درس 8 له 11
ایا اسلام د بېګناه خلکو وژلو ته اجازه ورکوي؟
لنډ ځواب
نه. اسلام د هر بېګناه انسان وژل حراموي. قرآن وايي چې الله دا حکم کړی چې څوک یو نفس په ناحقه ووژني، «نو ګویا کې هغه ټول خلق ووژل»، او څوک چې د یوه نفس ژوند بچ کړي، «نو ګویا کې هغه د ټولو خلقو ژوند بچ کړ». په جګړه کې مسلمانان یوازې د دښمن له جنګیالیو سره جګړه کولای شي، او هېڅکله باید ښځې، ماشومان، زاړه خلک یا نور هغه کسان ونه وژني چې نه جنګېږي. پیغمبر ﷺ خبرداری ورکړ چې څوک داسې غیر مسلمان ووژني چې مسلمانانو ورته د امان ژمنه ورکړې وي، هغه به حتی د جنت بوی هم ونه مومي.
د قبس لیکنه، چې د المختصر في تفسير القرآن الكريم، تفسیر ابن کثیر او د HadeethEnc.com تشریحات پر بنسټ کتل شوې ده.
له قرآن څخه
مِنۡ أَجۡلِ ذَٰلِكَ كَتَبۡنَا عَلَىٰ بَنِيٓ إِسۡرَٰٓءِيلَ أَنَّهُۥ مَن قَتَلَ نَفۡسَۢا بِغَيۡرِ نَفۡسٍ أَوۡ فَسَادٖ فِي ٱلۡأَرۡضِ فَكَأَنَّمَا قَتَلَ ٱلنَّاسَ جَمِيعٗا وَمَنۡ أَحۡيَاهَا فَكَأَنَّمَآ أَحۡيَا ٱلنَّاسَ جَمِيعٗاۚ وَلَقَدۡ جَآءَتۡهُمۡ رُسُلُنَا بِٱلۡبَيِّنَٰتِ ثُمَّ إِنَّ كَثِيرٗا مِّنۡهُم بَعۡدَ ذَٰلِكَ فِي ٱلۡأَرۡضِ لَمُسۡرِفُونَ ﴿٣٢﴾
5-32 له همدې وجې نه مونږ په بني اسرائیلو باندې لازم كړي وو چې بېشكه خبره دا ده چې چا هم یو نفس له بدلې نه بغیر، یا په ځمكه كې له ورانكارۍ نه بغیر وواژه، نو ګویا كې هغه ټول خلق ووژل او چا چې د دغه نفس ژوند بچ كړ، نو ګویا كې هغه د ټولو خلقو ژوند بچ كړ او یقینًا یقینًا دوى ته زمونږه رسولانو څرګندې نښې راوړې وې، یقینًا بیا له دې نه پس (هم) په دوى كې ډېر خلق په ځمكه كې خامخا زیاتي كوونكي دي
د آیتونو تفسیر
د وجې د قتل کولو د قابیل خپل ورور لره مونږه خبر کړه بنی اسرایل چې بیشکه چا چې قتل کړو یو نفس لره پغیر د څه وجې نه چې یا قصاص وي او یا په ځمکه کې فساد کول وي په کفر او یا لوټ کولو د لارې سره، نو لکه ده چې ټول خلک وژلي وي؛ ځکه چې د ده په نیز د یو بې ګناه او ګناهګار ترمنځ فرق نشته. او چاچې ځان وساته د وژلو د یو نفس نه چې الله تعالی یې وژل حرام کړي وي دا يې عقیده وي چې د ده وژل حرام دي او مړ يې نه کړ؛ نو داسې ده لکه ده چې ټول خلک بچ کړي وي؛ ځکه چې د ده په دې کار کې د ټولو خلکو ژغورل دي، او بیشکه راغلی وو پیغمبران زمونږ بنی اسرائیلو ته په غټو او ښکاره دلیلونو سره، او سره لدې نه بیا هم ډیر د دوی څخه تیریدونکي وو د الله تعالی د پولو څخه په کولو د ګناهونو سره، او په مخالفت د خپلو پیغمبرانو سره.
وَقَٰتِلُواْ فِي سَبِيلِ ٱللَّهِ ٱلَّذِينَ يُقَٰتِلُونَكُمۡ وَلَا تَعۡتَدُوٓاْۚ إِنَّ ٱللَّهَ لَا يُحِبُّ ٱلۡمُعۡتَدِينَ ﴿١٩٠﴾
2-190 او د الله په لاره كې له هغو كسانو سره جنګ كوئ چې له تاسو سره جنګېږي، او له حد نه مه تېرېږئ، یقینًا الله له حد نه تېرېدونكي نه خوښوي
د آیتونو تفسیر
او تاسو جګړه وکړئ -د الله تعالی د کلمې د اوچتوالی لپاره- له هغو کافرانو سره چې تاسې د الله تعالی له دین څخه منع کوي او تاسو د الله تعالی د پولو نه مه اوړئ، چی ماشومان، ښځې او سپینږیري ووژنئ او یا مړي مثله کړئ (له مرګ نه وروسته د هغوی اندامونه غوڅ کړئ) او یا داسی بل مخالفت وکړئ، بېشکه الله تعالی له خپلې شرعې او حکمونو څخه تېرېدونکي کسان نه خوښوي.
له سنت څخه
له عبدالله بن عمرو رضي الله عنهما څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «چا چې معاهد وواژه نو د جنت بوی به حس نه کړي، پداسې حال کې چې بوی یې د څلویښتو کالو واټن په اندازه لرې حس کیږي».
تشریح
رسول الله صلی الله علیه وسلم د هغه چا لپاره د سخت ګواښ بیان کړی دی چې معاهد ووژني - او معاهد هغه چاته ویل کیږي چې د کفري هیواد څخه اسلامي هیواد ته د امن د ژمنې ورکولو پر اساس داخل شوی وي - چې دغه کس ته به د جنت بوی نه رسیږي، حال دا چې بوی یې د څلويښتو کالو په واټن کې موندل کیږي.
له عبد الله بن عمر رضي الله عنهما څخه روایت دی چې: د رسول الله صلی الله علیه وسلم په ځینو غزاګانو کې یوه وژل شوې ښځه وموندل شوه، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم د ښځو او ماشومانو وژنه وغندله.
تشریح
رسول الله صلی الله علیه وسلم په یوې غزا کې یوه ښځه ولېده چې وژل شوې وه، نو هغه د ښځو او تنکيو هلکانو وژل وغندل چې د بلوغ عمر ته نه وي رسېدلي.