د هدایت او د زړه د ټینګښت دعا

د هدایت، تقوا او پر ایمان د ټینګ زړه لپاره دعاګانې.

۱ یو ځل

اللَّهُمَّ اهْدِنِي وَسَدِّدْنِي

ژباړه او سرچینه

له علي رضی الله عنه څخه روایت دی وایي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «قُلِ اللهُمَّ اهْدِنِي وَسَدِّدْنِي، وَاذْكُرْ بِالْهُدَى هِدَايَتَكَ الطَّرِيقَ، وَالسَّدَادِ سَدَادَ السَّهْمِ».

«ووایه! اې الله! ماته هدایت وکړه او توفیق راکړه، او په هدایت سره د لارې د ښودلو یادونه وکړه، او په توفیق سره د غشي پر ځای د لګېدلو یادونه وکړه».

مسلم روايت کړی دی درجه: صحيح دی

شرح

رسول الله صلی الله علیه وسلم علی بن ابی طالب رضي الله عنه ته امر وکړ چې د الله تعالی څخه (په دې الفاظو) دعا وغواړي او ووایي: (اللهم اهدني) یا الله ماته هدایت وکړې او لار راوښیې (وسددني) او توفیق او په ټولو چارو کې استقامت راکړې.

هدایت: په تفصیل او اجمال سره د حق پېژندل او په ظاهر او باطن کې د هغه پیروۍ کولو ته وایي.

او سداد (توفیق): په ټولو چارو کې کاميابي او استقامت دی، یعنې هغه څه چې سم او پر حقه وي، او دا په وینا، عمل او عقیده کې نېغه لار ده.

او ځکه چې معنوي چاره په احساس سره روښانه کیږي، نو په داسې حال کې چې ته دا دعا کوې، دا راپه زړه کړه چې: (هدایت: تاته لارښوونه ده) نو په زړه کې داسې راوله چې ته د داسې یو چا په څېر لارښوونه غواړې لکه چې مسافر وي، ځکه چې هغه له سمې لارې څخه ښي او چپ طرف ته نه وځي، تر څو د لارورکۍ څخه بچ شي؛ او په همدې توګه خوندیتوب تر لاسه کوي او ژر تر ژره خپل هدف ته رسیږي.

(او موفقیت لکه: د غشي لږېدل) ته ګورې چې کله غشی ولې څومره په تېزۍ سره خپل هدف ته رسیږي، نو ویشتونکی چې کله هدف ولي، غشی د هدف لورې ته سموي، نو همدا رنګه ته هم د الله تعالی څخه سوال کوې چې د کوم هدف نیت لرې چې د غشې په څېر دې ورسیخ کړي؛ نو ته به په سوال کولو کې هدایت ته د رسېدو غوښتونکی یې چې تر پای دې مقصد ته ورسوي.

نو دا معنا دې را په زړه کړه، تر څو د الله تعالی څخه هدف ته د رسېدو سوال په داسې بڼه وکړې لکه څنګه چې غشی د مقصد په لور ولې چې هدف ته ورسېږي.

ګټې

  • بلونکی باید د خپل عمل په ترسره کولو کې زیار وباسي او ارزونه یې وکړي چې د سنت مطابق دی او د الله لپاره دی.
  • پدې الفاظو سره دعا غوښتل مستحب دي چې توفیق او هدف ته رسېدل پکې یو ځای شوي دي.
  • بنده ته په کار دی چې په خپلو ټولو چارو کې له الله تعالی څخه مرسته وغواړي.
  • د ښوونې پر مهال د متل وړاندې کول.
  • د هدایت غوښتنه د خپل حالت د ښه والي سره یوځای کول، او په دوامداره توګه دا غوښتنه تکرارول او د سترګو د رپ په اندازه ترې بې پروایي نه کول او د راتلونکي حالت سمونتیا، دا ټول د (اهدني) یعنې "ما ته لارښوونه وکړه": په کلمه کې راځي، سره له دې چې دی د هدایت په لور روان وي. او دا وینا یې چې فرمایي: (وسددني) او ما موخې ته ورسوه، معنا یې دا ده چې له هغه هدایت څخه مې مه بې لارې کوه چې ورته رسېدلی یم.
  • بلونکی ته په کار دی چې خپلې دعا ته زیاته پاملرنه وکړي، او د دعا پر مهال یې معنا په زړه کې حاضره کړي؛ نو پدې سره ښایي دعا یې قبوله شي.

په HadeethEnc.com کې یې ولولئ

۲ یو ځل

اللهُمَّ إِنِّي أَسْأَلُكَ الْهُدَى وَالتُّقَى، وَالْعَفَافَ وَالْغِنَى

ژباړه او سرچینه

له عبدالله بن مسعود رضي الله عنه څخه روایت دی، چې له نبي صلی الله علیه وسلم څخه یې نقل کوي چې هغه به فرمایل: « اې الله! زه له تا څخه هدایت، تقوا، پاکلمني او غنامندي غواړم».

مسلم روايت کړی دی درجه: صحيح دی

شرح

د رسول الله صلی الله عليه وسلم له دعاګانو څخه یوه دا وه: «اللهم إني أسألك الهدى»: یعني اې الله! زه له تا څخه د هدایت سوال کوم، یعني د حق پېژندنه او عمل پرې، «والتقى»: یعني د تقوا غوښتنه کوم، یعني د الله د امرونو اطاعت او د منع شویو کارونو پرېښودل، «والعفاف»: یعني له ناوړه خبرو او عملونو څخه ځان ساتل، «والغنى»: یعني له مخلوق څخه بې‌نیازي، داسې چې یوازې خپل رب ته محتاج وي، او بل چاته اړتیا ونه لري.

ګټې

  • د دې صفاتو شرافت: هدایت، تقوی، عفاف، او بې‌نیازي، او د دې صفاتو په خپلولو ټینګار.
  • رسول الله صلی الله عليه وسلم خپل ځان ته نه ګټه رسولی شي او نه زیان، او دا یوازې الله تعالی دی چې ګټې او یا زیان رسولو مالک دی.
  • هغه ذات چې مخلوق ته ګټه، زیان، او هدایت ورکولای شي، یوازې الله دی؛ نه کومه مقربه ملاېکه، نه کوم استول شوی پېغمبر او نه بل څوک.

په HadeethEnc.com کې یې ولولئ

۳ یو ځل

اللهُمَّ أَصْلِحْ لِي دِينِي الَّذِي هُوَ عِصْمَةُ أَمْرِي، وَأَصْلِحْ لِي دُنْيَايَ الَّتِي فِيهَا مَعَاشِي، وَأَصْلِحْ لِي آخِرَتِي الَّتِي فِيهَا مَعَادِي، وَاجْعَلِ الْحَيَاةَ زِيَادَةً لِي فِي كُلِّ خَيْرٍ، وَاجْعَلِ الْمَوْتَ رَاحَةً لِي مِنْ كُلِّ شَرٍّ

ژباړه او سرچینه

له ابوهریره رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم به وېیل: «اللهُمَّ أَصْلِحْ لِي دِينِي الَّذِي هُوَ عِصْمَةُ أَمْرِي، وَأَصْلِحْ لِي دُنْيَايَ الَّتِي فِيهَا مَعَاشِي، وَأَصْلِحْ لِي آخِرَتِي الَّتِي فِيهَا مَعَادِي، وَاجْعَلِ الْحَيَاةَ زِيَادَةً لِي فِي كُلِّ خَيْرٍ، وَاجْعَلِ الْمَوْتَ رَاحَةً لِي مِنْ كُلِّ شَرٍّ».

"یا الله! دین مې راته اصلاح کړه؛ هغه چې زما د چارو ساتنه پکې ده، دنیا مې راته اصلاح کړه؛ هغه چې زما ژوند پکې دی، آخرت مې راته اصلاح کړه؛ چېرته چې زما ورګرځېدل دي، او ژوند راته د هرې ښېګڼې د زیاتوالي سبب وګرځوه، او مرګ راته له هر شر څخه د خلاصي سبب وګرځوه".

مسلم روايت کړی دی درجه: صحيح دی

شرح

رسول الله صلی الله علیه وسلم داسې یوه دعا غوښتلې ده چې د ښو اخلاقو هغه اصول پکې راغونډ شوي چې هغه یې د بشپړولو لپاره رالېږل شوی، چې هغه د دین، دنیا او اخرت اصلاح ده، نو په لنډو الفاظو کې يې د درېو ټولنو د سمونتیا غوښتنه وکړه، پیل یې د دین له سمونتیا څخه وکړ؛ ځکه چې په سمونتیا سره یې پاتې دواړه په خپله سمېږي نو ویې فرمایل:

(اللهم أصلح لي ديني) یا الله ماته زما دین اصلاح کړه؛ توان راکړه چې آداب یې په بشپړه توګه مراعت کړم.

(الذي هو عصمة أمري) هغه چې زما د ټولو چارو ساتونکې دی، ځکه که دین مې فاسد شو، ټولې چارې مې فاسدې شوې، نا امیده او برباد شوم، او ځکه چې دين تر هغه پورې نه اصلاح کیږي تر څو چې دنیا نه وي اصلاح شوې، نو ویې فرمایل:

(وأصلح لي دنياي) (او زما لپاره زما دنیا سمه کړه) ما ته سالم بدن، امنیت، روزي، ښه ښځه، ښه اولاد او هر هغه څه راکړه چې زه ورته اړتیا لرم، او دا چې دا هر څه حلال وي او ستا په اطاعت کې راسره مرسته وکړي، بیا یې په سوال کې هغه عذر یاد کړ چې د اصلاح غوښتنه یې وکړه نو ویې فرمایل:

(التي فيها معاشي) هغه چې زما د اوسېدو ځای او ژوند پکې دی.

(وأصلح لي آخرتي التي فيها معادي) (او زما آخرت زما لپاره ښه کړه، کوم ته چې زما ورګرځیدل دي) هغه ځای چې تاسره د ملاقات لپاره ورګرځم، نو د دې لپاره د اعمالو د اصلاح توفیق راکړه، او بنده ته د الله تعالی توفیق ورکول هغه ته د عبادت، اخلاص او نېکې خاتمې نصیب کول دي.

هغه صلی الله علیه وسلم له دنیا وروسته آخرت ترتیب کړ، ځکه چې لومړی د دویم د اصلاح وسیله ده، چاته چې په دنیا کې استقامت نصیب شو او ژوند یې د الله تعالی د خوښۍ مطابق وګرځېد آخرت یې په خپله سمیږي چې دی پکې خوشحاله وي.

(واجعل الحياة) او اوږد عمر راته په هره ښېګڼه کې د زیاتوالي سبب وګرځوه چې نیک عملونه پکې زیات کړم، او ژر مړینه زما لپاره له هر شر، فتنې،امتحان، مصیبتونو، نافرمانيو، غفلت او د دنيا له سختيو او کړاوونو څخه د خلاصون او راحت سبب وګرځوه.

ګټې

  • دین تر ټولو مهم څیز دی؛ له دې امله رسول الله صلی الله علیه وسلم یې په اړه په دعا پیل وکړ.
  • دين د انسان لپاره ساتونکی دی چې له هر شر څخه یې منع کوي.
  • د دنیوي چارو د اصلاح لپاره دعا د دین او اخرت د اصلاح لپاره ده.
  • په دین کې د فتنې له وېرې د مرګ هیله کول، یا له الله څخه د شهادت غوښتنه مکروه نه ده.

په HadeethEnc.com کې یې ولولئ

۴ یو ځل

يَا مُقَلِّبَ القُلُوبِ ثَبِّتْ قَلْبِي عَلَى دِينِكَ

ژباړه او سرچینه

له انس رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې: رسول الله صلی الله علیه وسلم به اکثره دا ویل چې: «يَا مُقَلِّبَ القُلُوبِ ثَبِّتْ قَلْبِي عَلَى دِينِكَ»، «اې د زړونو اړوونکیه ذاته! زما زړه په خپل دین ثابت کړه»، نو ما وویل: اې د الله رسوله! موږ پر تا ایمان راوړی او پر هغه څه چې ته پرې راغلی یې نو آیا ته پر موږ وېرېږې؟ هغه وویل: «نَعَمْ، إِنَّ القُلُوبَ بَيْنَ أُصْبُعَيْنِ مِنْ أَصَابِعِ اللهِ يُقَلِّبُهَا كَيْفَ يَشَاءُ»، «هو، یقینا چې زړونه د الله تعالی له ګوتو څخه په دوو ګوتو کې دي، هر ډول یې چې وغواړي همغسې یې اړوي».

الترمذي او احمد روايت کړی دی درجه: صحيح دی

شرح

د رسول الله صلى الله عليه وسلم زياتره دعاګانې له الله تعالی څخه په دين او اطاعت د استقامت او له انحراف او ګمراهۍ څخه د ځان ساتلو غوښتنه وه. نو انس بن مالک رضي الله عنه په دې خبره حیران شو چې رسول الله صلی الله علیه وسلم ولې دا دعا دومره زیاته کوي، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل چې زړونه د الله تعالی له ګوتو څخه دوو ګوتو تر منځه دي، او هر ډول چې وغواړي هغسې یې اړوي، نو زړه چې دی د ایمان او کفر ځای دی او زړه د زیاتو تغیراتو له امله قلب بلل شوی دی؛ ځکه چې دا په اوړیدلو راوړیدلو کې له کټوۍ (دیګ) نه هم زیات سخت دی کله چې په خوټکېدلو راشي، نو چاته چې الله وغواړي زړه یې په هدایت سره ټېنګ او په دین سره ثابت کړي، او چاته چې الله وغواړي نو زړه یې له هدایت څخه بې لاریتوب او ګمراهۍ ته واړوي.

ګټې

  • خپل رب ته د رسول الله صلى الله عليه وسلم غاړه اېښودل او عاجزي، او امت ته لارښوونه چې په دې اړه (له الله څخه) سوال وکړي.
  • په دین د استقامت او ثابت قدمۍ اهمیت او دا چې اعتبار خاتمې (پای) ته ورکول کیږي.
  • بنده د الله تعالی له مرستې پرته د سترګو د رپ په اندازه هم ثابت قدم نه شي پاتې کېدلی.
  • د رسول الله صلی الله علیه وسلم پسې د پیروۍ له مخې د دې دعا زیات لوستلو ته هڅول.
  • په اسلام ټېنګ پاتې کېدل لوی نعمت دی چې بنده ورپسې باید زیار وباسي او د خپل بادار شکر پرې وباسي.

په HadeethEnc.com کې یې ولولئ

۵ یو ځل

ژباړه او سرچینه

له عبد الله بن عمرو بن العاص - رضي الله عنهما - څخه روایت دی وایې چې: ما له رسول الله صلی علیه وسلم څخه اورېدلي چې فرمایل یې: "بېشکه د آدم د ټولې اولادې زړونه د رحمان ذات د دوو ګوتو تر منځ دي، لکه یو زړه، نو هر لور ته چې وغواړي ګرځوي یې» بیا رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: "ای د زړونو اړوونکی ذاته! زموږ زړونه خپل اطاعت ته وروګرځوه".

مسلم روايت کړی دی درجه: صحيح دی

شرح

نبي صلی الله علیه وسلم خبر ورکړی چې د آدم د اولادې ټول زړونه لکه د یو زړه په څېر د رحمان ذات د دوو ګوتو ترمنځ دي، نو هغه یې چې هر لور ته وغواړي هغه لورې ته یې اړوي؛ که وغواړي، پر حق یې پاتې کوي، او که وغواړي له حقه یې اړوي، د الله تعالی واک او تصرف په ټولو زړونو کې داسې دی لکه د یو زړه په څېر، هېڅ کار یې له بل کاره نه بوختوي، بیا نبي صلی الله علیه وسلم داسې دعا وکړه او ویې ویل: ای د زړونو اړوونکیه! چې کله یې طاعت ته اړوې، کله ګناه ته، کله ذکر ته او کله غفلت ته – نو ته زموږ زړونه خپل اطاعت واړوه.

ګټې

  • الله تعالی د خپلو بندګانو زړونه د هغه تقدیر (قضا او قدر) له مخې اړوي، چې مخکې یې پرې لیکلی دی.
  • مسلمان ته پکار دي چې تل له خپل رب نه د حق او هدایت پر لاره د ثبات غوښتنه وکړي.
  • د الله نه وېره او یوازې د هغه ذات سره اړیکه ساتل چې یو دی او هېڅ شریک نه لري.
  • الآجُري ویلي: بېشکه د حق لارویان الله جل جلاله په هغه څه سره یادوي چې الله پرې خپل ځان یاد کړی دی، او په هغه څه سره چې رسول یې؛ صلی الله علیه وسلم پرې یاد کړی دی، او په هغه څه سره چې صحابه کرامو رضي الله عنهم پرې یاد کړی دی، او دا د هغو علماوو تګلاره ده چې پیروي کوي او بدعت نه کوي. پای. نو اهل سنت الله جل جلاله ته هغه نومونونه او صفتونه ثابتوي چې هغه خپله د خپل ځان لپاره ثابت کړي دي؛ پرته له دې چې تحریف پکې وکړي، انکار ترې وکړي، د څرنګوالي په اړه یې پوښتنه وکړي او یا دا چې مثل یې بیان کړي، او هغه څه د الله تعالی څخه نفي کوي چې هغه له خپل ځان څخه نفي کړي دي، او د هغه څه په وړاندې چوپتیا غوره کوي چې د اثبات یا نفي په اړه یې څه نه دي راغلي، الله تعالی فرمایلي: (‌لَيْسَ ‌كَمِثْلِهِ شَيْءٌ وَهُوَ السَّمِيعُ الْبَصِيرُ). (د الله په څېر هېڅ شی نشته او هغه اورېدونکی او ليدونکی دی).

په HadeethEnc.com کې یې ولولئ

پوښتنې

په دې پاڼه کې څه دي؟

د هدایت دعا: هر یو په عربي، له ژباړې، د سرچینې حدیث، درجې او شرحې سره.

ژباړې له کومه راغلې دي؟

له HadeethEnc.com څخه، چې د ژباړل شوو نبوي احادیثو پوهنغونډ دی. هر حدیث لکه څنګه چې دوی خپور کړی، له سرچینې او درجې سره او د اصل له لینک سره ښودل کېږي.

ایا زه ورځنۍ یادونه ترلاسه کولی شم؟

هو. د اندروید لپاره وړیا قبس اپ هره ورځ تاسو ته د سهار او ماښام اذکار در یادوي او همدا شمېرونکی لري.