علیه وسلم څخه چې هغه به کله جومات ته ننوت نو ویل به یې: «أعوذ بالله العظيم، وبوجهه الكريم، وسلطانه القديم، من الشيطان الرَّجِيم»، یعنې په لوی الله، د هغه په عزتمن روی او قدیم سلطنت له رټلی شوي شیطان څخه پناه نیسم، وایي: آیا همداسې یې ویلي؟ ما وویل: هو، وایي: کله چې دا ذکر ووایي، نو شیطان ووایي چې: ټوله ورځ راڅخه په امن کې شو.

ابو داود روايت کړی دی درجه: حسن

شرح

کله به چې رسول الله صلی الله علیه وسلم جومات ته ننوت نو ویل به یې: (أعوذ بالله العظيم) ملاتړ غواړم او پناه نیسم په الله او د هغه په صفتونو باندې (وبوجهه الكريم) د هغه په عزتمن روی چې سخي او ورکوونکی ذات دی. (وسلطانه) او د هغه په واکمنۍ؛ برلاسۍ، ځواکمنۍ او د هغه په قهر سره د هغه له مخلوقاتو نه، په چا باندې چې وغواړي. (القدیم) ازلي او ابدي ذات (من الشيطان الرجيم) (له رټلی شوي شیطان څخه) هغه چې د الله تعالی له رحمت څخه لرې شوی او شړل شوی دی، یعني: اې الله ما د هغه له وسوسې، د هغه له بې لارې کولو، د هغه نقشو، د هغه له خطرونو، د هغه له فرېبکارۍ څخه وساته، ځکه هغه د ګمراهۍ لامل او بې لاریتوب او جهالت ته هڅوونکی دی. نو عبد الله بن عمرو ته وویل شو چې "أقط؟" یعنې آیا رسول الله صلی الله علیه وسلم یوازې همدا ویلي؟ هغه وویل: هو.

نو کله چې جومات ته ننوتونکي دا دعا وویله؛ شیطان ووایي چې: دې ننوتونکي د ټول وخت لپاره خپل ځان راڅخه وساته؛ یعنې ټوله ورځ او شپه یې.

ګټې

  • جومات ته د ننوتلو پر مهال پدې ذکر سره د دعا کولو فضیلت، او دا چې ویونکي لره پاتې ورځ له شیطان څخه ژغوري.
  • له شیطان څخه وېرول، او دا چې هغه مسلمان ته په کمین کې کیني، تر څو یې ګمراه او دوکه کړي.
  • انسان به د شیطان له ګمراهۍ او فریب څخه تر هغه حده خوندي وي څومره یې چې زړه په الله ایمان ولري، او دا دعا په زړه راولي، او پدې سره چې کومې ژمنې الله تعالی کړي دي باور وکړي.

په HadeethEnc.com کې یې ولولئ

۲ یو ځل

اللَّهُمَّ افْتَحْ لِي أَبْوَابَ رَحْمَتِكَ
اللَّهُمَّ إِنِّي أَسْأَلُكَ مِنْ فَضْلِكَ

ژباړه او سرچینه

له ابو حمید او یا له ابو اسید څخه روایت دی وایي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «کله چې ستاسو څخه یو څوک جومات ته ننوت نو ودې وایي: اللَّهُمَّ افْتَحْ لِي أَبْوَابَ رَحْمَتِكَ، یعنې اې الله! ماته ستا د رحمت دروازې پرانیزه، او کله چې راووځي نو ودې وایي: اللَّهُمَّ إِنِّي أَسْأَلُكَ مِنْ فَضْلِكَ. یعنې اې الله! زه ستا څخه ستا د فضل غوښتنه کوم».

مسلم روايت کړی دی درجه: صحيح دی

شرح

رسول الله صلی الله علیه وسلم خپل امت ته د هغې دعا وییلو لارښوونه کړې ده چې جومات ته د ننوتلو پر مهال وییل کیږي چې هغه : (اللَّهُمَّ افْتَحْ لي أَبْوابَ رَحْمَتِكَ) ده، نو له الله تعالی څخه سوال کوي چې د خپل رحمت اسباب ورته آسان کړي، او له الله تعالی څخه د هغه د فضل او زیاتې ښېګڼې غوښتنه کوي لکه: د حلال رزق.

ګټې

  • جومات ته د ننوتلو او راوتلو پر مهال د دې دعاګانو وییل مستحب دي.
  • د ننوتلو سره د رحمت یادونه او له راوتلو سره د فضیلت یادونه: د دې لپاره وه چې داخل شوی کس په هغه څه مشغول شو چې الله تعالی او د هغه جنت ته یې نږدې کوي نو د هغه لپاره مناسبه وه چې د رحمت یادونه وشي، او کله چې راووځي نو په ځمکه کې هڅه کوي او د الله تعالی د فضل پسې پلټنه کوي، نو مناسبه وه چې د فضیلت یادونه وشي.
  • دا دعاګانې هغه مهال وییل کیږي کله چې جومات ته د ننوتلو او یا له جومات څخه د راوتلو اراده ولري.

په HadeethEnc.com کې یې ولولئ

پوښتنې

په دې پاڼه کې څه دي؟

د جومات دعا: هر یو په عربي، له ژباړې، د سرچینې حدیث، درجې او شرحې سره.

ژباړې له کومه راغلې دي؟

له HadeethEnc.com څخه، چې د ژباړل شوو نبوي احادیثو پوهنغونډ دی. هر حدیث لکه څنګه چې دوی خپور کړی، له سرچینې او درجې سره او د اصل له لینک سره ښودل کېږي.

ایا زه ورځنۍ یادونه ترلاسه کولی شم؟

هو. د اندروید لپاره وړیا قبس اپ هره ورځ تاسو ته د سهار او ماښام اذکار در یادوي او همدا شمېرونکی لري.