سورت الماعون الماعون

ژباړه: Pashto Translation - Abu Zakaria

بِسۡمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحۡمَٰنِ ٱلرَّحِيمِ

أَرَءَيۡتَ ٱلَّذِي يُكَذِّبُ بِٱلدِّينِ ١

107-1 ایا تا هغه كس لیدلى چې د بدلي ورځ (قیامت) دروغ ګڼي

فَذَٰلِكَ ٱلَّذِي يَدُعُّ ٱلۡيَتِيمَ ٢

107-2 نو همدغه هغه كس دى چې یتیم ته دیكې وركوي

وَلَا يَحُضُّ عَلَىٰ طَعَامِ ٱلۡمِسۡكِينِ ٣

107-3 او مسكین ته په طعام وركولو ترغیب نه وركوي

فَوَيۡلٞ لِّلۡمُصَلِّينَ ٤

107-4 نو هلاكت دى لمونځ كوونكو لره

ٱلَّذِينَ هُمۡ عَن صَلَاتِهِمۡ سَاهُونَ ٥

107-5 هغه كسان چې دوى له خپلو لمونځونو نه غافله (او اعراض كوونكي) وي

ٱلَّذِينَ هُمۡ يُرَآءُونَ ٦

107-6 هغه كسان چې دوى ریاكاري كوي

وَيَمۡنَعُونَ ٱلۡمَاعُونَ ٧

107-7 او دوى ماعون (د استعمال عام څیزونه هم له یو بل نه) منع كوي

پوښتنې

سورت الماعون څو آیتونه لري؟

سورت الماعون 7 آیتونه لري. دا د قرآن کریم سورت شمېره 107 دی.

ایا سورت الماعون مکي دی که مدني؟

سورت الماعون یو مکي سورت دی.

سورت الماعون په کومه پاره کې دی؟

سورت الماعون په پاره 30 کې دی.

ایا زه کولی شم سورت الماعون واورم؟

هو. د دې مخ په سر کې د غږولو تڼۍ کېکاږئ، یا له هر آیت څخه پیل وکړئ. د قبس په اپلیکیشن کې یې د آفلاین اورېدو لپاره ډاونلوډ هم کولی شئ.