ٱلَّذِيٓ أَطۡعَمَهُم مِّن جُوعٖ وَءَامَنَهُم مِّنۡ خَوۡفِۭ ٤
106-4 هغه (رب) چې دوى ته يې له لوږې نه (د بچ كولو لپاره) طعام وركړى دى او دوى ته يې له وېرې نه (د ساتلو لپاره) امن (او بې خوفي) وركړې ده
تفسیر
هغه ذات چې په لوږه کې يې هغوی ته خواړه ورکړل، او له وېرې يې په امن کړل، داسې چې د عربو په زړونو کې يې د حراموالي تعظيم او د هغې د اوسېدونکو تعظيم کېښود.