درس 1 له 4
اسلام د ښو اخلاقو په اړه څه ښيي؟
له قرآن څخه
وَإِنَّكَ لَعَلَىٰ خُلُقٍ عَظِيمٖ ﴿٤﴾
68-4او بېشكه چې ته یقینًا په ډېرو لویو اخلاقو باندې (فايز) يې
۞ إِنَّ ٱللَّهَ يَأۡمُرُ بِٱلۡعَدۡلِ وَٱلۡإِحۡسَٰنِ وَإِيتَآيِٕ ذِي ٱلۡقُرۡبَىٰ وَيَنۡهَىٰ عَنِ ٱلۡفَحۡشَآءِ وَٱلۡمُنكَرِ وَٱلۡبَغۡيِۚ يَعِظُكُمۡ لَعَلَّكُمۡ تَذَكَّرُونَ ﴿٩٠﴾
16-90 بېشكه الله د انصاف كولو او احسان كولو او خپلوانو ته د وركړې حكم كوي او له فحاشۍ او بدو كارونو او سركشۍ نه منع كوي، هغه تاسو ته وعظ كوي، د دې لپاره چې تاسو نصیحت قبول كړئ
يَٰٓأَيُّهَا ٱلنَّاسُ إِنَّا خَلَقۡنَٰكُم مِّن ذَكَرٖ وَأُنثَىٰ وَجَعَلۡنَٰكُمۡ شُعُوبٗا وَقَبَآئِلَ لِتَعَارَفُوٓاْۚ إِنَّ أَكۡرَمَكُمۡ عِندَ ٱللَّهِ أَتۡقَىٰكُمۡۚ إِنَّ ٱللَّهَ عَلِيمٌ خَبِيرٞ ﴿١٣﴾
49-13 اى خلقو! بېشكه مونږ تاسو له يوه سړي او له یوې ښځې پیدا كړي یئ او مونږ تاسو څانګې او قبیلې ګرځولي یئ، د دې لپاره چې تاسو یو بل سره وپېژنئ، بېشكه د الله په نیز په تاسو كې ډېر عزتمن، ستاسو زیات پرهېزګار دى، بېشكه الله ښه پوه، ښه خبردار دى
له سنت څخه
له ابوهریره رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: "په مؤمنانو کې تر ټولو د کامل ایمان لرونکي هغه دي چې ښه اخلاق ولري او په تاسو کې غوره هغه څوک دی چې له خپلو مېرمنو سره ښه وي".
تشریح
رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي چې د ایمان په لحاظ تر ټولو کامل انسان هغه دی چې ښه اخلاق ولري او دا کار په ورین تندي، نیکۍ کولو، ښو خبرو او له نورو څخه په ضرر لرې کولو سره کیږي.
او تر ټولو غوره مؤمن هغه دی چې د خپلو مېرمنو لپاره غوره وي، لکه د هغه مېرمن، لوڼې، خویندې او خپلوانې. ځکه چې هغوی د نورو په پرتله زیات حق لري چې ښه سلوک ورسره وشي.
د ابو حمزه انس بن مالک رضي الله عنه څخه – چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم خادم و – روایت دی، چې نبي صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: "په تاسو کې هیڅوک مومن کیدلی نه شي؛ تر څو چې د خپل ورور لپاره هغه څه خوښ کړي چې د ځان لپاره یې خوښوي".
تشریح
رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي چې هېڅ مسلمان تر هغه پورې د بشپړ ایمان خاوند کېدلی نه شي تر څو چې خپل مسلمان ورور ته هغه څه خوښ کړي چې ځانته یې خوښوي هغه که: طاعتونه او یا هر ډول دیني او دنیوي ښېګڼې وي او دا چې څه د ځان لپاره بد ګڼي د هغه لپاره یې هم بد وګڼي، نو که چېرته یې په خپل ورور کې دیني نېمګړتیا ولیده، په اصلاح کې یې زیار باسي او که کومه ښېګڼه یې پکې ولیده نو ملاتړ یې کوي او د دین او دنیا په اړه یې ورته نصیحت کوي.