د پور د ادا کولو دعا

له پور څخه د خلاصون او حلال رزق لپاره دعاګانې.

۱ یو ځل

اللَّهُمَّ اكْفِنِي بِحَلاَلِكَ عَنْ حَرَامِكَ، وَأَغْنِنِي بِفَضْلِكَ عَمَّنْ سِوَاكَ

ژباړه او سرچینه

له علي رضي الله عنه څخه روایت دی چې هغه ته یو مکاتب راغی (هغه غلام چې بادار سره یې د یو څه مال په بدل کې د ازادولو لیکنه کړي وي) نو ویې ویل: زه د خپلې لیکنې د پوره کولو څخه عاجز شوی یم، نو مرسته راسره وکړه، هغه ورته وویل: آیا داسې یو څه کلمې در ونه ښایم چې ماته رسول الله صلی الله علیه وسلم راښودلي دي، که چېرته درباندې د صیر د غره په اندازه قرض وي نو الله تعالی به یې درڅخه پرې کړي، هغه وویل: «ووایه: اې الله! په حلالو دې له حرامو څخه زما بساینه وکړه، او ما په خپل فضل سره له بل چا څخه بې نیازه کړه».

الترمذي روایت کړی دی درجه: حسن

شرح

امیر المؤمنین علی بن ابي طالب رضي الله عنه ته یو غلام راغی چې د خپل بادار سره یې هوکړه کړې وه خپل ځان ترې وپیري او آزاد یې کړي تر څو خپلواک شي، حال دا چې پېسې یې نه درلودې، نو ویې ویل: زه د خپل حق له پرېکولو عاجز یم، نو په پرېکولو کې یې راسره مرسته وکړه، یا په تعلیم او لارښوونې، نو امیر المؤمنین ورته وفرمایل: آیا تاته داسې کلمې در ونه ښایم چې ماته رسول الله صلی الله علیه وسلم راښودلي دي، که چېرته درباندې د صیر نومي غره په اندازه قرض وي، کوم چې د طیئ قبیلې سره تړاو لري؛ نو الله تعالی به یې درڅخه ادا کړي او خپلو مستحقانو ته به یې ورسوي، او د هغوی له ذلت څخه به دې وژغوري، هغه وویل ووایه: (اللهم اكفني) ای الله زما بساینه وکړه، او ما لرې کړه او واړوه (بحلالك) ستا په حلالو سره چې مستغني شم پرې (عن) له : (حرامك) دې چې ستا په حرامو کې واقع شم، (وأغنني) او ما بې نیازه کړه (بفضلك) ستا په سخاوت او مهربانۍ سره مې د بل هر چا له مرستې پرته غني کړه.

ګټې

  • د پوهې او دین له خاوندانو سره مشوره کول او د هغوی نظر غوښتل.
  • علماوو او د الله د دین بلونکو ته پکار ده چې خلکو ته سمه لار وښيي، لارښوونه یې وکړي، او هغوی ته هغه طریقې وښيي چې د ستونزو په وخت کې ورسره مرسته کوي.
  • د مکاتب (هغه غلام چې بادار سره یې د یو څه مال په بدل کې د ازادولو لیکنه کړي وي) سره مرستې ته هڅوونه.
  • د دې دعا زده کولو او له الله تعالی څخه پرې سوال کولو ته هڅوونه.
  • حلال رزق، که څه هم لږ وي، له حرام مال څخه غوره دی، که څه هم ډېر وي.
  • د مخلوق پر ځای په الله تعالی تکیه کول.
  • په نېک چلند سره د سوال کوونکي جوابول، کله چې د ورکولو لپاره څه نه لرې.

په HadeethEnc.com کې یې ولولئ

۲ یو ځل

اللَّهُمَّ إِنِّي أَعُوذُ بِكَ مِنْ غَلَبَةِ الدَّيْنِ، وَغَلَبَةِ الْعَدُوِّ، وَشَمَاتَةِ الْأَعْدَاءِ

ژباړه او سرچینه

له عبدالله بن عمرو بن العاص رضي الله عنهما څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم به په دې الفاظو سره دعا کوله: «اللَّهُمَّ إِنِّي أَعُوذُ بِكَ مِنْ غَلَبَةِ الدَّيْنِ، وَغَلَبَةِ الْعَدُوِّ، وَشَمَاتَةِ الْأَعْدَاءِ».

(یا الله! زه پر تا له زیاتو قرضونو، د دښمن له غلبې او د دښمنانو له خوشحالۍ پناه نیسم).

النسائي او احمد روایت کړی دی درجه: صحيح دی

شرح

رسول الله صلی الله علیه وسلم له لاندې شیانو څخه پناه غوښتې ده:

لومړی: (اللهم إني أعوذ) (اې الله زه پناه غواړم) (بك) پر تا باندې، او ستا پرته یې پر بل چا نه غواړم (من غلبة الدین) د قرض له غلبې څخه او دا چې راباندې زیات شي، د خفګان او کړاو لامل شي، او ستانه یې د ادا کولو لپاره مرسته غواړم.

دویم: (وغلبة العدو) او د دښمن له برلاسي کېدو، د هغه له قهر او تسلط څخه پر تا پناه نیسم، او ستا څخه یې د ضرر د مخنیوي سوال کوم او دا چې پرې برلاسی شم.

دریم: (وشماتة الأعداء) او د دښمن له خوشحالیو څخه چې کله مسلمانانو ته کوم مصیبت او تاوان ورسېږي.

ګټې

  • له هر هغه څه څخه الله تعالی ته په پناه وړلو ټینګار چې انسان له اطاعت څخه بې برخې کوي او غمونه ورپېښوي لکه پور او داسې نور.
  • په مطلق ډول پور کومه ګناه نشته، بلکې ملامتیا پر هغه چا ده چې په پور پرې کولو کې وفادار نه وي او همدې ته د پور غلبه وایي.
  • انسان باید له هغو کارونو ډډه وکړي چې خلک پرې خوشحالېږي او دا کارونه د ده لپاره عیب ګڼل کېږي.
  • د دې خبرې څرګندونه چې کافران له مؤمنانو سره دښمني لري او کله چې پرې مصیبتونه راځي نو هغوی پرې خوشحالېږي.
  • کله چې دښمن پر سړي خوشحاله شي، دا د انسان لپاره د اصل مصیبت نه هم درنده تمامېږي.

په HadeethEnc.com کې یې ولولئ

پوښتنې

په دې پاڼه کې څه دي؟

د پور دعا: هر یو په عربي، له ژباړې، د سرچینې حدیث، درجې او شرحې سره.

ژباړې له کومه راغلې دي؟

له HadeethEnc.com څخه، چې د ژباړل شوو نبوي احادیثو پوهنغونډ دی. هر حدیث لکه څنګه چې دوی خپور کړی، له سرچینې او درجې سره او د اصل له لینک سره ښودل کېږي.

ایا زه ورځنۍ یادونه ترلاسه کولی شم؟

هو. د اندروید لپاره وړیا قبس اپ هره ورځ تاسو ته د سهار او ماښام اذکار در یادوي او همدا شمېرونکی لري.