د اندېښنې، فکر او غم دعا

هغه دعاګانې چې نبي کریم ﷺ به په سختیو کې کولې او د اندېښنې او غم لپاره یې ښوولې دي.

۱ یو ځل

لَا إِلَهَ إِلَّا اللهُ الْعَظِيمُ الْحَلِيمُ، لَا إِلَهَ إِلَّا اللهُ رَبُّ الْعَرْشِ الْعَظِيمِ، لَا إِلَهَ إِلَّا اللهُ رَبُّ السَّمَاوَاتِ وَرَبُّ الْأَرْضِ وَرَبُّ الْعَرْشِ الْكَرِيمِ

ژباړه او سرچینه

له ابن عباس رضي الله عنهما څخه روایت دی چې: بېشکه چې رسول ﷺ به د سختۍ او اندېښنې پر مهال ویل: «لَا إِلَهَ إِلَّا اللهُ الْعَظِيمُ الْحَلِيمُ، لَا إِلَهَ إِلَّا اللهُ رَبُّ الْعَرْشِ الْعَظِيمِ، لَا إِلَهَ إِلَّا اللهُ رَبُّ السَّمَاوَاتِ وَرَبُّ الْأَرْضِ وَرَبُّ الْعَرْشِ الْكَرِيمِ»، «نشته هېڅ برحق معبود پرته له الله نه، هغه ذات چې ستر او زغم لرونکی دی، نشته هېڅ معبود پرته له الله نه، هغه ذات چې د ستر عرش خاوند دی، نشته هېڅ معبود پرته له الله نه، هغه ذات چې د آسمانونو رب، د ځمکې رب، او د معزّز عرش رب دی».

متفق علیه دی درجه: صحيح دی

شرح

نبي ﷺ به د سختې اندېښنې او غم پر مهال فرمایل: «لا إله إلا الله»: نشته هېڅ حق معبود، مګر یوازې الله دی،

«العظيم»: د لوړ مقام او لوی شان خاوند، که په ذات کې وي، که په صفتونو او یا په کړنو کې. «الحليم»: هغه (الله) چې ګناهګار ته سمدستي سزا نه ورکوي، بلکې ځنډوي یې، او کېدای شي معاف یې کړي، سره له دې چې پرې قدرت لري، ځکه هغه سپېڅلی ذات پر هر څه قادر دی. «لا إله إلا الله رب العرش العظيم»: د ستر عرش خالق یوازې الله دی، «لا إله إلا الله رب السماوات والأرض»: د آسمانونو او ځمکې خالق یوازې الله دی، او دی د هغه څه خالق دی چې د دوی دواړو تر منځه دي، د هغوی مالک، اصلاح کوونکی او د خپلې خوښې سره سم یې کنترولوونکی دی، «رب العرش الكريم» هغه ذات چې: د معزّز عرش خالق دی.

ګټې

  • د مصیبتونو او سختیو پر مهال، الله تعالی ته په دعا سره پناه وړل واجب دي.
  • د مصیبت پر مهال پدې الفاظو سره دعا غوښتل مستحب دي.
  • د رحمن ذات عرش چې هغه پرې د پاسه دی؛ تر ټولو لوړ، لوی او عظیم مخلوق دی، او رسول الله صلی الله علیه وسلم هم پدې صفتونو سره یاد کړی چې ډېر لوی او عزتمند (عرش) دی.
  • د آسمانونو او ځمکې یادونه یې لدې امله کړې ده چې د لیدو وړ تر ټولو لوی مخلوقات دی.
  • طیبي (رحمه الله) ویلي: رسول الله ﷺ دا ثنا (ستاینه) د "رب" له یادونې (ذکر) څخه لدې امله پیل کړه چې همدا د تربیت تقاضا ده، او پدې کې تهلیل؛ یعنې «لا إله إلا الله») دی، کوم چې د الهي سپېڅلتیاوو او د هغه عظمت اصل دی چې د قدرت پر بشپړتیا دلالت کوي، او زغم (حلم)؛ کوم چې په پوهې دلالت کوي، ځکه له ناپوه څخه د زغم او سخاوت تمه نه کېږي، کوم چې د درناوي د صفاتو لپاره بنسټیز صفتونه دي.

په HadeethEnc.com کې یې ولولئ

۲ یو ځل

اللَّهُمَّ إِنِّي أَعُوذُ بِكَ مِنْ غَلَبَةِ الدَّيْنِ، وَغَلَبَةِ الْعَدُوِّ، وَشَمَاتَةِ الْأَعْدَاءِ

ژباړه او سرچینه

له عبدالله بن عمرو بن العاص رضي الله عنهما څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم به په دې الفاظو سره دعا کوله: «اللَّهُمَّ إِنِّي أَعُوذُ بِكَ مِنْ غَلَبَةِ الدَّيْنِ، وَغَلَبَةِ الْعَدُوِّ، وَشَمَاتَةِ الْأَعْدَاءِ».

(یا الله! زه پر تا له زیاتو قرضونو، د دښمن له غلبې او د دښمنانو له خوشحالۍ پناه نیسم).

النسائي او احمد روایت کړی دی درجه: صحيح دی

شرح

رسول الله صلی الله علیه وسلم له لاندې شیانو څخه پناه غوښتې ده:

لومړی: (اللهم إني أعوذ) (اې الله زه پناه غواړم) (بك) پر تا باندې، او ستا پرته یې پر بل چا نه غواړم (من غلبة الدین) د قرض له غلبې څخه او دا چې راباندې زیات شي، د خفګان او کړاو لامل شي، او ستانه یې د ادا کولو لپاره مرسته غواړم.

دویم: (وغلبة العدو) او د دښمن له برلاسي کېدو، د هغه له قهر او تسلط څخه پر تا پناه نیسم، او ستا څخه یې د ضرر د مخنیوي سوال کوم او دا چې پرې برلاسی شم.

دریم: (وشماتة الأعداء) او د دښمن له خوشحالیو څخه چې کله مسلمانانو ته کوم مصیبت او تاوان ورسېږي.

ګټې

  • له هر هغه څه څخه الله تعالی ته په پناه وړلو ټینګار چې انسان له اطاعت څخه بې برخې کوي او غمونه ورپېښوي لکه پور او داسې نور.
  • په مطلق ډول پور کومه ګناه نشته، بلکې ملامتیا پر هغه چا ده چې په پور پرې کولو کې وفادار نه وي او همدې ته د پور غلبه وایي.
  • انسان باید له هغو کارونو ډډه وکړي چې خلک پرې خوشحالېږي او دا کارونه د ده لپاره عیب ګڼل کېږي.
  • د دې خبرې څرګندونه چې کافران له مؤمنانو سره دښمني لري او کله چې پرې مصیبتونه راځي نو هغوی پرې خوشحالېږي.
  • کله چې دښمن پر سړي خوشحاله شي، دا د انسان لپاره د اصل مصیبت نه هم درنده تمامېږي.

په HadeethEnc.com کې یې ولولئ

پوښتنې

په دې پاڼه کې څه دي؟

د غم او اندېښنې دعا: هر یو په عربي، له ژباړې، د سرچینې حدیث، درجې او شرحې سره.

ژباړې له کومه راغلې دي؟

له HadeethEnc.com څخه، چې د ژباړل شوو نبوي احادیثو پوهنغونډ دی. هر حدیث لکه څنګه چې دوی خپور کړی، له سرچینې او درجې سره او د اصل له لینک سره ښودل کېږي.

ایا زه ورځنۍ یادونه ترلاسه کولی شم؟

هو. د اندروید لپاره وړیا قبس اپ هره ورځ تاسو ته د سهار او ماښام اذکار در یادوي او همدا شمېرونکی لري.