هغه پوښتنې چې خلک یې کوي

درس 9 له 11

ایا مسلمانان د کعبې عبادت کوي؟

لنډ ځواب

نه. مسلمانان یوازې د الله عبادت کوي، چې قرآن یې «د دې کور رب» بولي. په مکه کې کعبه یو کور دی چې د هغه د عبادت لپاره جوړ شوی، بنسټونه یې ابراهیم او د هغه زوی اسماعیل پورته کړل، او الله هغه داسې لوری (قبله) وګرځوله چې ټول مسلمانان په لمانځه کې ورته مخ کوي، ترڅو مؤمنان په هر ځای کې یو موټی لمونځ وکړي. کله چې عمر تور ډبره (حجر اسود) ښکل کړه، ویې ویل چې پوهېږي دا یوازې یوه ډبره ده چې نه زیان رسولای شي او نه ګټه، او یوازې ځکه یې ښکل کړه چې پیغمبر ﷺ یې لیدلی و چې داسې یې کول.

د قبس لیکنه، چې د المختصر في تفسير القرآن الكريم، تفسیر ابن کثیر او د HadeethEnc.com تشریحات پر بنسټ کتل شوې ده.

له قرآن څخه

فَلۡيَعۡبُدُواْ رَبَّ هَٰذَا ٱلۡبَيۡتِ ﴿٣﴾ ٱلَّذِيٓ أَطۡعَمَهُم مِّن جُوعٖ وَءَامَنَهُم مِّنۡ خَوۡفِۭ ﴿٤﴾

106-3 نو لازم دي چې دوى د دې كور د رب عبادت وكړي 106-4 هغه (رب) چې دوى ته يې له لوږې نه (د بچ كولو لپاره) طعام وركړى دى او دوى ته يې له وېرې نه (د ساتلو لپاره) امن (او بې خوفي) وركړې ده

قريش 106:3-4په قرآن کې یې ولولئ
د آیتونو تفسیر

نو يوازې د هغه الله چې د دغه بيت الحرام رب دی عبادت دې وکړي، هغه ذات چې دغه سفر يې د هغوی لپاره اسانه کړی دی او له هغه سره دې هيڅوک نه شريکوي.

هغه ذات چې په لوږه کې يې هغوی ته خواړه ورکړل، او له وېرې يې په امن کړل، داسې چې د عربو په زړونو کې يې د حراموالي تعظيم او د هغې د اوسېدونکو تعظيم کېښود.

وَإِذۡ يَرۡفَعُ إِبۡرَٰهِـۧمُ ٱلۡقَوَاعِدَ مِنَ ٱلۡبَيۡتِ وَإِسۡمَٰعِيلُ رَبَّنَا تَقَبَّلۡ مِنَّآۖ إِنَّكَ أَنتَ ٱلسَّمِيعُ ٱلۡعَلِيمُ ﴿١٢٧﴾

2-127او كله چې ابراهيم د بيت الله بنيادونه اوچتول او (ورسره) اسمٰعيل (هم) (دواړو دا دعا كوله) اى زمونږه رَبه! زمونږ نه (دا عمل) قبول كړه، تهٔ چې يې، خاص تهٔ، ښه اورېدونكى، ښه عالم يې

البقرة 2:127په قرآن کې یې ولولئ
د آیتونو تفسیر

ياد کړه اې نبي کله چې ابراهيم او اسماعيل د کعبې بنسټونه پورته کول او دواړو په عاجزۍ او خوارۍ ويل: اې زموږ پالونکيه! زموږ کړنې را څخه ومنه چې يوه ورڅخه دغه د بيت الله ودانول دي، پرته له شکه ته زموږ د دعاوو اورېدونکی او زموږ پر نيتونو او اعمالو ښه پوه يې.

قَدۡ نَرَىٰ تَقَلُّبَ وَجۡهِكَ فِي ٱلسَّمَآءِۖ فَلَنُوَلِّيَنَّكَ قِبۡلَةٗ تَرۡضَىٰهَاۚ فَوَلِّ وَجۡهَكَ شَطۡرَ ٱلۡمَسۡجِدِ ٱلۡحَرَامِۚ وَحَيۡثُ مَا كُنتُمۡ فَوَلُّواْ وُجُوهَكُمۡ شَطۡرَهُۥۗ وَإِنَّ ٱلَّذِينَ أُوتُواْ ٱلۡكِتَٰبَ لَيَعۡلَمُونَ أَنَّهُ ٱلۡحَقُّ مِن رَّبِّهِمۡۗ وَمَا ٱللَّهُ بِغَٰفِلٍ عَمَّا يَعۡمَلُونَ ﴿١٤٤﴾

2-144 یقینًا اسمان ته ستا د مخ ګرځېدل (اوړېدل) مونږ وینو، نو مونږ به تا خامخا د هغې قبلې په طرف وګرځوو چې ته يې خوښَوې، نو خپل مخ د مسجد حرام (كعبې) په طرف وګرځوه او تاسو چې په هر ځاى كې یئ، نو خپل مخونه د هغهٔ په طرف وګرځوئ، او بېشكه هغه كسان چه هغو ته كتاب وركړى شوى دى؛ هغوى خامخا پوهېږي چې یقینًا دا (د قبلې بدلول) د دوى د رب له جانبه حق دي، او الله له هغه څه نه چه دوى يې كوي كله هم غافل نه دى

البقرة 2:144په قرآن کې یې ولولئ
د آیتونو تفسیر

بېشکه مونږه ولیده -اې پیغمبره- اړول د مخ ستا او کتل ستا د آسمان طرف ته، په داسې حال کې چې ته انتظار کوونکی وې د وحې د نازلېدو په باره د قبلې کې او اړول د هغې، هغه طرف ته چی ستا خوښ وي، نو خامخا به مونږ ستا مخ د اوسنۍ قبلی بیت المقدس پر ځای هغې قبلې ته واړوو چې ستا خوښه وي -چې هغه بیت الله- ده. نو ته خپل مخ د مکې مکرمې -بیت الله- په طرف واړوه او کوم ځای کې چې تاسې یئ -اې مومنانو- نو تاسې خپل مخونه د لمانځه په وخت کې بیت الله ته واړوئ او هغه کسان چې هغوی ته آسماني کتاب ورکړل شوی دی، له یهودو او نصارو څخه، هغوی هرومرو پوهېږې چی دا اړول د قبلې رالیږل شوی حق دی د دوی د خالق او کار ساز له لوري؛ ځکه چې دا د دوی په کتابونو کې راغلی وو او الله تعالی له هغو کړنو ناخبره نه دی چې دا له حق اوښتونکي یې کوي، بلکې الله تعالی په دوی باندې ښه خبر دی او دوی ته به خامخا د دې انکار سزا ورکړي.

وَلِلَّهِ ٱلۡمَشۡرِقُ وَٱلۡمَغۡرِبُۚ فَأَيۡنَمَا تُوَلُّواْ فَثَمَّ وَجۡهُ ٱللَّهِۚ إِنَّ ٱللَّهَ وَٰسِعٌ عَلِيمٞ ﴿١١٥﴾

2-115او خاص د الله لپاره مشرق او مغرب دى، نو كوم طرف ته چې تاسو مخ كوئ، نو هلته د الله مخ دى، بېشكه الله ډېر فراخۍ والا، ښه پوه دى

البقرة 2:115په قرآن کې یې ولولئ
د آیتونو تفسیر

د ختیځ او لوېدیځ او د دې دواړو تر منځ پاچاهي یوازې الله لره ده، خپلو بندګانو ته چې څرنګه وغواړي امر کوي، پس هر خوا ته چې مخ کوئ نو د الله تعالی سره مخامخ کېږئ، نو که چېرې تاسو ته بیت المقدس یا کعبې ته په مخ کولو امر وکړي، او یا په قبله پېژندلو کې تېروتۍ، او یا قبلې ته مخ کول درته ستونزمن وو، نو هېڅ باک نشته پر تاسو؛ ځکه ټولې خواوې الله لره دي، بېشکه الله تعالی د پراخۍ څښتن دی او لورینه یې ټول مخلوق ته په اسانتیا سره رسېږي، د بندګانو په نیتونو او کړنو پوه دی.

له سنت څخه

له عمر رضي الله عنه څخه روایت دی چې: هغه د حجر الأسود خواته لاړ او هغه یې ښکَل کړ، بیا یې وویل: زه پوهېږم چې ته یوه ډبره یې، نه زیان رسولی شي او نه ګټه، که ما رسول ﷺ نه وای لیدلی چې ته یې ښکل کړي یې ما به ته نه وې ښکل کړې».

متفق علیه دی صحيح دی HadeethEnc.com
تشریح

امیر المؤمنین عمر بن الخطاب رضي الله عنه د کعبې په زاویه کې حجر الأسود ته ورغی او ښکَل یې کړ، بیا یې وویل: «زه پوهېږم چې ته یوه ډبره یې، نه ته زیان رسولی شي او نه ګټه، که چېرې ما رسول ﷺ نه وای لیدلي چې ته یې ښکَل کړې یې ما به ته نه وي ښکل کړې.

ټول درسونه