مسنون رقیه: د درد او شفا دعاګانې

د شفا هغه کلمې چې نبي کریم ﷺ کارولې او ښوولې دي.

۱ یو ځل

بِاسْمِ اللهِ (٣)
أَعُوذُ بِاللهِ وَقُدْرَتِهِ مِنْ شَرِّ مَا أَجِدُ وَأُحَاذِرُ (٧)

ژباړه او سرچینه

له عثمان بن ابی العاص الثقفي رضي الله عنه څخه روایت دی چې هغه رسول الله صلی الله علیه وسلم ته له هغه درد څخه شکایت وکړ چې په ځان کې یې له هغې ورځې څخه درلوده چې اسلام یې راوړی و، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل: "خپل لاس دې د بدن پر دردمن ځای کېږده او درې ځلې بسم الله او اووه ځلې دا دعا ووایه: «أَعُوذُ بِاللهِ وَقُدْرَتِهِ مِنْ شَرِّ مَا أَجِدُ وَأُحَاذِرُ».زه پر الله او د هغه په قدرت د هغه څه له شر څخه پناه نیسم چې زه یې مومم او ترې وېرېږم».

مسلم روايت کړی دی درجه: صحيح دی

شرح

عثمان بن أبی العاص رضي الله عنه ته داسې یو درد ورسیده چې نږدې وه له منځه یې یوسي، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم یې پوښتنې ته ورغی او داسې دعا یې وروښوده چې الله تعالی به ترې ناروغي پورته کړي؛ هغه دا چې په دردمن ځای لاس کېږدي او درې ځلې (بسم الله) ووایي او بیا اووه ځلې ووایې چې (أعوذُ ) یعنې پناه نیسم، ځان پیاوړی او کلابند کوم (بالله و قدرته من شرما أجد) په الله او د هغه پر قدرت باندې د هغه څه له شر نه چې زه یې مومم) یعنې هغه درد چې اوس مهال یې مومم (و أحاذر) او په راتلونکي کې ترې وېره لرم لکه خفګان او وېره، او یا دا چې دا ناروغتیا دوامداره شي او درد یې په ټول بدن کې خپور شي.

ګټې

  • ځان دمول مستحب دي لکه څنګه چې په حدیث کې راغلي دي.
  • شکایت یا فریاد کول - پرته له دې چې بې صبري او اعتراض پکې نه وي - نو د توکل او صبر خلاف عمل نه دی.
  • دعا د اسبابو کارولو له جملې څخه ده، لدې امله په کار ده چې الفاظو او شمېر ته یې پاملرنه وشي.
  • دا دعا د هر دردمن غړي لپاره ده.
  • پدې دعا د دمولو پر مهال پر دردمن غړي لاس اېښودل کېږي.

په HadeethEnc.com کې یې ولولئ

۲ یو ځل

بِاسْمِ اللهِ أَرْقِيكَ، مِنْ كُلِّ شَيْءٍ يُؤْذِيكَ، مِنْ شَرِّ كُلِّ نَفْسٍ أَوْ عَيْنِ حَاسِدٍ، اللهُ يَشْفِيكَ بِاسْمِ اللهِ أَرْقِيكَ

ژباړه او سرچینه

له ابو سعید رضي الله عنه څخه روایت دی چې: جبرائیل علیه السلام نبي ﷺ ته راغی او ویې ویل: اې محمده! ناروغ یې؟ هغه وفرمایل: هو، ویې ویل: «بِاسْمِ اللهِ أَرْقِيكَ، مِنْ كُلِّ شَيْءٍ يُؤْذِيكَ، مِنْ شَرِّ كُلِّ نَفْسٍ أَوْ عَيْنِ حَاسِدٍ، اللهُ يَشْفِيكَ بِاسْمِ اللهِ أَرْقِيكَ». «د الله په نوم دې دموم، له هر هغه شي نه چې تا ځوروي، د هر نفس او د حسد کوونکي له بدۍ څخه، الله دې شفا درکړي، د الله په نوم دې دموم».

مسلم روايت کړی دی درجه: صحيح دی

شرح

جبرائیل علیه السلام نبي ﷺ ته راغی او ترې یې وپوښتل: اې محمده! ته ناروغ شوی یې؟ هغه وفرمایل: هو. نو جبرائیل نبي ﷺ پدې ویناوو سره دم کړ: «باسم الله» د الله په نوم، په هغه مرسته غوښتونکي، «أرقيك» تا دموم او تاته پناه غواړم، «من كل شيء يؤذيك» د هر هغه شي له شر څخه چې تا ځوروي، هغه که کوچنی وي او یا لوی، «من شر كل نفس» خبيثة، د هر خبیث نفس له شر څخه، «أو عين حاسد» او یا د حسد کوونکي له نظر څخه، چې تاته بد در ورسوي، «يشفيك» الله تعالی دې شفا درکړي، او له ټولو ناروغیو دې تا وساتي، «باسم الله أرقيك» د الله په نوم دې دموم، د مبالغې لپاره یې الفاظ تکرار کړل، پېل او پای یې په همدې الفاظو وکړه، او پدې کې دېته اشاره ده چې له هغه سپېڅلي ذات پرته بل څوک نفع رسوونکی نشته.

ګټې

  • د ناروغۍ په اړه خبر ورکول جایز دي، تر څو ورته خپل حالت بیان کړي، نه دا چې د شکایت او ناراحتۍ لپاره.
  • دم کول په لاندې شرطونو جایز دي: ۱- چې په قرآن، د الله تعالی په ذکر او مشروعه دعاګانو سره وي. ۲- چې په عربي ژبه وي، یا په داسې ژبه وي چې معنا یې معلومه وي. ۳- باور ولري چې دم په خپله اغیزه نه لري؛ بلکې له اسبابو څخه یو سبب دی چې د الله تعالی له اجازې پرته هېڅ اغیزه نه لري. ۴- له شرک، حرامو، بدعت او دې ته ورته شیانو څخه پاک وي.
  • د نظر (سترګو لګېدو) د ضرر ثبوت، او دا چې نظر حق دی، نو باید سړی ترې ځان دم کړي.
  • په هغه څه دم کول مستحب دي چې په حدیث کې راغلي دي.
  • نبي ﷺ هم لکه د نورو انسانانو په څېر دی، چې د هغوی په څېر به ناروغه کېده لکه څنګه چې هغوی ناروغه کېږي.
  • د الله تعالی له لورې د خپل نبي ساتنه او پالنه، او په دې چاره ملاېکې مقررول.

په HadeethEnc.com کې یې ولولئ

پوښتنې

په دې پاڼه کې څه دي؟

مسنون رقیه: هر یو په عربي، له ژباړې، د سرچینې حدیث، درجې او شرحې سره.

ژباړې له کومه راغلې دي؟

له HadeethEnc.com څخه، چې د ژباړل شوو نبوي احادیثو پوهنغونډ دی. هر حدیث لکه څنګه چې دوی خپور کړی، له سرچینې او درجې سره او د اصل له لینک سره ښودل کېږي.

ایا زه ورځنۍ یادونه ترلاسه کولی شم؟

هو. د اندروید لپاره وړیا قبس اپ هره ورځ تاسو ته د سهار او ماښام اذکار در یادوي او همدا شمېرونکی لري.