سورت الناس الناس

ژباړه: Pashto Translation - Abu Zakaria

بِسۡمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحۡمَٰنِ ٱلرَّحِيمِ

قُلۡ أَعُوذُ بِرَبِّ ٱلنَّاسِ ١

114-1 (اى نبي) ته ووایه: زه د خلقو په رب پورې پناه نیسم

مَلِكِ ٱلنَّاسِ ٢

114-2 چې د خلقو بادشاه دى

إِلَٰهِ ٱلنَّاسِ ٣

114-3 د خلقو (حقیقي) معبود دى

مِن شَرِّ ٱلۡوَسۡوَاسِ ٱلۡخَنَّاسِ ٤

114-4 له شره د وسوسې اچوونكي، تښتېدونكي

ٱلَّذِي يُوَسۡوِسُ فِي صُدُورِ ٱلنَّاسِ ٥

114-5 هغه چې د خلقو په سینو كې وسوسې اچوي

مِنَ ٱلۡجِنَّةِ وَٱلنَّاسِ ٦

114-6 چی (دغه وسوسې اچوونكي) له پېریانو او انسانانو ځنې دي

پوښتنې

سورت الناس څو آیتونه لري؟

سورت الناس 6 آیتونه لري. دا د قرآن کریم سورت شمېره 114 دی.

ایا سورت الناس مکي دی که مدني؟

سورت الناس یو مکي سورت دی.

سورت الناس په کومه پاره کې دی؟

سورت الناس په پاره 30 کې دی.

ایا زه کولی شم سورت الناس واورم؟

هو. د دې مخ په سر کې د غږولو تڼۍ کېکاږئ، یا له هر آیت څخه پیل وکړئ. د قبس په اپلیکیشن کې یې د آفلاین اورېدو لپاره ډاونلوډ هم کولی شئ.