سورت العاديات العاديات

ژباړه: Pashto Translation - Abu Zakaria

بِسۡمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحۡمَٰنِ ٱلرَّحِيمِ

وَٱلۡعَٰدِيَٰتِ ضَبۡحٗا ١

100-1 قسم دى په تېزو ځغلېدونكو اسونو، چې له سینو او ګېډو نه اواز ایستونكي دي

فَٱلۡمُورِيَٰتِ قَدۡحٗا ٢

100-2 پس (قسم دى) په هغو اسونو چې په خپلو سُمانو سره تیږې وهي او اور را ایستونكي دي

فَٱلۡمُغِيرَٰتِ صُبۡحٗا ٣

100-3 پس (قسم دى) په هغو اسونو چې د سبا په وخت كې لوټمار كوونكي دي

فَأَثَرۡنَ بِهِۦ نَقۡعٗا ٤

100-4 نو په دغه وخت كې دغه (اسونه) ګرد پورته كوي

فَوَسَطۡنَ بِهِۦ جَمۡعًا ٥

100-5 پس په دغه وخت كې د لويې ډلې په مینځ كې ننوځي

إِنَّ ٱلۡإِنسَٰنَ لِرَبِّهِۦ لَكَنُودٞ ٦

100-6 چې بېشكه انسان د خپل رب ډېر ناشكره دى

وَإِنَّهُۥ عَلَىٰ ذَٰلِكَ لَشَهِيدٞ ٧

100-7 او بېشكه دى په دې خبره یقینًا ښه خبردار (او ګواه) دى

وَإِنَّهُۥ لِحُبِّ ٱلۡخَيۡرِ لَشَدِيدٌ ٨

100-8 او بېشكه دى د مال په مینه كې یقینًا ډېر سخت دى

۞ أَفَلَا يَعۡلَمُ إِذَا بُعۡثِرَ مَا فِي ٱلۡقُبُورِ ٩

100-9 ایا نو دى نه پوهېږي كله چې هغه (مړي) راوښكل شي چې په قبرونو كې دي؟

وَحُصِّلَ مَا فِي ٱلصُّدُورِ ١٠

100-10 او هغه څه راښكاره كړى شي چې په سینو كې دي

إِنَّ رَبَّهُم بِهِمۡ يَوۡمَئِذٖ لَّخَبِيرُۢ ١١

100-11 بېشكه د دوى رب په دغې ورځ كې په دوى باندې یقینًا ښه خبردار دى

پوښتنې

سورت العاديات څو آیتونه لري؟

سورت العاديات 11 آیتونه لري. دا د قرآن کریم سورت شمېره 100 دی.

ایا سورت العاديات مکي دی که مدني؟

سورت العاديات یو مکي سورت دی.

سورت العاديات په کومه پاره کې دی؟

سورت العاديات په پاره 30 کې دی.

ایا زه کولی شم سورت العاديات واورم؟

هو. د دې مخ په سر کې د غږولو تڼۍ کېکاږئ، یا له هر آیت څخه پیل وکړئ. د قبس په اپلیکیشن کې یې د آفلاین اورېدو لپاره ډاونلوډ هم کولی شئ.