سورت قريش، آیت 3

106:3

فَلۡيَعۡبُدُواْ رَبَّ هَٰذَا ٱلۡبَيۡتِ ٣

106-3 نو لازم دي چې دوى د دې كور د رب عبادت وكړي

تفسیر

نو يوازې د هغه الله چې د دغه بيت الحرام رب دی عبادت دې وکړي، هغه ذات چې دغه سفر يې د هغوی لپاره اسانه کړی دی او له هغه سره دې هيڅوک نه شريکوي.