له خوب مخکې دعا او د خوب اذکار

هغه څه چې نبي کریم ﷺ به بستر ته د تللو پر مهال ویل او لوستل.

۱ یو ځل

قُلْ هُوَ اللَّهُ أَحَدٌ ﴿١﴾ اللَّهُ الصَّمَدُ ﴿٢﴾ لَمْ يَلِدْ وَلَمْ يُولَدْ ﴿٣﴾ وَلَمْ يَكُن لَّهُ كُفُوًا أَحَدٌ ﴿٤﴾
قُلْ أَعُوذُ بِرَبِّ الْفَلَقِ ﴿١﴾ مِن شَرِّ مَا خَلَقَ ﴿٢﴾ وَمِن شَرِّ غَاسِقٍ إِذَا وَقَبَ ﴿٣﴾ وَمِن شَرِّ النَّفَّاثَاتِ فِي الْعُقَدِ ﴿٤﴾ وَمِن شَرِّ حَاسِدٍ إِذَا حَسَدَ ﴿٥﴾
قُلْ أَعُوذُ بِرَبِّ النَّاسِ ﴿١﴾ مَلِكِ النَّاسِ ﴿٢﴾ إِلَهِ النَّاسِ ﴿٣﴾ مِن شَرِّ الْوَسْوَاسِ الْخَنَّاسِ ﴿٤﴾ الَّذِي يُوَسْوِسُ فِي صُدُورِ النَّاسِ ﴿٥﴾ مِنَ الْجِنَّةِ وَالنَّاسِ ﴿٦﴾

ژباړه او سرچینه

له عاېشې رضي الله عنها څخه روایت دی چې: رسول الله صلی الله علیه وسلم به هره شپه کله خپل خوب ځای ته راغی، نو خپل لاسونه به یې سره یو ځای کړل، او {قُلْ هُوَ اللهُ أَحَدٌ}، {قُلْ أَعُوذُ بِرَبِّ الْفَلَقِ} او {قُلْ أَعُوذُ بِرَبِّ النَّاسِ} سورتونه به یې ولوستل او په لاسونو کې به چف کړل، بیا به یې لاسونه پر ځان راکش کړل، تر کوم ځایه به یې چې لاسونه رسېدل، له سر څخه به یې پيل وکړ، پر مخ او د بدن په مخکې برخې راکش کړل، دا کار به یې درې ځلې تکراروو.

بخاري روايت کړی دی درجه: صحيح دی

شرح

د رسول الله صلی الله علیه وسلم له لارښوونو څخه یوه دا وه چې کله به هغه خپل خوب ځای ته د خوب لپاره ولاړ نو خپل دواړه ورغوي به یې سره یو ځای کړل او لاسونه به یې پورته کړل - لکه څرنګه چې یو دعا کوونکی کوي - او په نرمۍ سره به یې د خولې د لږو لاړو سره په لاسونو کې {قل هو الله أحد} ، {قل أعوذ برب الفلق} او {قل أعوذ برب الناس}، سورتونه چف کړل، بیا به یې تر خپلې وسې پورې لاسونه پر ځان راکش کړل، پيل به یې له سر، مخ او د بدن له مخکې برخې څخه وکړ، دا کار به یې درې ځلې تکرارولو.

ګټې

  • مستحب ده چې له خوب نه مخکې سورت اخلاص او معوذتین ولوستل شي، په لاسونو کې چف شي او تر هغه ځایه چې لاسونه رسیږي په ځان کش کړل شي.

په HadeethEnc.com کې یې ولولئ

۲ یو ځل

آمَنَ الرَّسُولُ بِمَا أُنْزِلَ إِلَيْهِ مِنْ رَبِّهِ وَالْمُؤْمِنُونَ كُلٌّ آمَنَ بِاللَّهِ وَمَلَائِكَتِهِ وَكُتُبِهِ وَرُسُلِهِ لَا نُفَرِّقُ بَيْنَ أَحَدٍ مِنْ رُسُلِهِ وَقَالُوا سَمِعْنَا وَأَطَعْنَا غُفْرَانَكَ رَبَّنَا وَإِلَيْكَ الْمَصِيرُ ﴿٢٨٥﴾ لَا يُكَلِّفُ اللَّهُ نَفْسًا إِلَّا وُسْعَهَا لَهَا مَا كَسَبَتْ وَعَلَيْهَا مَا اكْتَسَبَتْ رَبَّنَا لَا تُؤَاخِذْنَا إِنْ نَسِينَا أَوْ أَخْطَأْنَا رَبَّنَا وَلَا تَحْمِلْ عَلَيْنَا إِصْرًا كَمَا حَمَلْتَهُ عَلَى الَّذِينَ مِنْ قَبْلِنَا رَبَّنَا وَلَا تُحَمِّلْنَا مَا لَا طَاقَةَ لَنَا بِهِ وَاعْفُ عَنَّا وَاغْفِرْ لَنَا وَارْحَمْنَا أَنْتَ مَوْلَانَا فَانْصُرْنَا عَلَى الْقَوْمِ الْكَافِرِينَ ﴿٢٨٦﴾

ژباړه او سرچینه

له ابو مسعود رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې: رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: "څوک چې په شپه کې د سورت البقرې دوه وروستي آيتونه ولولي، د هغه لپاره بسنه کوي".

متفق علیه دی درجه: صحيح دی

شرح

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي چې: څوک چې د سورت البقرې دوه وروستي آیتونه د شپې پر مهال ولولي نو الله تعالی د هغه لپاره بسنه کوي چې له هرې بدۍ او مصیبت څخه یې وساتي. او داسې هم وییل شوي چې (معنا یې دا ده چې) دا آیتونه ورته د شپې له تهجدو څخه بسنه کوي، او وییل شوي چې له نورو ټولو اذکارو څخه ورته بسنه کوي، او وییل شوي چې دا تر ټولو کم هغه څه دي چې باید د شپې په تهجدو کې ولوستل شي او داسې نورې ویناوې هم شوي دي، او کېدای شي ټول هغه څه چې پدې اړه وویل شول سم وي ځکه چې دا الفاظ ورته شاملیږي.

ګټې

  • د سورت البقرې د وروستۍ برخې فضیلت، چې د الله تعالی لدې وینا څخه پيلیږي (آمن الرسول) د سورت تر پای پورې.
  • د البقرې سورت وروستي آیتونه چې کله د شپې مهال ولوستل شي نو له لوستونکي څخه هره بدي، شر او شیطان دفع کوي.
  • شپه د لمر په ډوبېدو سره پيلیږي او د سهار په راختلو سره پای ته رسیږي.

په HadeethEnc.com کې یې ولولئ

۳ ۳ ځله

اللَّهُمَّ قِنِي عَذَابَكَ يَوْمَ تَبْعَثُ عِبَادَكَ

ژباړه او سرچینه

له حذیفه بن الیمان رضي الله عنه څخه روایت دی چې : کله به چې رسول الله ﷺ د ویده کېدو اراده کوله، نو خپل لاس به یې د خپل سر لاندې کېښود او بیا به یې دا دعا ویله: "اللَّهُمَّ قِنِي عَذَابَكَ يَوْمَ تَجْمَعُ أَوْ تَبْعَثُ عِبَادَكَ" ای الله، په هغې ورځ ما له عذاب څخه وساته چې ته خپل بندګان پکې راټولوې او يا راپاڅوې».

الترمذي روایت کړی دی درجه: صحيح دی

شرح

کله به چې رسول الله ﷺ د ویده کېدو لپاره بستر ته تلو، نو ښي لاس به یې د سر لاندې کېښود او خپل ښي طرف یې پرې کېښود او ویل به یې: «اللَّهُمَّ» زما ربه «قِنِي» ومې ساته، «عَذَابَكَ» ستا له سزا څخه، «يَوْمَ تَجْمَعُ أَوْ تَبْعَثُ عِبَادَكَ» یعنې په هغه ورځ چې د قیامت په ورځ دې بندګان د حساب لپاره راپورته کوې.

ګټې

  • د دې مبارکې دعا فضیلت، او د نبي صلی الله علیه وسلم پسې د اقتداء له مخې پرې دوامداره عمل کول.
  • په ښي اړخ څملاستل مستحب دي.
  • سندي ویلي: د رسول الله صلی الله علیه وسلم دا دعا چې: (اللهم قني عذابك) پدې دلیل دی چې عاقل انسان باید خپل خوب د مرګ د را په زړه کولو لپاره وسیله وګرځوي او دا چې بېرته به راژوندی کېږي.
  • د قیامت په ورځ د الله جل جلاله له عذاب څخه خونديتوب د الله جل جلاله په فضل او رحم سره وي چې بنده ته د نېکو کارونو توفیق ورکړي او ګناهونه یې وبخښي.
  • د خپل رب او مالک پر وړاندې د رسول الله صلی الله علیه وسلم عاجزي.
  • د حشر او معاد ثبوت، او دا چې خلک به خپل پالونکي ته ورستانه شي ترڅو یې د عملونو حساب ور سره وشي. نو چا چې خېر وموند د الله تعالی شکر دې ادا کړي، او چا چې لدې پرته بل څه وموندل نو یوازې خپل نفس دې ملامته کړي، ځکه دا د بندګانو عملونه دي چې الله تعالی یې بندګانو ته شمېري.
  • د ویده کېدو پر مهال د رسول الله صلی الله علیه وسلم د حالاتو په بیانولو د صحابه کرامو رضي الله عنهم ټینګار.
  • د هغه دا وینا "وضع يده اليمنى تحت خده" یعنې دا چې خپل ښی لاس به یې د خپل ښي مخ لاندې کاوه، نو دا د هغه صلی الله علیه وسلم عادت و چې په هر څه کې به یې ښي لور ته لومړیتوب ورکاوه، مګر دا چې دلیل په بل مخالف لور دلالت وکړي.
  • پر ښي اړخ د خوب کولو سره انسان ژر بیدارېږي، ځکه چې په دې حالت کې زړه ثابت نه وي. همداراز، دا د زړه لپاره راحت دی ځکه چې زړه د بدن په چپ اړخ کې موقعیت لري، که یو انسان پر چپ اړخ ویده شي، دا به د زړه لپاره زیانمن وي ځکه چې د بدن نور غړي په زړه راوښتي وي.

په HadeethEnc.com کې یې ولولئ

۴ یو ځل

سُبْحَانَ اللَّهِ (٣٣)، الْحَمْدُ لِلَّهِ (٣٣)، اللَّهُ أَكْبَرُ (٣٤)

ژباړه او سرچینه

له علی رضي الله عنه څخه روایت دی چې: فاطمه رضی الله عنها رسول الله صلی الله علیه وسلم ته راغله چې د میچنې له امله د خپلو لاسونو د تڼاکې کېدلو په اړه ورته شکایت وکړي، او لدې هم خبره شوې وه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم ته مریان راوستل شوي دي، خو هغه ورسره مخ نه شو، نو عائشې رضي الله عنها ته یې یادونه وکړه، کله چې رسول الله صلی الله علیه وسلم راغی، عائشې رضي الله عنها خبر کړ، (علي رضي الله عنه) وایې: په داسې حال کې (زموږ کور ته) راغی چې مونږ څملاستلي وو، نو هڅه مو وکړه چې کینو، راته یې وویل: «مه خوځیږئ» نو راغی او زما او د (فاطمې) تر منځه کېناست، تر دې چې ما یې د پښو یخوالی په خپله ګېده حس کړ، نو ویې فرمایل: « آیا زه تاسو ته د داسې یو څه لارښوونه ونه کړم چې ستاسو له غوښتنې (غلام غوښتلو) غوره وي؟ کله چې څملاستلئ - او یا خوب ځای ته راغلئ- نو درې دیرش ځلې سبحان الله، درې دیرش ځلی الحمد لله او څلوردیرش ځلې الله اکبر ووایئ، نو دا ستاسو لپاره له خدمتګار څخه غوره دي».

متفق علیه دی درجه: صحيح دی

شرح

د رسول الله صلی الله علیه وسلم د لور فاطمې رضي الله عنها لاسونه د میچن کولو له امله تڼاکې شوې وې، نو کله چې رسول الله صلی الله علیه وسلم ته غلامان راوستل شول، ورغله تر څو ترې په همدې مریانو کې د یو غلام غوښتنه وکړي چې پر ځای یې د کور کارونه وکړي، خو هغه یې په کور کې ونه موند، او عائشه رضي الله عنها په کور کې وه، نو هغې ئې پدې خبره خبر کړه، نو کله چې رسول الله صلی الله علیه وسلم راغی؛ عائشې رضي الله عنها د فاطمې په راتګ خبر کړ چې د غلام غوښتنه یې کوله، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم د فاطمې او علي رضي الله عنهما کور ته په داسې حال کې ورغی چې هغوی دواړه په بستر کې وو او ویده کېدلو ته یې چمتوالی نیوه، نو د دواړو تر منځه کېناست تر دې چې علي رضي الله عنه یې د پښو یخوالی په خپله ګېډه حس کړ او وېې فرمایل: آیا زه تاسو دواړو ته داسې یو څه ونه ښیم چې له خادم غوښتلو درته غوره وي؟ دواړو وویل: هو، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: کله چې د خوب لپاره د شپې خپلو ځایونو ته لاړئ، نو څلوردیرش ځلې تکبیرونه یعنې: الله اکبر، درې دیرش ځلې تسبیح یعنې سبحان الله او درې دیرش ځلې الحمد لله ووایئ؛ نو دا اذکار تاسو دواړو ته له غلام څخه غوره دي

ګټې

  • په دوامداره توګه د دې مبارک ذکر ویل مستحب دي، او داسې راغلي دي چې علي رضي الله عنه دا وصیت د صفین (جګړې) په شپه کې هم نه دی پرېښودی.
  • دا ذکر د شپې له خوب پرته نه ویل کیږي او دا الفاظ په مسلم شريف کې د معاذ له روایت څخه ثابت دي چې له شعبه څخه یې روایت کړي "إذا أخذتما مضاجعكما من الليل". یعنې کله چې د شپې مهال خوب ځای تللئ (ویده کېدلئ).
  • که چېرته دا ذکر له یو مسلمان څخه د شپې په پېل کې هېر شي او بیا د شپې په وروستۍ برخه کې ور په یاد شي نو ویل یې باک نه لري؛ ځکه علي رضي الله عنه چې د حدیث راوي دی وایې چې له هغه څخه د صفین د شپې په پېل کې هیر شوي وو، بیا وریاد شول نو له سهار څخه وړاندې یې وویل:
  • مهلب وایي: په دې کې د دې خبرې جواز دی چې یو انسان خپله کورنۍ د هغه څه کولو ته اړباسي چې په خپله یې کوي لکه اخرت ته په دنیا ترجیح ورکول، که چېرته یې د دې کار د کولو توان درلوده.
  • ابن حجر العسقلانی وایي: څوک چې (دا اذکار) په دوامداره توګه ووایي او سخته ورته نه وه چې د ستړتیا سره یې ووایي؛ نو باک نه لري، یعنې کولی شي چې دا اذکار لدې ټاکلي اندازې زیات هم ووایي.
  • عیني وایي: دا چې رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته غوره وویل: نو وجه یې دا ده چې اذکار د اخرت سره تړاو لري او خادم له دنیا سره، او یا دا چې فاطمې د څه غوښتنه کړې وه نو د دې اذکارو له امله به دومره ځواکمنه شي چې د خادم په پرتله به بیا ډېر کارونه کولی شي.

په HadeethEnc.com کې یې ولولئ

پوښتنې

په دې پاڼه کې څه دي؟

د خوب دعا: هر یو په عربي، له ژباړې، د سرچینې حدیث، درجې او شرحې سره.

ژباړې له کومه راغلې دي؟

له HadeethEnc.com څخه، چې د ژباړل شوو نبوي احادیثو پوهنغونډ دی. هر حدیث لکه څنګه چې دوی خپور کړی، له سرچینې او درجې سره او د اصل له لینک سره ښودل کېږي.

شمېرونکی څنګه کار کوي؟

د ذکر لاندې پر شمېرونکي ټک وکړئ، دا تر صفر پورې شاته شمېري. دا یوازې په همدې پاڼه کې دی او هېڅ شی نه خوندي کېږي.

ایا زه ورځنۍ یادونه ترلاسه کولی شم؟

هو. د اندروید لپاره وړیا قبس اپ هره ورځ تاسو ته د سهار او ماښام اذکار در یادوي او همدا شمېرونکی لري.