له ډوډۍ وروسته دعا

د الله ستاینه چې د ډوډۍ له خلاصېدو وروسته ویل کېږي.

۱ یو ځل

الحَمْدُ لِلَّهِ الَّذِي أَطْعَمَنِي هَذَا وَرَزَقَنِيهِ مِنْ غَيْرِ حَوْلٍ مِنِّي وَلاَ قُوَّةٍ

ژباړه او سرچینه

له سهل بن معاذ بن انس رضي الله عنه څخه روایت دی وایې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: "څوک چې خواړه وخوري او ووايي: (الحَمْدُ لِلَّهِ الَّذِي أَطْعَمَنِي هَذَا وَرَزَقَنِيهِ مِنْ غَيْرِ حَوْلٍ مِنِّي وَلاَ قُوَّةٍ).

هغه الله لره ستاینه ده چې ماته یې دا خواړه راکړل پرته له دې چې کوم حرکت، حیله او یا ځواک ولرم، نو ټول مخکني ګناهونه به یې وبخښل شي".

ابو داود، الترمذي، ابن ماجه او احمد روایت کړی دی درجه: حسن

شرح

رسول الله صلی الله علیه وسلم ټینګار کوي چې څوک کوم خواړه وخوري نو د الله شکر دې ادا کړي، ځکه چې زه د الله تعالی له مرستې پرته د ډوډۍ راوړلو یا خوړلو توان نه لرم. بیا رسول الله صلی الله علیه وسلم زیری ورکړ چې چا دا (دعا) وویله نو هغه د الله تعالی د بخښنې وړ دی، چې ټول مخکني واړه ګناهونه ورته وبخښي.

ګټې

  • د خوړو په پای کې د الله تعالی ستاینه کول مستحب دي.
  • پر بنده ګانو د الله تعالی د لوی فضل او کرم بیان چې هغوی ته یې روزي ورکړه او د رزق اسباب یې ورته برابر کړل او د بدو اعمالو لپاره یې ورته کفاره وګرځول.
  • د بندګانو ټولې چارې د الله پاک له لوري دي، نه د هغوی په زور او قوت، او بنده ته امر شوی چې اسباب وکاروي.

په HadeethEnc.com کې یې ولولئ

۲ یو ځل

ژباړه او سرچینه

له انس بن مالک رضي الله عنه څخه روایت دی وايي چې، رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «یقینا چې الله جل جلاله له بنده څخه هغه مهال راضي کیږي کله چې هغه یوه مړۍ وخوري او بیا پرې د هغه ستاینه وکړي (الحمد لله ووایي) او یا یو ګوټ اوبه وڅښي او د هغه ستاینه پرې وکړي».

مسلم روايت کړی دی درجه: صحيح دی

شرح

رسول الله صلى الله عليه وسلم څرګندوي چې د الله په فضل او نعمتونو بنده لره د خپل رب ستاينه له هغو کارونو څخه دي چې د الله جل جلاله خوښۍ پرې تر لاسه کیږي، نو خواړه خوري او وایي: الحمد لله، او څښاک څښي او وایي: الحمد لله.

ګټې

  • د الله جل جلاله سخاوت، چې روزي یې لورولې او په ستاینه راضي کیږي.
  • د الله جل جلاله خوښي په مامولي (آسان) سبب تر لاسه کیږي، لکه له خوراک او څښاک څخه وروسته په الحمد لله وییلو.
  • د خوراک او څښاک له آدابو څخه: له خوړلو او څښلو وروسته د الله تعالی ثنا وییل دي.

په HadeethEnc.com کې یې ولولئ

پوښتنې

په دې پاڼه کې څه دي؟

له ډوډۍ وروسته دعا: هر یو په عربي، له ژباړې، د سرچینې حدیث، درجې او شرحې سره.

ژباړې له کومه راغلې دي؟

له HadeethEnc.com څخه، چې د ژباړل شوو نبوي احادیثو پوهنغونډ دی. هر حدیث لکه څنګه چې دوی خپور کړی، له سرچینې او درجې سره او د اصل له لینک سره ښودل کېږي.

ایا زه ورځنۍ یادونه ترلاسه کولی شم؟

هو. د اندروید لپاره وړیا قبس اپ هره ورځ تاسو ته د سهار او ماښام اذکار در یادوي او همدا شمېرونکی لري.