له ښه یا بد خوب وروسته څه وکړو

له ښه خوب وروسته او له وېروونکي خوب وروسته څه وکړو او څه ووایو.

۱ یو ځل

ژباړه او سرچینه

له أبو قتادة رضي الله عنه څخه روایت دی وایې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: "ښه خوب لیدل د الله له طرفه دي او بد خوب د شیطان له طرفه، نو که ستاسو څخه یو څوک داسې خوب وویني چې ترې ډاریږي، خپل کیڼ اړخ ته دې لاړې تو کړي، او د هغه خوب له شر څخه دې په الله پناه وغواړي، نو هغه ته به زیان نه رسوي".

متفق علیه دی درجه: صحيح دی

شرح

رسول الله صلی الله علیه وسلم خبر ورکوي چې نېک او خوشحالوونکی خوب د الله له طرفه وي، او بد خوب؛ یعنې داسې څه په خوب کې لېدل چې کرکه ترې کوي او خفه کوي یې، هغه د شیطان له طرفه وي.

نو که چا داسې ېو څه ولیدل چې کرکه یې ترې درلوده، خپل چپ اړخ ته دې لاړې تو کړي او له شر څخه دې په الله پناه وغواړي؛ (که یې داسې وکړل) زیان به ورته ونه لري، ځکه چې الله تعالی یې له شر څخه د سلامتیا سبب ذکر کړی دی.

ګټې

  • ښه خوب او بد خوب لیدل له هغه څه نه عبارت دی چې ویده انسان یو شی په خوب کې وویني، خو د (رؤیا) کلمه غالبا د هغه خوب لپاره کارول کېږي چې یو څوک په خوب کې ښه او ښایسته شی وویني، او (حُلم) غالبا هغه خوب ته ویل کېږي بد او ناوړه وي، حال دا چې دا دواړه کلمې یوه د بلې پر ځای استعمالېدلی شي.
  • د خوب ډولونه: ۱ - نیک خوب، دا هغه حق او د الله تعالی له خوا زېری ورکوونکی خوب دی چې یو څوک یې ویني او یا ورته لیدل کېږي، ۲ - کلام نفسي؛ هغه څه چې د انسان په ذهن کې په ویښه اوړي او راوړي، ۳ - خفګان او د شیطان لخوا وېره او وحشت چې بني آدم غمجنوي.
  • د ښو خوبونو په اړه له یادو ویناوو څخه درې شیان تر لاسه کوو: دا چې د الله ستاینه پرې وکړي او نورو ته پرې زېری ورکړي، او هغه چاته یې ووایي چې مینه ورسره لري، نه هغه چاته چې نه یې خوښېږي.
  • د بد خوب د لیدلو له یادو شوو ادبونو څخه پنځه خبرې ترلاسه کوو: دا چې پر الله تعالی یې له شر او د شیطان له شر څخه پناه وغواړي، او کله چې له خوبه راویښ شي نو چپ اړخ ته دې درې ځلې لاړې تو کړي او هېچا ته دې نه وایي، او که غوښتل یې چې بېرته ویده شي نو اړخ دې بدل کړي، بیا به ورته زیان ونه لري.

په HadeethEnc.com کې یې ولولئ

۲ یو ځل

ژباړه او سرچینه

د ابو سعید الخدری رضي الله عنه څخه روایت دی، هغه له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه اورېدلي چې ویل یې: «إِذَا رَأَى أَحَدُكُمُ الرُّؤْيَا يُحِبُّهَا فَإِنَّهَا مِنَ اللَّهِ، فَلْيَحْمَدِ اللَّهَ عَلَيْهَا وَلْيُحَدِّثْ بِهَا، وَإِذَا رَأَى غَيْرَ ذَلِكَ مِمَّا يَكْرَهُ، فَإِنَّمَا هِيَ مِنَ الشَّيْطَانِ، فَلْيَسْتَعِذْ مِنْ شَرِّهَا، وَلاَ يَذْكُرْهَا لِأَحَدٍ، فَإِنَّهَا لَنْ تَضُرَّهُ».

«کله چې په تاسو کې څوک داسې یو خوب وویني چې خوښوي یې، نو هغه د الله له لورې دی، د الله ستاینه دې وکړي او نورو ته دې ووایي، او که چېرته یې له دې پرته بل ډول ولیده چې نه یې خوښاوه، نو هغه شیطاني خوب دی، له شر څخه دې پناه وغواړي او هېچاته دې نه وایي، (که داسې یې وکړل نو) ضرر به ورته ونه لري».

بخاري روايت کړی دی درجه: صحيح دی

شرح

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي چې ښه او خوشحالوونکی خوب د الله له طرفه وي، او لارښوونه یې کړی ده چې د الله شکر دې پرې ادا شي او نور دې پرې خبر کړي، او که داسې یو څه یې ولیدل چې نه یې خوښېدل او پرې خفه و، هغه د شیطان له طرفه وي؛ نو له شر څخه دې الله ته پناه یوسي او هېچاته دې نه وایي؛ (که داسې یې وکړل) هغه به ورته ضرر ونه لري، ځکه چې یاده لارښوونه الله تعالی له بدې پایلې څخه د ژغورل کېدو لپاره سبب ګرځولی دی.

ګټې

  • د خوب لیدلو ډولونه: ۱ - نیک خوب چې لېدل یې حق او د الله تعالی له لورې زېری وي، برابره خبره ده که یو څوک یې خپله وګوري او یا دده لپاره ولیدل شي، ۲ - هغه خبرې چې انسان یې د خپل نفس سره په ویښه کوي (فکرونه او چرتونه)، ۳ - د شیطان له لورې غم، وېره او وحشت چې بنی آدم پرې خفه کوي.
  • د نېکو خوبونو په اړه له یادو ویناوو څخه درې پایلې تر لاسه کېږي: دا چې د الله شکر پرې وباسي او پرې خوشحاله شي، او د خپلې خوښې کس ته یې ووایي؛ نه هغه چاته چې کرکه ترې لري.
  • د ناوړه خوب د لیدلو په اړه باید پنځه شیان په پام کې ونیول شي: چې د خوب او د شیطان له شر څخه الله ته پناه یوسي، کله چې له خوب نه راپاڅېده چپ لور ته دې درې ځلې لاړې تو کړي او هېچاته دې نه وایي او که غوښتل یې چې بېرته ویده شي په بله ډډه دې څملي، بیا ورته ضرر نه لري.
  • ابن حجر وایي: پدې کې حکمت دا دی، که چېرته یې ښه خوب داسې یو چاته ووایه چې نه یې خوښیږي، نو کېدای شي ناخوښه تعبیر یې ورته وکړي؛ د بغض او کینې له امله، نو کېدی شي همغه ډول پایله ولري او یا دا چې ځان ته یې په خفګان او غم موندلو کې بیړه وکړه، له دې امله منع شو چې څوک یې نه خوښېده نو خوب دې ورته نه وایي.
  • د تازه نعمتونو د راتلو او نوي کېدو پر مهال حمد او ثنا ویل یې د دوامداره کېدو لامل ګرځي.

په HadeethEnc.com کې یې ولولئ

پوښتنې

په دې پاڼه کې څه دي؟

له بد خوب وروسته دعا: هر یو په عربي، له ژباړې، د سرچینې حدیث، درجې او شرحې سره.

ژباړې له کومه راغلې دي؟

له HadeethEnc.com څخه، چې د ژباړل شوو نبوي احادیثو پوهنغونډ دی. هر حدیث لکه څنګه چې دوی خپور کړی، له سرچینې او درجې سره او د اصل له لینک سره ښودل کېږي.

ایا زه ورځنۍ یادونه ترلاسه کولی شم؟

هو. د اندروید لپاره وړیا قبس اپ هره ورځ تاسو ته د سهار او ماښام اذکار در یادوي او همدا شمېرونکی لري.