سورت الفاتحة الفاتحة

ژباړه: Pashto Translation - Abu Zakaria

1:1

بِسۡمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحۡمَٰنِ ٱلرَّحِيمِ ١

1-1 د الله په نامه سره (شروع كوم) چې ډېر زيات مهربان، بې حده رحم كوونكى دى

1:2

ٱلۡحَمۡدُ لِلَّهِ رَبِّ ٱلۡعَٰلَمِينَ ٢

1-2 ټول (د كمال) صفتونه خاص د الله لپاره دي چې د ټولو عالَمونو ښه پالونكى دى

1:3

ٱلرَّحۡمَٰنِ ٱلرَّحِيمِ ٣

1-3 ډېر زيات مهربان، بې حده رحم كوونكى دى

1:4

مَٰلِكِ يَوۡمِ ٱلدِّينِ ٤

1-4 د بَدلې د ورځې مالك دى

1:5

إِيَّاكَ نَعۡبُدُ وَإِيَّاكَ نَسۡتَعِينُ ٥

1-5 مونږ خاص ستا عبادت كوو او خاص له تا نه مدد غواړو

1:6

ٱهۡدِنَا ٱلصِّرَٰطَ ٱلۡمُسۡتَقِيمَ ٦

1-6 ته مونږ ته سَمَه (نېغه) لاره وښَيَه

1:7

صِرَٰطَ ٱلَّذِينَ أَنۡعَمۡتَ عَلَيۡهِمۡ غَيۡرِ ٱلۡمَغۡضُوبِ عَلَيۡهِمۡ وَلَا ٱلضَّآلِّينَ ٧

1-7 د هغو خلقو لاره چې تا پر هغوى باندې انعام كړى دى؛ چې نه پر هغوى باندې غضب شوى او نه ګمراهان دي

پوښتنې

سورت الفاتحة څو آیتونه لري؟

سورت الفاتحة 7 آیتونه لري. دا د قرآن کریم سورت شمېره 1 دی.

ایا سورت الفاتحة مکي دی که مدني؟

سورت الفاتحة یو مکي سورت دی.

سورت الفاتحة په کومه پاره کې دی؟

سورت الفاتحة په پاره 1 کې دی.

ایا زه کولی شم سورت الفاتحة واورم؟

هو. د دې مخ په سر کې د غږولو تڼۍ کېکاږئ، یا له هر آیت څخه پیل وکړئ. د قبس په اپلیکیشن کې یې د آفلاین اورېدو لپاره ډاونلوډ هم کولی شئ.