سورت التكاثر التكاثر

ژباړه: Pashto Translation - Abu Zakaria

بِسۡمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحۡمَٰنِ ٱلرَّحِيمِ

أَلۡهَىٰكُمُ ٱلتَّكَاثُرُ ١

102-1 تاسو غافله كړئ فخر كولو په یو بل باندې په ډېروالي (د مال، اولاد او قام) سره

حَتَّىٰ زُرۡتُمُ ٱلۡمَقَابِرَ ٢

102-2 تر هغه پورې چې تاسو هدېرو ته ورشئ

كَلَّا سَوۡفَ تَعۡلَمُونَ ٣

102-3 داسې نه ده په كار، ژر ده چې تاسو به پوه شئ

ثُمَّ كَلَّا سَوۡفَ تَعۡلَمُونَ ٤

102-4 بیا بېخي داسې نه ده، ژر ده چې تاسو به پوه شئ

كَلَّا لَوۡ تَعۡلَمُونَ عِلۡمَ ٱلۡيَقِينِ ٥

102-5 داسې نه ده كه تاسو په علم اليقين سره پوهېدلى

لَتَرَوُنَّ ٱلۡجَحِيمَ ٦

102-6 تاسو به خامخا ضرور دوزخ وینئ

ثُمَّ لَتَرَوُنَّهَا عَيۡنَ ٱلۡيَقِينِ ٧

102-7 بیا به تاسو خامخا ضرور دغه (دوزخ) د یقین په سترګو وینئ

ثُمَّ لَتُسۡـَٔلُنَّ يَوۡمَئِذٍ عَنِ ٱلنَّعِيمِ ٨

102-8 بیا به په دغې ورځ كې له تاسو نه خامخا ضرور د نعمتونو په باره كې تپوس كېږي

پوښتنې

سورت التكاثر څو آیتونه لري؟

سورت التكاثر 8 آیتونه لري. دا د قرآن کریم سورت شمېره 102 دی.

ایا سورت التكاثر مکي دی که مدني؟

سورت التكاثر یو مکي سورت دی.

سورت التكاثر په کومه پاره کې دی؟

سورت التكاثر په پاره 30 کې دی.

ایا زه کولی شم سورت التكاثر واورم؟

هو. د دې مخ په سر کې د غږولو تڼۍ کېکاږئ، یا له هر آیت څخه پیل وکړئ. د قبس په اپلیکیشن کې یې د آفلاین اورېدو لپاره ډاونلوډ هم کولی شئ.