مَّا كَانَ مُحَمَّدٌ أَبَآ أَحَدٖ مِّن رِّجَالِكُمۡ وَلَٰكِن رَّسُولَ ٱللَّهِ وَخَاتَمَ ٱلنَّبِيِّـۧنَۗ وَكَانَ ٱللَّهُ بِكُلِّ شَيۡءٍ عَلِيمٗا ٤٠
33-40 محمد (ﷺ) ستاسو په سړیو كې د هیچا پلار نه دى او لېكن د الله رسول دى او د نبیانو (د لړۍ) ختموونكى دى او الله په هر شي ښه عالم دى
تفسیر
او محمد له تاسو سړيو څخه د هيچا پلار نه دی، نه هغه د زيد پلار دی، تر څو يې د مېرمنې نکاح ورسره حرامه شي کله چې هغه طلاق ورکړي، خو خلکو ته د الله استازی دی، او د نبيانو مهر دی، چې له هغه وروسته نبي نشته، او الله پر هرڅه ښه پوه دی او د بندګانو له امره يې هيڅ هم ترې پټ نه دي.