د ناروغ لپاره دعا او د ناروغ پوښتنه

د ناروغ د پوښتنې پر مهال څه وویل شي.

۱ ۷ ځله

أَسْأَلُ اللَّهَ الْعَظِيمَ رَبَّ الْعَرْشِ الْعَظِيمِ أَنْ يَشْفِيَكَ

ژباړه او سرچینه

له ابن عباس رضي الله عنهما څخه روایت دی چې نبي صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «څوک چې د ناروغ پوښتنې ته ورغی او دا دعا یې پرې اووه ځلې وویله: أَسْأَلُ اللَّهَ الْعَظِيمَ رَبَّ الْعَرْشِ الْعَظِيمِ أَنْ يَشْفِيَكَ»، یعنې د لوی الله نه؛ چې د لوی رب څښتن دی سوال کوم چې تا روغ کړي، مګر دا چې الله به یې روغ کړي، -خو چې نېټه یې پوره شوي نه وي-.

ابو داود، الترمذي، او احمد روايت کړی دی درجه: صحيح دی

شرح

نبي صلی الله علیه وسلم خبر ورکوي چې هېڅ مسلمان د بل ناروغ مسلمان پوښتنې ته نه ورځي چې اجل یې پوره شوی نه وي او دا دعا پرې نه وایي - چې (أسأل الله العظيم) د هغه الله نه سوال کوم چې په ذات، صفاتو او افعالو کې لوی دی(رب العرش العظيم أن يشفيك) د لوی عرش خاوند دی چې تا روغ کړي، او اووه ځلې یې پرې وویله - مګر دا چې الله به یې له هغه مرض نه ورغوي.

ګټې

  • پدې دعا سره ناروغ ته دعا کول او اووه ځلې یې تکرارول.
  • د الله تعالی په اجازه د هغه چا رغېدنه حتمي ده چې دا دعا پرې وویل شي، خو چې له صدق او خېر غوښتنې له مخې وي.
  • دا دعا به پټه او ښکاره وایي، ځکه هره بڼه یې جایزه ده، خو چې ناروغ ته یې ور واوروي غوره او افضله ده، ځکه پدې سره خوشحالېږي.

په HadeethEnc.com کې یې ولولئ

۲ یو ځل

أَذْهِبِ الْبَاسَ، رَبَّ النَّاسِ، وَاشْفِ أَنْتَ الشَّافِي، لَا شِفَاءَ إِلَّا شِفَاؤُكَ، شِفَاءً لَا يُغَادِرُ سَقَمًا

ژباړه او سرچینه

—د مؤمنانو له مور — عاېشې رضی الله عنها څخه روایت دی، هغې ویلي: کله به چې رسول الله صلی الله علیه وسلم د ناروغ کس لیدو ته ورته، نو د هغه لپاره به یې دعا کوله، او ویل به یې: «أَذْهِبِ الْبَاسَ، رَبَّ النَّاسِ، وَاشْفِ أَنْتَ الشَّافِي، لَا شِفَاءَ إِلَّا شِفَاؤُكَ، شِفَاءً لَا يُغَادِرُ سَقَمًا» یعنې: ناروغي او سختي لرې کړه، اې د خلکو ربه! شفا ورکړه، ته شفا ورکوونکی یې، ستا له شفا پرته بله شفا نشته، داسې شفا ورکړه چې هېڅ ناروغي پاتې نه شي».

متفق علیه دی درجه: صحيح دی

شرح

کله به چې نبي کریم صلی الله علیه وسلم د ناروغ کس لیدو ته ورته، نو وبه یې ویل: اې الله! (أذهب) بوځه او لرې کړه (البأس) ناروغي او د ناروغۍ سختي، (رب الناس) اې د خلکو ربه! د دوي خالق او روزونکیه؛ (واشف) شفا ورکړه، (أنت) ته پاک ذات یې، (الشافي) ته یوازینی شفا ورکوونکی یې؛ زه تاته ستا شفا ورکوونکی نوم وسیله کوم، (لا شفاء)؛ شفا نشته، (إلا شفاؤك) مګر ستا شفا او عافیت؛ (شفاء) هغه بشپړه شفا، (لا يغادر) چې نه پرېږدي، (سقمًا) هېڅ ډول ناروغي.

ګټې

  • شفا ورکوونکی یوازې الله عزوجل دی، خو ډاکټر او دوا دواړه سببونه دي، چې نه ګټه رسولی شي او نه زیان، مګر د الله په حکم.
  • د ناروغ پوښتنه (عیادت) د مسلمانانو ترمنځ له ذات البیني حقوقو څخه دي، او خپلوان پدې اړه ډېر حقدار دي.
  • ناروغ لیدو ته تلونکي ته هڅونه ده چې دا مبارکه روایت شوې دعا ووايي.
  • د نبي کریم صلی الله علیه وسلم له سنتو څخه دا هم و چې د ناروغۍ پر مهال به یې د قرآن کریم او ښو دعاګانو په وسیله شرعي درملنه کوله، کله به چې ناروغ شو، نو خپله به یې ځان دم کاوه، او همداراز به یې خپله کورنۍ او نور مسلمانان هم دمول، کله به چې دوی ناروغان وو.
  • ابن حجر وایي: دلته یوه ګنګ حالت دی چې ولې د ناروغ لپاره د شفا دعا وشي، حال دا چې ناروغي خو د ګناهونو کفاره ده او د ثواب سبب ګرځي، لکه څنګه چې پدې اړه ډیری حدیثونه راغلي دي، نو ځواب دا دی چې: دعا کول خپله عبادت دی، او دا له ثواب او کفارې سره تضاد نه لري؛ ځکه کفاره او ثواب د ناروغۍ له پیل سره او پرې د صبر له امله تر لاسه کېږي او دعا کوونکی د دوو ښېګڼو ترمنځ دی: یا خو به یې مقصد تر لاسه شي، یا دا چې بدله به ورکړل شي؛ یا په ګټې تر لاسه کولو او د ضرر مخنیوی، او دا هر یو د الله تعالی له فضل څخه دي.

په HadeethEnc.com کې یې ولولئ

پوښتنې

په دې پاڼه کې څه دي؟

د ناروغ لپاره دعا: هر یو په عربي، له ژباړې، د سرچینې حدیث، درجې او شرحې سره.

ژباړې له کومه راغلې دي؟

له HadeethEnc.com څخه، چې د ژباړل شوو نبوي احادیثو پوهنغونډ دی. هر حدیث لکه څنګه چې دوی خپور کړی، له سرچینې او درجې سره او د اصل له لینک سره ښودل کېږي.

شمېرونکی څنګه کار کوي؟

د ذکر لاندې پر شمېرونکي ټک وکړئ، دا تر صفر پورې شاته شمېري. دا یوازې په همدې پاڼه کې دی او هېڅ شی نه خوندي کېږي.

ایا زه ورځنۍ یادونه ترلاسه کولی شم؟

هو. د اندروید لپاره وړیا قبس اپ هره ورځ تاسو ته د سهار او ماښام اذکار در یادوي او همدا شمېرونکی لري.