سورت الزلزلة، آیت 6

99:6

يَوۡمَئِذٖ يَصۡدُرُ ٱلنَّاسُ أَشۡتَاتٗا لِّيُرَوۡاْ أَعۡمَٰلَهُمۡ ٦

99-6 په دغې ورځ كې به خلق بېرته راګرځي، په داسې حال كې چې بېل بېل (او مختلف) به وي، د دې لپاره چې دوى ته خپل عملونه وښودل شي

تفسیر

په دغه لويه ورځ چې ځمکه پکې خوځيږي خلک به د حساب له ځايه ډلې ډلې راووځي، ترڅو خپل هغه عملونه وويني چې په دنيا کې يې کړي دي.