درس 5 له 8
پیغمبر محمد ﷺ څوک دی؟
له قرآن څخه
مَّا كَانَ مُحَمَّدٌ أَبَآ أَحَدٖ مِّن رِّجَالِكُمۡ وَلَٰكِن رَّسُولَ ٱللَّهِ وَخَاتَمَ ٱلنَّبِيِّـۧنَۗ وَكَانَ ٱللَّهُ بِكُلِّ شَيۡءٍ عَلِيمٗا ﴿٤٠﴾
33-40 محمد (ﷺ) ستاسو په سړیو كې د هیچا پلار نه دى او لېكن د الله رسول دى او د نبیانو (د لړۍ) ختموونكى دى او الله په هر شي ښه عالم دى
وَمَآ أَرۡسَلۡنَٰكَ إِلَّا رَحۡمَةٗ لِّلۡعَٰلَمِينَ ﴿١٠٧﴾
21-107 او مونږ ته نه يې لېږلې مګر د عالمونو لپاره رحمت
وَمَآ أَرۡسَلۡنَٰكَ إِلَّا كَآفَّةٗ لِّلنَّاسِ بَشِيرٗا وَنَذِيرٗا وَلَٰكِنَّ أَكۡثَرَ ٱلنَّاسِ لَا يَعۡلَمُونَ ﴿٢٨﴾
34-28 او ته نه يې لېږلى مونږ مګر د ټولو خلقو (انسانانو) لپاره زېرى وركوونكى او وېروونكى او لېكن اكثره خلق نه پوهېږي
وَإِنَّكَ لَعَلَىٰ خُلُقٍ عَظِيمٖ ﴿٤﴾
68-4او بېشكه چې ته یقینًا په ډېرو لویو اخلاقو باندې (فايز) يې
له سنت څخه
له ابوهرېرة رضي الله عنه څخه روایت دی وايي چې: رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمایلي: "زه د دې لپاره رالېږل شوی یم چې غوره اخلاق د کمال تر کچې ورسوم".
تشریح
رسول الله صلی الله عليه وسلم خبر ورکوي چې الله جل جلاله هغه د دې لپاره رالېږلی، تر څو د اخلاقو فضیلتونه او ښېګڼې بشپړې کړي؛ ځکه هغه صلی الله علیه وسلم د پخوانیو پیغمبرانو د (رسالتونو) بشپړوونکی رالېږل شوی، او د عربو د ښو اخلاقو پوره کوونکی، عربان داسې وو چې خیر به یې خوښاوه او له شر څخه به یې کرکه کوله، د مروت، کرم او شهامت خاوندان وو؛ نو رسول الله صلی الله عليه وسلم د دې لپاره رالېږل شوی و، تر څو د هغوی په اخلاقو کې شته نیمګړتیاوې بشپړې کړي، لکه په نسبونو افتخار کول، تکبر، فقیر سپک ګڼل او داسې نور.
له عمر بن الخطاب رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې ما له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه واورېدل چې ویل یې: «زما په مدحه او توصیف کې تاسو له حد څخه مه اوړئ، لکه څرنګه چې نصارا د عیسی زوی د مریمې په مدحه او توصیف کې له حده اوړیدلي وو؛ بېشکه چې زه د هغه بنده یم، نو تاسو ووایئ: د الله بنده او رسول».
تشریح
رسول الله صلی الله علیه وسلم د هغه په مدحه او توصیف بیانولو کې له مبالغې او شرعي حدودو له اوړېدلو څخه منع کړې ده، چې څوک یې د الله تعالی په صفتونو او یا ځانګړو افعالو سره یاد کړي، او یا دا چې - باور ولري - په غیبو پوهیږي، او یا دا چې له الله سره رابلل کیږي، لکه څرنګه چې نصاراوو د عیسی زوی د مریمې علیهما السلام په حق کې کړي وو. بیا یې واضحه کړه چې هغه د الله له بنده ګانو څخه یو بنده ده، او امر یې وکړ چې په اړه یې ووایو: د الله بنده او رسول دی.