له ډوډۍ مخکې دعا (بسم الله)

له ډوډۍ مخکې څه وویل شي، او ولې پر خواړو د الله نوم یادېږي.

۱ یو ځل

بِسْمِ اللَّهِ

ژباړه او سرچینه

له عمر بن أبي سلمة رضی الله عنه څخه روایت دی وایي چې: زه د رسول الله صلی الله علیه وسلم په سرپرستي کې کوچنی ماشوم وم، (د ډوډۍ خوړلو پر مهال به مې) لاس په کاسه کې آخوا او دېخوا کېده، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم راته وفرمایل: « اې هلکه، بسم الله ووایه، په ښي لاس خوراک کوه او له خپلې مخې څخه خوراک کوه» نو له هغه وروسته مې همدا د ډوډۍ خوړلو طریقه شوه.

متفق علیه دی درجه: صحيح دی

شرح

عمر بن ابي سلمة رضي الله عنهما چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم د میرمنې زوی (پرکټی) او د رسول الله صلی الله علیه وسلم د روزنې او سرپرستۍ لاندې و، وایې چې د خوراک پر مهال به یې لاس په کاسه کې یو ځای او بل ځای واهه تر څو له بېلابېلو ځایونو څخه مړۍ را واخلي، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم د ډوډۍ خوړلو درې ادبونه ور وښودل:

لومړی یې : د ډوډۍ په پیل کې "بسم الله" وییل.

دویم یې: په ښي لاس خوراک کول.

دریم یې: له خپلې مخې څخه خوراک کول.

ګټې

  • د خوراک او څښاک په پیل کې بسم الله وییل د ډوډۍ خوړلو له آدابو څخه دي.
  • کوچنیانو ته د آدابو ور ښودل، په ځانګړې توګه هغه کوچنیان چې د چا د سرپرستۍ لاندې وي.
  • د ځوانانو په ښوونه او روزنه کې د رسول الله صلی الله علیه وسلم مهرباني او لوړه حوصله.
  • د ډوډۍ خوړلو له ادابو څخه له خپلې مخې نه خوراک کول دي، مګر پداسې حالاتو کې چې خواړه بېلابېل ډول وي، نو بیا کولای شي چې له بېلابېلو ځایونو څخه یې راواخلي.
  • هغه څه ته د صحابه کرامو ژمنتیا چې رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته ښودلي وو، دا خبره د عمر بن أبی سلمة رضی الله عنه لدې وینا څخه استنباطیږي چې فرمایي: له هغه وروسته مې همدا د ډوډۍ خوړلو طریقه شوه.

په HadeethEnc.com کې یې ولولئ

۲ یو ځل

ژباړه او سرچینه

له وحشي بن حرب رضي الله عنه څخه روایت دی چې: هغوی وویل: اې د الله رسوله! موږ خوراک کوو خو نه مړېږو، هغه وفرمایل: «ښايي تاسې جلا جلا خورئ؟» هغوی وویل: هو، ویې فرمایل: «نو په خوراک مو سره راټول شئ او د الله نوم پرې یاد کړئ، برکت به پکې واچول شي».

ابو داود ابن ماجه او احمد روایت کړی دی درجه: حسن

شرح

ځینو صحابه وو له نبي صلی الله علیه وسلم څخه وپوښتل: موږ خوراک کوو خو مړښت راته نه حاصلېږي.

نو نبي صلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل: ښايي تاسې د خوړو پر مهال جلا جلا کېږئ او هر یو ځانته خوراک کوﺉ؟ هغوی وویل: هو. ویې فرمایل: یو ځای شئ او جلا جلا خوراک مه کوئ، او د خوړو پر مهال بسم الله ووایئ، نو برکت به پکې راشي او تاسو ته به مړښت حاصل شي.

ګټې

  • د خوړو لپاره سره یو ځای کېدل او د خوړو پر مهال د الله نوم یادول په خوراک کې برکت راولي او د خوراک څخه مړښت حاصلېږي.
  • ځان ځاني ټول شر دی، او یو ځای کېدل ټول خېر دی.
  • د خوړلو پر مهال سره یو ځای کېدل او د الله نوم یادولو ته هڅوونه.
  • سندي ویلي: په یو ځای کېدو سره په خوړو کې برکت نازلېږي او د الله د نوم په یادولو سره شیطان خوړو ته د لاسرسي څخه منع کېږي.

په HadeethEnc.com کې یې ولولئ

۳ یو ځل

ژباړه او سرچینه

له حذيفة رضی الله عنه څخه روایت دی چې ویلي یې دي: موږ به کله چې د نبي صلی الله علیه وسلم سره په خوړو کې ګډون کاوه، نو تر هغه به مو خوړو ته لاس نه نږدې کاوه تر څو به چې رسول الله ﷺ پیل نه و کړی، نو یوه ورځ مو ورسره په خوراک کې ګډون کاوه، نو ګورو چې یوه وینځه داسې راغله لکه څوک یې چې ټېل وهي، غوښتل یې چې خوړو ته لاس اوږد کړي، نو رسول الله ﷺ یې لاس ونیو، بیا یو بانډه چي راغی هغه هم داسې و لکه څوک یې چې ټېل وهي، نو د هغه لاس یې هم ونیو، نو رسول الله ﷺ وفرمایل: «شیطان هغو خوړو ته لار مومي چې د الله نوم پرې وانه خیستل شي، هغه دا وینځه راوستله چې له امله یې خوړو ته لاسرسی ولري، نو ما یې لاس ونیو؛ بیا یې دا بانډه چي راوست تر څو خوړو ته لاسرسی ومومي، نو ما یې لاس ونیو، قسم په هغه ذات چې زما نفس د هغه په لاس کې دی، د شیطان لاس زما په لاس کې د دوی له لاسونو سره یو ځای دی».

مسلم روايت کړی دی درجه: صحيح دی

شرح

حذيفة بن اليمان رضی الله عنه یادونه کوي چې کله به دوی د نبي صلی الله علیه وسلم سره په خوړو کې ګډون کاوه نو خپل لاسونه به یې تر هغه خوړو ته نه اوږدول چې رسول الله ﷺ به پیل نه و کړی، نو یو ځل ورسره ناست وو، یوه وینځه په ډېرې بیړې داسې راغله لکه څوک یې چې ټېل وهي، غوښتل یې لاس په خوړو کې ښکته کړي، نو رسول الله ﷺ یې لاس ونیو، بیا یو بانډه چي هم همداسې راغی، نو مخکې له دې چې خوړو ته لاس تېر کړي، د هغه لاس یې هم ونیو، نو رسول الله ﷺ وفرمایل: شیطان کولی شي هغه مهال خوړو ته لاسرسی ولري چې انسان د الله د نوم له یادولو پرته پیل وکړي، هغه دا وینځه راولېږله چې له هغې سره خوړل ځان ته روا کړي، نو ما یې لاس ونیو؛ بیا یې دا بدوي (بانډه چي) راولېږه چې خوړو ته لار ومومي، نو ما یې لاس ونیو، قسم په هغه ذات چې زما نفس د هغه په لاس کې دی، د شیطان لاس زما په لاس کې د هغې له لاس سره یو ځای و، بیا یې د الله نوم واخیست او خوراک یې وکړ.

ګټې

  • د نبي صلی الله علیه وسلم پر وړاندې د صحابه کرامو درناوی او ادب.
  • د خوړو له آدابو څخه دا دي چې ماشوم باید تر هغه وخته انتظار وباسي چې مشر او د درناوي وړ کس په خوړو پیل وکړي.
  • شیطان ځینې بې خبره خلک هڅوي چې هغه کړنې وکړي چې هغه پرې خوشحالېږي ترڅو خپل هدف ته ورسېږي، دغه حدیث هم د همدې خبرې مثال دی.
  • نووي وايي: علماوو ویلي چې غوره ده چې بسم الله په لوړ غږ وویل شي تر څو یې نور واوري او پام یې ورته راواړوي.
  • که څوک راشي او غواړي خواړه وخوري او د الله نوم اخیستل ترې وانه ورېدل شي، نو د هغه د لاس دې ونیسي تر څو بسم الله ووایي.
  • پر عالم سړي د ناروا مخنیوی واجب دی، او پر هغه چا چې په لاس یې د مخنیوي ځواک لري.
  • دا حديث د رسول الله ﷺ له معجزو څخه یوه معجزه ده، ځکه چې الله تعالی د هغې پېښې په اړه خبر ورکړی دی چې پدې کېسه کې شوې ده.
  • شیطان د مؤمنانو خوړو ته لاسرسی نه شي موندلی، مګر هغه وخت چې د الله نوم پرې وانخیستل شي.
  • خلکو ته د خوړلو او څښلو اسلامي آداب ورښودل مستحب دي.
  • په خبرې د ټینګار په موخه قسم کول مستحب دي.
  • نووي ويلي: د اوبو، شیدو، شاتو، ښوروا، درملو او ټولو څښاکو پر مهال بسم الله ویل داسې دي لکه په خوړو د بسم الله ویلو په څېر.
  • نووي وايي: که څوک د خوراک په پیل کې بسم الله په قصدي، هېرېدلو، ناپوهۍ، مجبورۍ یا بل عذر پرېږدي او بیا یې د خوړلو پر مهال د ویلو توان ولري، نو مستحب دي چې داسې ووایي: بسم الله أوله وآخره، ځکه چې رسول الله ﷺ فرمایلي: « کله چې له تاسو څخه څوک خوراک کوي، نو د الله نوم دې واخلي، او که یې په پیل کې هېر شو، نو ودې وایي: بسم الله أوله وآخره»، دا حدیث ابو داود او ترمذي روایت کړی دی.

په HadeethEnc.com کې یې ولولئ

۴ یو ځل

ژباړه او سرچینه

له جابر رضي الله عنه څخه روایت دی چې هغه له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه واورېدل چې وییل یې: «کله چې یو سړی کور ته ننوځي او د ننوتلو او ډوډۍ خوړلو پر مهال الله یاد کړي نو شیطان -خپلو ملګرو ته-ووایي: نه د اوسېدو ځای لرئ او نه درته ډوډۍ شته، او کله چې کور ته ننوځي او د ننوتلو پر مهال الله یاد نه کړي نو شیطان ووایي: د شپې ځای مو پیدا کړ، او کله چې د ډوډۍ پر مهال الله یاد نه کړي، ووایي: د شپې ځای او ډوډۍ مو پيدا کړل».

مسلم روايت کړی دی درجه: صحيح دی

شرح

رسول الله صلی الله علیه وسلم کور ته د ننوتلو او له ډوډۍ خوړلو مخکې د الله جل جلاله په یادولو امر کړی او که کور ته د ننوتو او د خوراک پیلولو په وخت کې یې د الله نوم یاد کړ او (بسم الله) یې وویله: نو شیطان خپلو مرستیالانو ته وایي: تاسو په دې کور کې د شپې تېرولو یا ډوډۍ خوړلو برخه نه لرئ؛ ځکه چې خاوند یې د الله جل جلاله په یادولو سره له تاسو څخه ځان وساته. خو که یو سړی خپل کور ته ننوځي او د ننوتلو یا خوراک کولو په وخت کې الله یاد نه کړي، نو شیطان خپلو مرستندویانو ته ووايي چې د شپې ځای او ډوډۍ مو پدې کور کې ده.

ګټې

  • کور ته د ننوتلو او د خوراک پر مهال د الله جل جلاله یادول مستحب دي، ځکه چې شیطان په کورونو کې شپې تیروي او د کور د خلکو له خوړو څخه هغه مهال خوراک کوي چې الله جل جلاله یاد نه کړي.
  • شیطان بني آدم په کار، چال چلند او ټولو چارو کې څاري، نو کله چې د الله جل جلاله له یاد څخه غفلت وکړي، هغه څه ترې ترلاسه کوي چې هغه یې ترې غواړي.
  • د الله جل جلاله یادول شیطان شړي.
  • هر شیطان پیروان او دوستان لري چې په ​​​​ویناوو یې خوشحالیږي او له امر څخه یې پيروي کوي.

په HadeethEnc.com کې یې ولولئ

پوښتنې

په دې پاڼه کې څه دي؟

له ډوډۍ مخکې دعا: هر یو په عربي، له ژباړې، د سرچینې حدیث، درجې او شرحې سره.

ژباړې له کومه راغلې دي؟

له HadeethEnc.com څخه، چې د ژباړل شوو نبوي احادیثو پوهنغونډ دی. هر حدیث لکه څنګه چې دوی خپور کړی، له سرچینې او درجې سره او د اصل له لینک سره ښودل کېږي.

ایا زه ورځنۍ یادونه ترلاسه کولی شم؟

هو. د اندروید لپاره وړیا قبس اپ هره ورځ تاسو ته د سهار او ماښام اذکار در یادوي او همدا شمېرونکی لري.