لمونځ څنګه وکړو

درس 2 له 3

زه څنګه لمونځ وکړم؟

له قرآن څخه

قَدۡ نَرَىٰ تَقَلُّبَ وَجۡهِكَ فِي ٱلسَّمَآءِۖ فَلَنُوَلِّيَنَّكَ قِبۡلَةٗ تَرۡضَىٰهَاۚ فَوَلِّ وَجۡهَكَ شَطۡرَ ٱلۡمَسۡجِدِ ٱلۡحَرَامِۚ وَحَيۡثُ مَا كُنتُمۡ فَوَلُّواْ وُجُوهَكُمۡ شَطۡرَهُۥۗ وَإِنَّ ٱلَّذِينَ أُوتُواْ ٱلۡكِتَٰبَ لَيَعۡلَمُونَ أَنَّهُ ٱلۡحَقُّ مِن رَّبِّهِمۡۗ وَمَا ٱللَّهُ بِغَٰفِلٍ عَمَّا يَعۡمَلُونَ ﴿١٤٤﴾

2-144 یقینًا اسمان ته ستا د مخ ګرځېدل (اوړېدل) مونږ وینو، نو مونږ به تا خامخا د هغې قبلې په طرف وګرځوو چې ته يې خوښَوې، نو خپل مخ د مسجد حرام (كعبې) په طرف وګرځوه او تاسو چې په هر ځاى كې یئ، نو خپل مخونه د هغهٔ په طرف وګرځوئ، او بېشكه هغه كسان چه هغو ته كتاب وركړى شوى دى؛ هغوى خامخا پوهېږي چې یقینًا دا (د قبلې بدلول) د دوى د رب له جانبه حق دي، او الله له هغه څه نه چه دوى يې كوي كله هم غافل نه دى

البقرة 2:144په قرآن کې یې ولولئ

حَٰفِظُواْ عَلَى ٱلصَّلَوَٰتِ وَٱلصَّلَوٰةِ ٱلۡوُسۡطَىٰ وَقُومُواْ لِلَّهِ قَٰنِتِينَ ﴿٢٣٨﴾

2-238 د لمونځونو ساتنه كوئ او (خصوصًا) د بېخې منځني لمونځ، او الله ته ودرېږئ اطاعت كوونكي

البقرة 2:238په قرآن کې یې ولولئ

له سنت څخه

له ابو هریره - رضي الله عنه - څخه روایت دی چې: رسول الله ﷺ مسجد ته داخل شو نو یو سړی راغی، لمونځ یې وکړ او پر رسول ﷺ ئې سلام واچاوه، رسول ﷺ ورته وویل: «بېرته لاړ شه او لمونځ وکړه، ځکه تا لمونځ نه دی کړی»، سړی بېرته ولاړ او لمونځ یې وکړ بیا راغی او پر رسول ﷺ ئې سلام واچاوه، رسول ﷺ ورته بیا وویل: «بېرته لاړ شه او لمونځ وکړه، ځکه تا لمونځ نه دی کړی»، دا (عمل) درې ځلې تکرار شو، سړي وویل: «زما دې په هغه ذات قسم وي چې ته یې په حقه رالېږلی یې چې له دې یې ښه نه شم کولی، نو رازده یې کړه، رسول الله ﷺ ورته وویل: «کله چې لمانځه ته ودرېدې نو تكبیر ووایه، بیا د قرآن هغه برخه ولوله چې درته آسانه وي، بیا رکوع وکړه تر څو په رکوع کې سکون ومومې، بیا پورته شه تر څو په قیام کې اعتدال رامنځته شي، بیا سجده وکړه تر څو په سجده کې سکون ومومې، بیا پورته شه تر څو په ناسته کې سکون ومومې، او دا (کړنې په پاتې) ټول لمونځ کې ترسره کړه».

متفق علیه دی صحيح دی HadeethEnc.com
تشریح

نبي ﷺ جومات ته ننوت، نو ورپسې یو سړی داخل شو او دوه رکعته لمونځ یې په بیړه ادا کړ چې نه یې په ولاړه، نه رکوع او نه سجده کې اطمینان درلود، دا په داسې حال کې چې نبي ﷺ د هغه لمانځه ته کتل، نو کله چې سړی د نبي ﷺ خواته راغی چې هغه د جومات په یوه څنډه کې ناست و، نو سلام ئې وکړ، نبي ﷺ یې سلام ته ځواب ورکړ او ورته ویې ویل: بېرته ولاړ شه او لمونځ دې بیا ادا کړه، ځکه تا لمونځ نه دی کړی. سړی بېرته ولاړ او په بیړه یې لمونځ وکړ لکه څنګه یې چې مخکې کړی و، بیا راغی او رسول ﷺ ته یې سلام وکړ، رسول ﷺ ورته وویل: بېرته لاړ شه او لمونځ وکړه؛ ځکه تا لمونځ نه دی کړی، دا کار یې درې ځلې تکرار کړ. سړي وویل: «په هغه ذات قسم چې ته یې په حقه راستولی یې، له دې یې ښه نه شم کولی، ما ته یې رازده کړه، رسول الله ﷺ ورته وفرمایل: کله چې لمانځه ته ودرېدې نو تکبیرة الإحرام ووایه، بیا فاتحه ولوله او هغه چې درته آسان وي، بیا رکوع وکړه تر څو په رکوع کې سکون ومومې: خپل لاسونه پر زنګنونو کېږده، شا وغځوه او رکوع وکړه، بیا پورته شه او خپله شا سیده کړه ترڅو هډوکي خپل ځای ته ورسېږي او په قیام کې اعتدال رامنځته شي، بیا سجده وکړه تر څو په سجده کې مطمئن شې: خپل تندی او پوزه، لاسونه، زنګونونه او د پښو نوکان په ځمکه ولږوه، بیا پورته شه ترڅو په ناسته کې سکون ومومې دا کارونه په هر رکعت کې تکرار کړه.

له ابو هریره رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: "بنده د سجدې پر مهال خپل رب ته تر ټولو ډېر نږدې وي، نو ډېره دعا وکړئ".

مسلم روايت کړی دی صحيح دی HadeethEnc.com
تشریح

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي چې بنده خپل رب ته تر ټولو نږدې هغه مهال وي کله چې دی سجده کوي، ځکه چې بنده د سجدې کولو پر مهال کې د خپل بدن تر ټولو غوره او عزتمن غړي - په تواضع، عاجزي او خاکسارۍ سره - الله تعالی ته په ځمکه ږدي.

او رسول الله صلی الله علیه وسلم په سجده کې په ډېرې دعا کولو باندې امر کړی دی، (ځکه) پدې سره الله تعالی ته په وینا او عمل دواړو سره یو ځای عاجزي ترسره کیږي.

ستاسو په ښار کې د لمانځه وختونه

ټول درسونه