مسلمانان په څه ایمان لري

درس 2 له 2

د اسلام پیغمبران څوک دي؟

له قرآن څخه

قُولُوٓاْ ءَامَنَّا بِٱللَّهِ وَمَآ أُنزِلَ إِلَيۡنَا وَمَآ أُنزِلَ إِلَىٰٓ إِبۡرَٰهِـۧمَ وَإِسۡمَٰعِيلَ وَإِسۡحَٰقَ وَيَعۡقُوبَ وَٱلۡأَسۡبَاطِ وَمَآ أُوتِيَ مُوسَىٰ وَعِيسَىٰ وَمَآ أُوتِيَ ٱلنَّبِيُّونَ مِن رَّبِّهِمۡ لَا نُفَرِّقُ بَيۡنَ أَحَدٖ مِّنۡهُمۡ وَنَحۡنُ لَهُۥ مُسۡلِمُونَ ﴿١٣٦﴾

2-136تاسو ووايئ: مونږ پر الله ايمان راوړى دى او پر هغه څه چې مونږ ته نازل كړى شوي دي، او پر هغه څه چې ابراهيم او اسمٰعيل او اسحٰق او يعقوب او (د هغوى) اولادې ته نازل كړى شوي دي، او (مونږ ايمان راوړى دى) پر هغه څه چې موسٰى او عيسٰى ته وركړى شوي دي، او پر هغه څه چې د خپل رب له جانبه (نورو) نبيانو ته وركړى شوي دي، مونږ په دوى كې د هېڅ يو په مينځ كې فرق نه كوو، او مونږ خاص د هغه (الله) حكم منونكي يو

البقرة 2:136په قرآن کې یې ولولئ

وَلَقَدۡ بَعَثۡنَا فِي كُلِّ أُمَّةٖ رَّسُولًا أَنِ ٱعۡبُدُواْ ٱللَّهَ وَٱجۡتَنِبُواْ ٱلطَّٰغُوتَۖ فَمِنۡهُم مَّنۡ هَدَى ٱللَّهُ وَمِنۡهُم مَّنۡ حَقَّتۡ عَلَيۡهِ ٱلضَّلَٰلَةُۚ فَسِيرُواْ فِي ٱلۡأَرۡضِ فَٱنظُرُواْ كَيۡفَ كَانَ عَٰقِبَةُ ٱلۡمُكَذِّبِينَ ﴿٣٦﴾

16-36 او یقینًا یقینًا مونږ په هر یو امت كې یو رسول لېږلى و (په دې سره) چې تاسو د الله عبادت كوئ او له طاغوت نه ځان وساتئ، نو په دوى كې ځینو ته الله هدایت وكړ او ځینې په دوى كې هغه دي چې ګمراهي پرې ثابته شوه، نو تاسو په ځمكه كې وګرځئ، بیا وګورئ چې د تكذیب كوونكو انجام څنګه و؟

النحل 16:36په قرآن کې یې ولولئ

۞ إِنَّآ أَوۡحَيۡنَآ إِلَيۡكَ كَمَآ أَوۡحَيۡنَآ إِلَىٰ نُوحٖ وَٱلنَّبِيِّـۧنَ مِنۢ بَعۡدِهِۦۚ وَأَوۡحَيۡنَآ إِلَىٰٓ إِبۡرَٰهِيمَ وَإِسۡمَٰعِيلَ وَإِسۡحَٰقَ وَيَعۡقُوبَ وَٱلۡأَسۡبَاطِ وَعِيسَىٰ وَأَيُّوبَ وَيُونُسَ وَهَٰرُونَ وَسُلَيۡمَٰنَۚ وَءَاتَيۡنَا دَاوُۥدَ زَبُورٗا ﴿١٦٣﴾ وَرُسُلٗا قَدۡ قَصَصۡنَٰهُمۡ عَلَيۡكَ مِن قَبۡلُ وَرُسُلٗا لَّمۡ نَقۡصُصۡهُمۡ عَلَيۡكَۚ وَكَلَّمَ ٱللَّهُ مُوسَىٰ تَكۡلِيمٗا ﴿١٦٤﴾ رُّسُلٗا مُّبَشِّرِينَ وَمُنذِرِينَ لِئَلَّا يَكُونَ لِلنَّاسِ عَلَى ٱللَّهِ حُجَّةُۢ بَعۡدَ ٱلرُّسُلِۚ وَكَانَ ٱللَّهُ عَزِيزًا حَكِيمٗا ﴿١٦٥﴾

4-163 بېشكه مونږ تا ته وحي كړې ده، لكه څنګه چې مونږ وحي كړې وه نوح ته او له هغه نه پس (نورو) نبیانو ته او مونږ وحي كړې وه ابراهیم او اسمعیل او اسحاق او یعقوب او د (هغوى) اولادې ته او عیسٰی او ایوب او یونس او هارون او سلیمان ته او مونږ داود ته زبور وركړى و 4-164 او (مونږ لېږلي وو) ډېر رسولان، چې یقینًا د هغوى احوال مونږ تا ته له دې نه مخكې بیان كړي دي او (نور) رسولان چې د هغوى احوال مونږ تا ته نه دي بیان كړي او الله له موسٰی سره خبرې كړي دي، واضحې خبرې 4-165 او (مونږ لېږلي وو) رسولان، چې زېرى وركوونكي او وېروونكي وو، د دې لپاره چې د خلقو لپاره په الله باندې څه حجت پاتې نشي او الله له ازله ډېر غالب، ښه حكمت والا دى

النساء 4:163-165په قرآن کې یې ولولئ

ټول درسونه