سورت الإخلاص الإخلاص

ژباړه: Pashto Translation - Abu Zakaria

بِسۡمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحۡمَٰنِ ٱلرَّحِيمِ

قُلۡ هُوَ ٱللَّهُ أَحَدٌ ١

112-1 (اى نبي!) ته (دوى ته) ووایه: شان دا دى چی الله یو دى

ٱللَّهُ ٱلصَّمَدُ ٢

112-2 هم دا الله بې نیاز (بې حاجته) دى

لَمۡ يَلِدۡ وَلَمۡ يُولَدۡ ٣

112-3 نه يې (څوك) زېږولى دى او نه دى (له چا) زېږول شوى دى

وَلَمۡ يَكُن لَّهُۥ كُفُوًا أَحَدُۢ ٤

112-4 او د ده هیڅوك سیال (او) برابر نشته

پوښتنې

سورت الإخلاص څو آیتونه لري؟

سورت الإخلاص 4 آیتونه لري. دا د قرآن کریم سورت شمېره 112 دی.

ایا سورت الإخلاص مکي دی که مدني؟

سورت الإخلاص یو مکي سورت دی.

سورت الإخلاص په کومه پاره کې دی؟

سورت الإخلاص په پاره 30 کې دی.

ایا زه کولی شم سورت الإخلاص واورم؟

هو. د دې مخ په سر کې د غږولو تڼۍ کېکاږئ، یا له هر آیت څخه پیل وکړئ. د قبس په اپلیکیشن کې یې د آفلاین اورېدو لپاره ډاونلوډ هم کولی شئ.