درس 7 له 8
له مرګ وروسته څه کېږي؟
له قرآن څخه
كُلُّ نَفۡسٖ ذَآئِقَةُ ٱلۡمَوۡتِۗ وَإِنَّمَا تُوَفَّوۡنَ أُجُورَكُمۡ يَوۡمَ ٱلۡقِيَٰمَةِۖ فَمَن زُحۡزِحَ عَنِ ٱلنَّارِ وَأُدۡخِلَ ٱلۡجَنَّةَ فَقَدۡ فَازَۗ وَمَا ٱلۡحَيَوٰةُ ٱلدُّنۡيَآ إِلَّا مَتَٰعُ ٱلۡغُرُورِ ﴿١٨٥﴾
3-185 هر ساه لرونكى د مرګ (مزه) څكونكى دى او یقینًا همدا خبره ده چې تاسو ته به د قیامت په ورځ ستاسو ثوابونه (پوره) پوره دركړى شي، نو څوك چې له اور (د جهنم) نه لرې كړى شو او جنت ته داخل كړى شو، نو یقینًا هغه كامیاب شو او دنيايي ژوند يواځې د غولېدلو سامان دى
يَوۡمَئِذٖ يَصۡدُرُ ٱلنَّاسُ أَشۡتَاتٗا لِّيُرَوۡاْ أَعۡمَٰلَهُمۡ ﴿٦﴾ فَمَن يَعۡمَلۡ مِثۡقَالَ ذَرَّةٍ خَيۡرٗا يَرَهُۥ ﴿٧﴾ وَمَن يَعۡمَلۡ مِثۡقَالَ ذَرَّةٖ شَرّٗا يَرَهُۥ ﴿٨﴾
99-6 په دغې ورځ كې به خلق بېرته راګرځي، په داسې حال كې چې بېل بېل (او مختلف) به وي، د دې لپاره چې دوى ته خپل عملونه وښودل شي 99-7 نو هغه څوك چې د یوې ذرې په اندازه نېك عمل وكړي (،نو) دى به هغه وویني 99-8 او هغه څوك چې د یوې ذرې په اندازه د شر (او بدۍ) عمل كوي (، نو) دى به هغه وویني
وَٱتَّقُواْ يَوۡمٗا تُرۡجَعُونَ فِيهِ إِلَى ٱللَّهِۖ ثُمَّ تُوَفَّىٰ كُلُّ نَفۡسٖ مَّا كَسَبَتۡ وَهُمۡ لَا يُظۡلَمُونَ ﴿٢٨١﴾
2-281 او تاسو له هغې ورځې نه ووېرېږئ چې په هغې كې به تاسو الله ته بېرته ورګرځول كېږئ، بیا به هر نفس ته پوره پوره وركړى شي بدل د هغه عمل چې ده كړى دى، او پر دوى به ظلم ونه كړى شي
له سنت څخه
له جابر رضي الله عنه څخه روایت دی چې وایي: رسول الله - صلی الله علیه وسلم - ته یو سړی راغی او ویې ویل: اې د الله رسوله ؟ هغه کوم دوه خویونه دي چې په درلودلو سره یې انسان ته جنت یا دوزخ واجبیږي؟هغه وفرمایل: «څوک چې مړ شو، پداسې حال کې چې د الله سره یې څه شی نه وي شریک کړی، جنت ته به داخل شي، او څوک چې مړ شو پداسې حال چې د الله تعالی سره څه شی شریک کړی وي اور ته به داخل شي»
تشریح
له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه یو سړي د دوو خصلتونو په اړه پوښتنه وکړه: کوم چې د انسان لپاره جنت ته داخلېدل واجبوي، او کوم چې د انسان لپاره اور ته داخلېدل واجبوي؟ نو رسول الله صلی الله علیه وسلم ځواب ورکړ: هغه صفت چې انسان ته جنت لازموي دا دی چې انسان په داسې حال کې مړ شي چې یوازې د یو الله عبادت کوي او له هغه سره یې هیڅ شرک نه وي کړی، او هغه صفت چې اور ته تلل لازموي دا دی چې انسان په داسې حال کې مړ شي چې له الله سره یي څه شریک کړی وي، داسې چې له الله تعالی سره یې شریک او هم مثل په الوهیت، ربوبیت، اسماء او صفاتو کې ګرځولی وي.