مسلمان کېدل

درس 3 له 3

نوی مسلمان باید لومړی څه وکړي؟

له قرآن څخه

لَا يُكَلِّفُ ٱللَّهُ نَفۡسًا إِلَّا وُسۡعَهَاۚ لَهَا مَا كَسَبَتۡ وَعَلَيۡهَا مَا ٱكۡتَسَبَتۡۗ رَبَّنَا لَا تُؤَاخِذۡنَآ إِن نَّسِينَآ أَوۡ أَخۡطَأۡنَاۚ رَبَّنَا وَلَا تَحۡمِلۡ عَلَيۡنَآ إِصۡرٗا كَمَا حَمَلۡتَهُۥ عَلَى ٱلَّذِينَ مِن قَبۡلِنَاۚ رَبَّنَا وَلَا تُحَمِّلۡنَا مَا لَا طَاقَةَ لَنَا بِهِۦۖ وَٱعۡفُ عَنَّا وَٱغۡفِرۡ لَنَا وَٱرۡحَمۡنَآۚ أَنتَ مَوۡلَىٰنَا فَٱنصُرۡنَا عَلَى ٱلۡقَوۡمِ ٱلۡكَٰفِرِينَ ﴿٢٨٦﴾

2-286 او الله هېڅ یو نفس نه مكلف كوي مګر د هغهٔ له وَس سره سم، د همدهٔ لپاره دي څه نېكۍ چې ده كړي دي او په همدغه (نفس) باندې دي څه (ګناهونه) چې ده كړي دي، اى زمونږه ربه! مونږ مه نیسه كه مونږ (څه حكم) هېر كړو، یا مونږ غلطي وكړو، اى زمونږه ربه! او په مونږ باندې بوج مه ږده؛ لكه څنګه چې تا هغه (بوج) ایښى و په هغو خلقو باندې چې له مونږ نه مخكې وو، اى زمونږه ربه! او پر مونږ باندې داسې څه مه راباروه چې په مونږ كې د هغو (د اوچتولو) هېڅ طاقت نه وي او مونږ ته معافي وكړه او مونږه وبخښه او پر مونږ رحم وكړه، هم ته زمونږ كارساز يې، نو د كافر قوم په خلاف ته زمونږ مدد وكړه

البقرة 2:286په قرآن کې یې ولولئ

وَجَٰهِدُواْ فِي ٱللَّهِ حَقَّ جِهَادِهِۦۚ هُوَ ٱجۡتَبَىٰكُمۡ وَمَا جَعَلَ عَلَيۡكُمۡ فِي ٱلدِّينِ مِنۡ حَرَجٖۚ مِّلَّةَ أَبِيكُمۡ إِبۡرَٰهِيمَۚ هُوَ سَمَّىٰكُمُ ٱلۡمُسۡلِمِينَ مِن قَبۡلُ وَفِي هَٰذَا لِيَكُونَ ٱلرَّسُولُ شَهِيدًا عَلَيۡكُمۡ وَتَكُونُواْ شُهَدَآءَ عَلَى ٱلنَّاسِۚ فَأَقِيمُواْ ٱلصَّلَوٰةَ وَءَاتُواْ ٱلزَّكَوٰةَ وَٱعۡتَصِمُواْ بِٱللَّهِ هُوَ مَوۡلَىٰكُمۡۖ فَنِعۡمَ ٱلۡمَوۡلَىٰ وَنِعۡمَ ٱلنَّصِيرُ ﴿٧٨﴾

22-78 او په (لاره د) الله كې كوشش كوئ، څنګه چې د هغه د كوشش حق دى، هغه تاسو غوره كړي یئ او په تاسو باندې يې په دین كې هېڅ حرج (مشقت) نه دى ایښى، تاسو د خپل پلار ابراهیم د ملت تابع شئ، دغه (الله) تاسو مسلمانان نومولي يئ، له دې (قرآن) نه مخكې او په ده كې، د دې لپاره چې رسول پر تاسو باندې ګواه شي او تاسو په خلقو باندې ګواهان شئ، نو تاسو لمونځ قايموئ او زكات ادا كوئ او په (دين د) الله باندې منګولې ټېنګې كلكې كړئ، هغه ستاسو مالك دى، نو هغه ښه مالك دى او ښه مدد كوونكى دى

الحج 22:78په قرآن کې یې ولولئ

له سنت څخه

له ابو هریره - رضي الله عنه - څخه روایت دی چې: رسول الله صلی الله علیه وسلم ته یو اعرابی (اطرافی سړی) راغی او ورته یې وویل: ماته یو داسې عمل را وښیه چې که زه یې وکړم جنت ته به داخل شم، هغه ورته وفرمایل: «چې د الله تعالی عبادت وکړې او له هغه سره څوک شریک نه کړې، فرض لمونځ ادا کړې، فرض زکات ورکړې او د رمضان (میاشت) روژه ونیسې»، هغه وويل: قسم په هغه ذات چې زما روح يې په لاس کې دى، له دې څخه به یې زیات نه کړم، نو کله چې ولاړ رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «که څوک غواړي چې له جنتیانو څخه یو سړي ته وګوري، نو دې ته دې وګوري».

متفق علیه دی صحيح دی HadeethEnc.com
تشریح

له بانډې څخه یو سړی رسول الله صلی الله علیه وسلم ته راغی تر څو داسې یو عمل وروښیي چې جنت ته یې داخل کړي، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم په ځواب کې ورته وویل چې جنت ته داخلېدل او له جهنم څخه ژغورل کېدل د اسلام د ارکانو په عملي کولو پورې اړه لري، یوازې د یو الله تعالی له عبادت څخه او دا چې شرک ورسره ونه کړې. او دا چې په هره شپه او ورځ کې پنځه وخته لمونځ وکړې چې الله تعالی درباندې فرض کړي دي. او د مال زکات ورکړې چې الله تعالی درباندې فرض کړی دی او اړمنو خلکو ته یې ورکړې. او دا چې په خپل وخت کې د رمضان میاشتې روژې ونیسې. سړي وویل: قسم په هغه ذات چې زما روح یې په لاس کې دی، هغه اطاعتونه مې چې له تا څخه واورېدل نه پرې څه ورزیات کړم او نه به ترې څه کم کړم. کله چې ولاړ، رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: که څوک غواړي چې د جنتي انسان په لېدلو خوشحاله شي نو دغه بانډه چي ته دې وګوري.

له انس بن مالک رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: "(پر خلکو) اسانتیا راولئ او سختي مه کوئ، زیری ورکړئ او خلک مه زړه توري کوئ".

متفق علیه دی صحيح دی HadeethEnc.com
تشریح

رسول الله صلی الله علیه وسلم امر کوي چې په ټولو هغو دیني او دنیوي چارو کې چې الله جل جلاله روا کړي وي د خلکو سره له اسانتیا کار واخلئ او ورته یې مه سختوئ.

او ټینګار کوي چې خلکو ته په خیر سره زیری ورکړئ او مه یې زړه توري کوئ.

ټول درسونه