سورت قريش قريش

ژباړه: Pashto Translation - Abu Zakaria

بِسۡمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحۡمَٰنِ ٱلرَّحِيمِ

لِإِيلَٰفِ قُرَيۡشٍ ١

106-1 د قریشو له یو بل سره د الفت له وجې نه

إِۦلَٰفِهِمۡ رِحۡلَةَ ٱلشِّتَآءِ وَٱلصَّيۡفِ ٢

106-2 د ژمي او اوړي په سفر كې د دوى د الفت په وجه

فَلۡيَعۡبُدُواْ رَبَّ هَٰذَا ٱلۡبَيۡتِ ٣

106-3 نو لازم دي چې دوى د دې كور د رب عبادت وكړي

ٱلَّذِيٓ أَطۡعَمَهُم مِّن جُوعٖ وَءَامَنَهُم مِّنۡ خَوۡفِۭ ٤

106-4 هغه (رب) چې دوى ته يې له لوږې نه (د بچ كولو لپاره) طعام وركړى دى او دوى ته يې له وېرې نه (د ساتلو لپاره) امن (او بې خوفي) وركړې ده

پوښتنې

سورت قريش څو آیتونه لري؟

سورت قريش 4 آیتونه لري. دا د قرآن کریم سورت شمېره 106 دی.

ایا سورت قريش مکي دی که مدني؟

سورت قريش یو مکي سورت دی.

سورت قريش په کومه پاره کې دی؟

سورت قريش په پاره 30 کې دی.

ایا زه کولی شم سورت قريش واورم؟

هو. د دې مخ په سر کې د غږولو تڼۍ کېکاږئ، یا له هر آیت څخه پیل وکړئ. د قبس په اپلیکیشن کې یې د آفلاین اورېدو لپاره ډاونلوډ هم کولی شئ.