لمونځ څنګه وکړو

درس 1 له 3

زه څنګه اودس وکړم؟

له قرآن څخه

يَٰٓأَيُّهَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُوٓاْ إِذَا قُمۡتُمۡ إِلَى ٱلصَّلَوٰةِ فَٱغۡسِلُواْ وُجُوهَكُمۡ وَأَيۡدِيَكُمۡ إِلَى ٱلۡمَرَافِقِ وَٱمۡسَحُواْ بِرُءُوسِكُمۡ وَأَرۡجُلَكُمۡ إِلَى ٱلۡكَعۡبَيۡنِۚ وَإِن كُنتُمۡ جُنُبٗا فَٱطَّهَّرُواْۚ وَإِن كُنتُم مَّرۡضَىٰٓ أَوۡ عَلَىٰ سَفَرٍ أَوۡ جَآءَ أَحَدٞ مِّنكُم مِّنَ ٱلۡغَآئِطِ أَوۡ لَٰمَسۡتُمُ ٱلنِّسَآءَ فَلَمۡ تَجِدُواْ مَآءٗ فَتَيَمَّمُواْ صَعِيدٗا طَيِّبٗا فَٱمۡسَحُواْ بِوُجُوهِكُمۡ وَأَيۡدِيكُم مِّنۡهُۚ مَا يُرِيدُ ٱللَّهُ لِيَجۡعَلَ عَلَيۡكُم مِّنۡ حَرَجٖ وَلَٰكِن يُرِيدُ لِيُطَهِّرَكُمۡ وَلِيُتِمَّ نِعۡمَتَهُۥ عَلَيۡكُمۡ لَعَلَّكُمۡ تَشۡكُرُونَ ﴿٦﴾

5-6 اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! كله چې تاسو لمانځه ته پاڅېږئ، نو تاسو خپل مخونه او خپل لاسونه تر څنګلو پورې ووېنځئ او د خپلو سرونو مسح وكړئ او تر ګیټو (ښنګرو) پورې خپلې پښې (ووېنځئ) او كه چېرې تاسو د جنابت په حالت كې یئ، نو ځان ښه پاك كړئ (غسل وكړئ) او كه چېرې تاسو بېماران یئ، یا په سفر كې یئ، یا په تاسو كې كوم یو له اودس ماتي نه راغى، یا تاسو له خپلو ښځو سره كوروالى وكړئ، بیا تاسو اوبه ونه موندلې، نو د پاكې ځمكې مخ ته قصد وكړئ (تیمم وكړئ)، نو خپل مخونه او خپل لاسونه (تر مړوندونو پورې) په دې (خاورې، شګې) سره مسح كړئ، الله اراده نه لري چې پر تاسو باندې څه حرج (سختی) راولي، او لېكن غواړي چې تاسو ښه پاك كړي او پر تاسو باندې خپل نعمتونه پوره كړي، د دې لپاره چې تاسو شكر وباسئ

المائدة 5:6په قرآن کې یې ولولئ

له سنت څخه

له حمران - د عثمان بن عفان له ازاد شوي غلام - څخه روایت دی چې هغه عثمان ولیده چې د اودس لپاره یې اوبه راوغوښتې، نو له لوښي څخه یې په لاسونو اوبه راتوی کړې او درې ځلې یې ومینځل، بیا یې ښی لاس لوښي ته ښکته کړ، بیا یې خولې ته او پوزې ته اوبه واچولې او پوزه یې سوڼ کړه، بیا یې درې ځلې مخ پرې مینځه، او لاسونه یې تر څنګلو پورې درې ځلې ووینځلې، بیا یې په سر مسحه وکړه، بیا یې دواړه پښې درې ځلې ومینځلې، بیا یې وویل: پيغمبر - صلی الله علیه وسلم - مې ولیده چې زما د اودس په څېر اودس یې کاوه او وییل یې: « چا چې زما د دې اودس په څېر اودس وکړ، بیا یې دوه رکعته لمونځ وکړ او له ځان سره یې پکې خبرې ونه کړې (یعنې له وسوسو یې ځان وژغوره) ټول مخکني ګناهونه به یې ورته وبخښل شي».

متفق علیه دی صحيح دی HadeethEnc.com
تشریح

عثمان رضي الله عنه د رسول الله صلی الله علیه وسلم د اودس کولو طریقه په عملي بڼه وښودله، د زيات وضاحت لپاره يې اوبه راوغوښتې، نو درې ځلې يې په لاسونو راتوی کړې، بيا يې خپل ښی لاس په لوښي کې ښکته کړ، اوبه يې ترې راواخيستې، خولې ته يې واچولې او په خوله کې تاوې راتاوې کړې، بيا يې راوویستلې، بیا یې اوبه پوزې ته دننه کش کړې، بیا یې سوڼ کړلې، بیا یې خپل مخ درې ځلې ووینځه، بیا یې د څنګلو په شمول لاسونه درې ځلې ووینځل، بیا یې خپل لوند لاس یو ځل په سر راښکود، بیا یې پښې له ښنګرو سره درې ځلې ووینځلې.

بیا چې کله هغه رضي الله عنه له اودس څخه فارغ شو نو هغوی ته یې خبر ورکړ چې هغه رسول الله صلی الله علیه وسلم لیدلی دی چې د دې اودس په څېر اودس یې وکړ، او رسول الله صلی الله علیه وسلم هغوی ته زیری ورکړی دی چې چا د هغه د اودس په څېر اودس وکړ او دوه رکعته لمونځ یې وکړ، په داسې حال کې چې د خپل رب په وړاندې له عاجزۍ او د زړه له حضور سره ودرید، نو الله تعالی به پدې بشپړ اودس او دې خالص لمونځ اجر وکړي، داسې چې ټول مخکني ګناهونه به یې وبخښي.

ستاسو په ښار کې د لمانځه وختونه

ټول درسونه