د سورت الکهف وروستي لس آیتونه

ژباړه: Pashto Translation - Abu Zakaria

ٱلَّذِينَ كَانَتۡ أَعۡيُنُهُمۡ فِي غِطَآءٍ عَن ذِكۡرِي وَكَانُواْ لَا يَسۡتَطِيعُونَ سَمۡعًا ١٠١

18-101 هغو كسانو ته چې د هغوى سترګې زما له ذكر نه په پرده كې وې او دوى اورېدل نشول كولى

تفسیر

مونږ ښکاره کړی دا جهنم هغو کافرانو ته چې دوی په دنیا کې ړانده وو د الله تعالی د یاد نه؛ لدې امله چې د دوی په سترګو باندې وې پردې منعه کوونکي د دې د لېدلو نه، او وو دوی چې طاقت ئې نه لرلو د اورېدلو د آیتونو د الله تعالی په اورېدلو د قبولوالي.

أَفَحَسِبَ ٱلَّذِينَ كَفَرُوٓاْ أَن يَتَّخِذُواْ عِبَادِي مِن دُونِيٓ أَوۡلِيَآءَۚ إِنَّآ أَعۡتَدۡنَا جَهَنَّمَ لِلۡكَٰفِرِينَ نُزُلٗا ١٠٢

18-102 ایا نو كافران شویو كسانو ګمان كړى دى چې دوى به له ما نه غير زما بنده ګان كارسازوونكي ونیسي (او بیا به هم زه ورته عذاب نه وركوم، نه) بېشكه مونږ د كافرانو لپاره جهنم مېلمستیا تیار كړى دى

تفسیر

ایا ګومان کړی هغو کسان چې کفر ئې کړی په الله تعالی باندې چې وګرځوي بندګان زما دملاېکو او پېغمبرانو او شیطانانو نه حقدار د بندګۍ پرته له ما څخه ؟! یقینا مونږ تیار کړی جهنم کافرانو لره ځای د اوسېدلو.

قُلۡ هَلۡ نُنَبِّئُكُم بِٱلۡأَخۡسَرِينَ أَعۡمَٰلًا ١٠٣

18-103 ته (دوى ته) ووایه: ایا مونږ تاسو ته د هغو كسانو باره كې خبر وركړو چې د اعمالو په لحاظ تر ټولو زیات تاواني دي؟

تفسیر

ووایه -ای پیغمبره-: ایا زه نه خبروم تاسې -ای خلکو- په هغو خلکو چې د ډیر تاواني عمل والا دي؟

ٱلَّذِينَ ضَلَّ سَعۡيُهُمۡ فِي ٱلۡحَيَوٰةِ ٱلدُّنۡيَا وَهُمۡ يَحۡسَبُونَ أَنَّهُمۡ يُحۡسِنُونَ صُنۡعًا ١٠٤

18-104 دوى هغه كسان دي چې په دنيايي ژوند كې د دوى منډې توى (او بې ځايه) تللي دي، په داسې حال كې چې دوى دا ګمان كوي چې یقیناً هم دوى ښه عملونه كوي

تفسیر

هغه کسان چې وبه ویني د قیامت په ورځ چې بیشکه د دوی هغه کوششونه چې دوی په دې دنیا کې کول برباد شوي، او دوی ګومان کوي چې بیشکه دوی نیکي کوونکي دي په دې خپل کوشش کې، او دوی به په خپلو عملونو فایده حاصله کړي، او واقع حال د دې خلاف دی.

أُوْلَٰٓئِكَ ٱلَّذِينَ كَفَرُواْ بِـَٔايَٰتِ رَبِّهِمۡ وَلِقَآئِهِۦ فَحَبِطَتۡ أَعۡمَٰلُهُمۡ فَلَا نُقِيمُ لَهُمۡ يَوۡمَ ٱلۡقِيَٰمَةِ وَزۡنٗا ١٠٥

18-105 هم دغه كسان دي چې د خپل رب په ایتونو او د هغه په ملاقات سره كافر (او انكاري) شوي دي، نو د دوى عملونه برباد شول، نو د قیامت په ورځ به مونږ د دوى لپاره هېڅ وزن ونه دروو (هېڅ حيثيت به ورنكړو)

تفسیر

دغه کسان خاص هم دوی هغه خلک دي چې کفر ئې کړی د خپل رب په هغو آیتونو چې دلالت کوونکي دي د هغه په یووالي، او کفر ئې کړی د هغه په ملاقات، نو برباد شوي عملونه د دوی د وجې د کفر د دوی نه په دې باندې، نو دوی لره به د قیامت په ورځ د الله تعالی په نیزد هیڅ قدر هم نه وي.

ذَٰلِكَ جَزَآؤُهُمۡ جَهَنَّمُ بِمَا كَفَرُواْ وَٱتَّخَذُوٓاْ ءَايَٰتِي وَرُسُلِي هُزُوًا ١٠٦

18-106 دغه، د دوى بدله جهنم ده په سبب كفر وكړ او زما ایتونه او زما رسولان يې مسخره نیولي وو

تفسیر

دا چمتو شوې سزا دوی لره جهنم دی؛ د وجې د کفر د دوی په الله تعالی باندې، او لدې امله چې دوی زما نازل شوي آیتونه او پيغمبران مسخره ګڼلې و.

إِنَّ ٱلَّذِينَ ءَامَنُواْ وَعَمِلُواْ ٱلصَّٰلِحَٰتِ كَانَتۡ لَهُمۡ جَنَّٰتُ ٱلۡفِرۡدَوۡسِ نُزُلًا ١٠٧

18-107 بېشكه هغه كسان چې ایمان يې راوړى دى او نېك عملونه يې كړي دي، د دوى لپاره د فردوس (اعلٰی) جنتونه مېلمستیا دي

تفسیر

یقینا هغه کسان چې ایمان ئې راوړی په الله تعالی او نیک عملونه ئې کړي دي شته دی دوی لره په اوچتو جنتونو کې ځای د دوی د میلمستیا لپاره.

خَٰلِدِينَ فِيهَا لَا يَبۡغُونَ عَنۡهَا حِوَلٗا ١٠٨

18-108 چې په دغو كې به تل وي، دوى به له دغو نه ګرځېدل (او بل ځاى ته منتقل كېدل) نه غواړي

تفسیر

اوسیږې به دوی په دې کې همېشه، نه به لټوي دوی د هغه نه بدلېدل، ځکه چې د دې سره هیڅ قسم بدله نشي برابرېدلی.

قُل لَّوۡ كَانَ ٱلۡبَحۡرُ مِدَادٗا لِّكَلِمَٰتِ رَبِّي لَنَفِدَ ٱلۡبَحۡرُ قَبۡلَ أَن تَنفَدَ كَلِمَٰتُ رَبِّي وَلَوۡ جِئۡنَا بِمِثۡلِهِۦ مَدَدٗا ١٠٩

18-109 ته (دوى ته) ووایه: كه سمندر زما د رب د كلماتو لپاره سیاهي شي، (نو) سمندر به خامخا خلاص شي، مخكې له دې چې زما د رب كلمات تمام شي، اګر كه مونږ د دغه (سمندر) په مثل مدد (يا سياهي) هم راوړو

تفسیر

ووایه -ای پېغمبره-: یقینا زما د رب خبر ډېرې زیاتې دي، نو که چېرته دریاب د هغو د لیکلو لپاره سیاهي شي نو د دریاب اوبه به ختمې شي مخکې له دې چې د هغه پاک ذات کلمات ختم شي، او اګر که مونږ راوړو نور دریابونه هم نو خامخا دا به هم ختم شي.

قُلۡ إِنَّمَآ أَنَا۠ بَشَرٞ مِّثۡلُكُمۡ يُوحَىٰٓ إِلَيَّ أَنَّمَآ إِلَٰهُكُمۡ إِلَٰهٞ وَٰحِدٞۖ فَمَن كَانَ يَرۡجُواْ لِقَآءَ رَبِّهِۦ فَلۡيَعۡمَلۡ عَمَلٗا صَٰلِحٗا وَلَا يُشۡرِكۡ بِعِبَادَةِ رَبِّهِۦٓ أَحَدَۢا ١١٠

18-110 ته (دوى ته) ووایه: بېشكه همدا خبره ده چې زه يواځې ستاسو په شان بشر یم، ما ته وحي كولى شي چې بېشكه ستاسو معبود يواځې یو معبود دى، نو هغه څوك چې د خپل رب د ملاقات امېد لري، نو هغه دې نېك عمل وكړي او د خپل رب په عبادت كې دې هیڅوك نه شریكوي

تفسیر

ووایه -ای پېغمبره-: یقینا زه یو انسان یم ستا په شان، وحی کېدلی شي ما ته چې بېشکه معبود ستاسې په ریښتیا سره معبود یو دی چې هیڅ شرېک ورله نشته، او هغه الله تعالی دی، نو څوک چې ویرېږي د ملاقات د خپل رب نه نو ودې کړي نېک عمل د شریعت موافق، اخلاص کوونکی دې وي په دې کې خپل رب لره، او نه دې شرېکوي د خپل رب په عبادت کې هیڅوک.

ټول سورت الكهف ولولئ

پوښتنې

د سورت الکهف وروستي لس آیتونه په قرآن کریم کې چېرته دی؟

د سورت الکهف وروستي لس آیتونه په سورت الكهف، 18:101-110 کې دی.