درس 1 له 5
د اسلام پنځه ارکان کوم دي؟
له قرآن څخه
وَمَآ أُمِرُوٓاْ إِلَّا لِيَعۡبُدُواْ ٱللَّهَ مُخۡلِصِينَ لَهُ ٱلدِّينَ حُنَفَآءَ وَيُقِيمُواْ ٱلصَّلَوٰةَ وَيُؤۡتُواْ ٱلزَّكَوٰةَۚ وَذَٰلِكَ دِينُ ٱلۡقَيِّمَةِ ﴿٥﴾
98-5 حال دا چې دوى ته حكم نه و وركړى شوى مګر په دې چې دوى دې د الله عبادت كوي، په داسې حال كې چې دین (عبادت) دغه (الله) لره خالص كوونكي وي (او) حنیفان (له باطله حق ته راګرځېدونكي) وي، او (د دې چې) دوى دې لمونځ قايموي او زكاۃت دې وركوي اوهم دغه ډېر محكم دین دى
له سنت څخه
له ابي عبدالرحمن عبدالله بن عمر بن الخطاب رضی الله عنهما نه روايت دی وايي چې: ما له رسول صلی الله عليه وسلم څخه اورېدلي، چې فرمایل یې: «بُنِيَ الْإِسْلَامُ عَلَى خَمْسٍ: شَهَادَةِ أَنْ لَا إِلَهَ إِلَّا اللهُ، وَأَنَّ مُحَمَّدًا عَبْدُهُ وَرَسُولُهُ، وَإِقَامِ الصَّلَاةِ، وَإِيتَاءِ الزَّكَاةِ، وَحَجِّ الْبَيْتِ، وَصَوْمِ رَمَضَانَ». «اسلام په پنځو شیانو ولاړ دی: :ګواهي ورکول چې له الله پرته بل معبود نشته او دا چې محمد صلی الله علیه وسلم د الله رسول او بنده دی، لمونځ کول، زکات ورکول، د بیت الله حج کول، او د رمضان روژه نیول».
تشریح
رسول الله صلى الله عليه وسلم اسلام له يوې پیاوړې او غښتلې ودانۍ سره تشبيه وركړه، د هغو پنځو رکنونو له امله چې دا ودانۍ یې پورته کړې ده، او د اسلام نورې پاتې ځانګړتیاوې لکه د ودانۍ بشپړوونکي دي. او د دغو رکنونو لومړی یو یې: دوه ګواهیانې ورکول دي؛ یوه دا چې له الله جل جلاله پرته بل په حقه معبود نشته او دا چې محمد د الله جل جلاله رسول دی، او دا دواړه یو رکن دی؛ چې یو له بل څخه نه جلا کیږي، بنده په دواړو ګواهیانو کې په خوله اقرار کوي پداسې حال کې چې د الله جل جلاله په یووالي ګواهي ورکوي او پدې چې هغه یوازې د عبادت مستحق دی، او د دې ګواهۍ په غوښتنه عمل کوي، بل دا چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم په رسالت ایمان لري او پیروي یې کوي. او دویم رکن: د لمانځه ادا کول دي، چې هغه په شپه او ورځ کې پنځه وخته فرض لمونځونه ادا کول دي له شرطونو، رکنونو او واجباتو سره، یعنې: سهار، ماسپښین، مازدیګر، ماښام او د ماخوستن لمونځونه. او دريم رکن: په هر هغه مال کې د فرض زکات ادا کول دي چې په شريعت کې ټاکلې اندازې ته رسيدلی وي، د زکات ورکول يو واجب مالي عمل دی، چې مستحقو کسانو ته ورکول کيږي. او څلورم رکن حج دی چې مکې مکرمې ته د مناسکو د پر ځای کولو لپاره د الله تعالی د عبادت په نیت د تللو قصد کول دي. او پنځم رکن د رمضان روژه ده چې له سهار راختلو څخه تر لمر لوېدو پورې د الله جل جلاله د عبادت په نیت له خوراک، څښاک او داسې نورو روژه ماتوونکو شیانو څخه ډډه کول دي.