ٱلَّذِينَ ضَلَّ سَعۡيُهُمۡ فِي ٱلۡحَيَوٰةِ ٱلدُّنۡيَا وَهُمۡ يَحۡسَبُونَ أَنَّهُمۡ يُحۡسِنُونَ صُنۡعًا ١٠٤
18-104 دوى هغه كسان دي چې په دنيايي ژوند كې د دوى منډې توى (او بې ځايه) تللي دي، په داسې حال كې چې دوى دا ګمان كوي چې یقیناً هم دوى ښه عملونه كوي
تفسیر
هغه کسان چې وبه ویني د قیامت په ورځ چې بیشکه د دوی هغه کوششونه چې دوی په دې دنیا کې کول برباد شوي، او دوی ګومان کوي چې بیشکه دوی نیکي کوونکي دي په دې خپل کوشش کې، او دوی به په خپلو عملونو فایده حاصله کړي، او واقع حال د دې خلاف دی.