د پرنجي دعا او ځواب یې

پرنجی کوونکی څه ووایي، او اورېدونکی څه ځواب ورکړي.

۱ یو ځل

ژباړه او سرچینه

له ابوهریره رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «مسلمان پر مسلمان شپږ حقونه لري» وویل شو: هغه کوم دي ای د الله رسوله؟ ویې فرمایل: «کله چې ورسره مخ شې، سلام پرې واچوه؛ که یې چې بلنه درکړه، قبوله یې کړه؛ کله یې چې له تا نصیحت وغوښت، نصیحت ورته وکړه؛ که پرنجی یې وکړ او الحمد لله یې وویل نو "یَرْحَمُکَ الله" ورته ووایه؛ که ناروغ شو، پوښتنه یې وکړه؛ او که ومړ، جنازې ته یې لاړ شه».

مسلم روايت کړی دی درجه: صحيح دی

شرح

پیغمبر ﷺ څرګنده کړه چې یو مسلمان پر خپل مسلمان ورور د شپږ خویونو حق لري: لومړی: کله چې ورسره مخ شي نو د : السلام علیکم په وېیلو سره دې پرې سلام واچوي، او هغه به ورته په: وعلیکم السلام ځواب وایي. دويم: د هغه بلنه منل، که یې ولیمې یا کوم بل څه ته راوبلي. درېیم: که د نصیحت غوښتنه یې وکړه، نو صادقانه نصیحت ورته وکړه، مکر او دوکه ورسره مه کوه. څلورم: کله یې چې پرنجی وکړ او الحمد لله یې وویل: نو په: یرحمک الله سره ځواب ورکړه چې هغه درته: (یهدیکم الله ویصلح بالکم) ووایي. پنځم: دا چې د ناروغتیا پر مهال یې پوښتنه وکړي. شپږم: کله چې مړ شي، نو جنازه پرې کوي او تر خښېدو پورې ورسره ملتیا کوي.

ګټې

  • شوکاني ویلي: د (حق المسلم) له قول څخه مراد دا دی چې باید پرېنښودل شي او ادا کول یې یا خو واجب دي، یا داسې مؤکد مستحب (مندوب) دي چې د واجب سره ورته والی لري، یعني دا چې پرېښودل یې په کار نه دي.
  • د سلام ځواب ورکول فرض عین دی، کله چې سلام یو کس ته شوی وي (یعنې مخاطب یو فرد وي)، خو که سلام ډلې ته شوی وي، نو د هغوی له لوري د یو کس ځواب بسنه کوي، خو په سلام شروع کولو کې اصل دا دی چې سنت دی.
  • د ناروغ پوښتنه د هغه پر خپلو مسلمانو ورونو له حقونو څخه یو حق دی، ځکه دا کار د هغه زړه ته خوشحالي او ارامي وربخښي، او دا کار کفایي فرض دی.
  • د بلنې قبلول واجب دي، خو چې ګناه پکې نه وي؛ که چېرته بلنه د واده ولیمې ته وه، نو جمهور علما پدې اند دي چې قبلول یې واجب دي مګر دا چې شرعي عذر ولري، او که چېرته د واده ولېمې ته نه وه، نو جمهور علما پدې اند دي چې منل یې مستحب دي.
  • پرنجي کوونکي ته پر هغه چا یرحمک الله ویل واجب دي چې د هغه لخوا یې الحمد لله ویل اورېدلي وي.
  • شریعت ټینګار کوي چې د ټولنې د افرادو تر منځه ایماني او د محبت پر اساس ولاړې اړیکي غښتلې وساتل شي.
  • (فَسَمِّتْهُ) او په ځینو نسخو کې: "فشمِّته" په سین او شین دواړو سره راغلي دي، چې مطلب یې د خیر او برکت دعا ده، او د تشميت په اړه ویل شوي چې معنا یې ده: الله دې د دښمن له خوښۍ وساته او د داسې شي نه دې وساته چې ستا دښمن پرې خوشحالېږي، او د تسمیت معنا ده: الله تعالی دې سیده لورې ته هدایت کړه.

په HadeethEnc.com کې یې ولولئ

۲ یو ځل

ژباړه او سرچینه

له ابو هریره رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې: کله به چې رسول الله صلی الله علیه وسلم پرنجی کاوه، نو خپل لاس به یې په خوله کېښود او یا به یې خپلې جامې په خوله کېښودې او خپل غږ به یې ښکته کړ(یعنې د پرنجې پر مهال به یې خپل غږ کنترول کړ).

ابو داود، الترمذي، او احمد روايت کړی دی درجه: صحيح دی

شرح

کله به چې رسول الله صلی الله علیه وسلم پرنجی کاوه نو:

لومړی به یې په خپل لاس یا جامه په خولې کېښوده؛ تر څو یې له خولې یا پزې داسې څه را ونه وځي چې له امله یې ناست ملګري ازار شي.

دویم: غږ به یې ټیټاوه او نه به یې پورته کاوه.

ګټې

  • د پرنجي پر مهال د رسول الله صلی الله علیه وسلم لارښوونه او پدې کې د هغه پیروي کول.
  • د پرنجي پر مهال په ​​خوله او پوزه جامه او یا بل څه نیول مستحب دي، تر څو ترې داسې څه راونه وځي چې ناست کس ته زيان ورسيږي.
  • د پرنجي پر مهال د غږ ټېټول مطلوب دي، او دا کار بشپړ ادب او له غوره اخلاقو څخه دی.

په HadeethEnc.com کې یې ولولئ

پوښتنې

په دې پاڼه کې څه دي؟

د پرنجي دعا: هر یو په عربي، له ژباړې، د سرچینې حدیث، درجې او شرحې سره.

ژباړې له کومه راغلې دي؟

له HadeethEnc.com څخه، چې د ژباړل شوو نبوي احادیثو پوهنغونډ دی. هر حدیث لکه څنګه چې دوی خپور کړی، له سرچینې او درجې سره او د اصل له لینک سره ښودل کېږي.

ایا زه ورځنۍ یادونه ترلاسه کولی شم؟

هو. د اندروید لپاره وړیا قبس اپ هره ورځ تاسو ته د سهار او ماښام اذکار در یادوي او همدا شمېرونکی لري.